پاکستانې مذهبي صنعت

دا دور په کوم کښې چې مونږ ژوند کوو د صنعتې دور په نامه یادیږی، له صنعت سره تجارت نوي بڼه غوره کړې ده او دانسانانو تر منځ د تړاوو او اړیکې نوعیت بدل شوي دی. په نړي کښې دلويو لويو صنعتونو (کارخانو) له ایجاد سره علم او تعلم هم دیوه صنعت بڼه موندلې ده ځکه چې نوي علمي تحقیق نوي ایجاد منځ ته راوړي او دنوي ایجاد دعام کولو او تجارتې کولو دپاره نوي صنعتونه منځ ته راځې دنوي صنعت د تولید

اتو دپاره مارکیټینګ پالیسیانې جوړیږي، له نوي خرید او فروخت سره نوي سرمایه لاس ته راځې دهغي سرمایې یوه لویه برخه بیرته پرنوي علم او تحیقیق لګول کیږی تر څو د نوي ایجاداتو او د نوي صنعتونو د قیام لړي دوامداره شې. له دې امله دنړي په ټولو پرمختللو او یا مخ په ودي هیوادونو کښې د تعلیمې صنعت لپاره لوي مارکټونه هم شته دي، ددې تعلېمې صنعت پروډکټ(تولید) انسانې فکري وړتیا ده، دغه هیومن ریسورسز د بل هر ډول صنعت او پرمختګ اساس جوړوي، په دې ډګر کښې مذهبې علم او تعلم هم دیو صنعت برخه تشکیل کړي ده، مګر دغه مقدس صنعت له عمومې ساینسې علمې صنعت سره توپیر لري.
دمذهبې علمي صنعت ځینې مهم فواید او ځینې نور مهم مضمرات هم شته دي، ديوي اندازی له مخې دپاکستان د دیوبند د مدارسو هغه تعداد چې د دیوبند دمدرسو له اتحادیې (وفاق المدارس) سره راجسټر دي تر دیرشو زرو زیات دي چې پکښې په لکونو دینې ذده کوونکې په مذهبې زده کړو بوخت دي(ددی مدارسو اخراجات چې د کال په ملیونونو ډالرو ته رسیږی زیاتره برخه یې له عربې هیوادونو، یورپې مسلمانو او په پاکستان کښې دننه د مخیر حضراتو له لوري تادیه کیږی)، دوي د درس نظامې په نوم اته کلن درسې نظام تدریسوي، چې ورکښې له عربې ګرامر سربیره، عربې، فارسې او لږڅه اردو ادب، زاړه منطق (چې اوس د غیرعلمې خرافاتو نه سوا بل څه نه دي)، فلسفه لوستل کیږي، همدارنګه فقه (چې اوس یواځې دفقې تارېخ ورته ویل مناسب دي) د فقې اصول، حدیث او دحدیثو اصول همدارنګه علم تفسیر او په لږه اندازه د تفسیر اصول هم ورته ښودل کیږی. 
که وکتل شې نو ددغه مدارسو رفاهې ( خدماتې وړتیا) اړخ دادي چې د لکونو انسانانو دپاره یې د اوسیدنې، خوراک څښاک، او وړیا لیک لوست زمینه برابره کړی ده، مګر که بل لوري ته وګوري نو ددي مدارسو فارغین سوا له دي چې دیوه مسجد پالنه وکړي او یا په ورته مدرسه کښې استاد شې دبل کار او کسب (په فکري او فیزیکې لحاظ) نه دي. ډیر لږ شمیر یې په یو لړ نورو شخصې ادارو کښې په کارونو بوخت دي، د پاکستان یواځې د دیوبند دغه مدارس دکال کابو یو لک(په دې کښې زنانه فارغاني هم شاملي دي) عالمان فاریغوي.(د بریلوي مسلک، تبلیغې مدارسو، جماعت اسلامې مربوط مدارس او د اهل تشیع تر څنګ د اهل حدیثو مدارس چې کوم فارغین تولیدوي هغه له دی اعدادو بیل دي چې مجموعه یې ددیوبندی فارغینو برابره ده) که بل لوري ته وګورو نو په کال کښې د یو لکو جوماتونو دجوړیدو اړتیا نه لیدل کیږی او نه هم دومره مدارس جوړیږی چې په دومره تعداد کښې دغه دینې استادان جذب کړي.
پاکستان کال له بله دیوه داسې هیواد بڼه غوره کوي چې اوس مهال په هر کور (په ځانګړې ډول په پښتنو کورونو کښې) کښې یو ملا، قاري او یا تبلیغې خامخا شتون لري، له دی سره سره په نژدی راتلونکې کښې امکان لري چې په هر کور کښې ددې افرادو شمیر دوو کسانو ته ورسیږی، اوس مهال ددې دېنې فارغینو د جذب لویه برخه مذهبې تنظیمونو (د طالبانو د تحریک په شمول) ته جذبیږی چې یواځې د عسکري او جهادي تنظیمونو تعداد تر شلو رسیږي. ددې دیوبندې اکثریتي مذهبې فکر سره په ډغره کښې د پاکستان تقریبآ ټول شیعه مسلکه خلګ مقابلې ته راووځې او دمحرم په دې لسو ورځو کښې د خپل عددې قوت مظاهره کوي چې ټول هیواد دغه ناندریو پر سر اخستې وي. نه خو د سنې دیوبندي مکتبه فکر دوامداره بې ضرورته تکاثر د پاکستان له ملي پالیسې پرته کیږي او نه هم دسنې لږکیو هر کال قوت ازمایې بې له سرکاري فرمایش ګزاري پرته تر سره کیږی. دانګریز زړي پالیسیانې دي چې د پاکستانې واکدارانو له دماغونو د وتلو نوم نه اخلې هغه د ډوایډ اینډ رول ورسته پالیسې د سنې او شیعیه فساداتو په شکل کښې نن عملي کیږی، ولې خپل انګریز اوس دهغه ظالمانه پالیسیو پر ځاي د ګووډ ګورننس او ویلفیر سټیټ نظریې عملې کړي دي مګر پاکستان غوندي فکري غلامان تر اوسه لا په هغه مصبت اخته دي.
له بل لوري پاکستان په لومړي سرکښې د خپل ریاستې دریځ (چې پاکستان د مذهب د ودي او دمذهبې خلګو ریاست دي) له کبله او اوس د ریاستې مجبوري (چې مذهبیان به ددې ریاست د شتون جواز تر سوال لاندي راولې) له مخې ددې سیلاب پر وړاندې لاس تر زنې ناست دي، ددغو مدارسو له پاره هیڅ داسې تعلېمې پالیسې وجود نلري تر څو دغه هر کال په لکونو فاریغینو د جلب او جذب یوه داسې معقوله لاره پیدا کړي تر څو په سیمه کښې د را خوټیدونکې مذهبې لیونتوب او افراطیت مخه ډب کړي، د پرویز مشرف په تیر دور کښې د مدارسو لپاره یو لړ سرسري اصلاحې پرورګرامونه اعلان شول چې ددې مدارسو د مالکانو له لوري په سخته رد شول او د کلک غبرګون اخطار ورکړل شو (ددې ستر لامل د مدارسو و مالکانو ته د ورکیدونکې مالې منابعو دحکومت له لوري د احصایې د کنټرول ویره ده). ددغه غیر افادي فکر ډیرښت به د غیر ایجادیاتې او غیر تعمیراتې فکر په تولید ته نوره زمینه برابره کړې چې پایلې به یې ټولې سیمې او نړي ته نه جبرنانیدونکې وي.