په ۳۳۴ قبل المیلاد کښې دیونان له نظري سیاست سره دعملي سیاست عروج:
دیونان او نړی په عملې سیاست کښې د سکندر اعظم نوم په لومړنې قطار کښې راتلل پکار دې چاچې له اسکندریې ځخه تر سینده پوري د یوه عظیم سلطنت بنسټ کښېښود او په تاریخ کښې په لومړی ځل دیورپ او اسیا تر منځ د تګ راتګ او د کلتورونو او فکرونو د تبادلې زمینه را منځ ته شوه.
ارسطو د سکندر په استادانو کښې معتبر شمیرل کیږی، د ارسطو علمي او فلسفیانه خیالات د سکندر په سیاسې پالیسیو کښې په پراخه بڼه انعکاس موندلی وو، ارسطو د خپل استاد افلاطون په نسبت زیات استقرایې او تجرباتې وو، د میکانیاتو یوه رساله هم ارسطو ته منسوبه ده، په دی رساله کښې هغه پر صوتیاتو سربیره د کیمیا پر موضوع هم لیک کړی دی،همدرانګه دیونانې طبیعیاتو په لړ کښې ددغه وخت بل نامتو شخصیت ارسټوکسی نوز د موسیقی نظری استاد تیر شوی دی او همدا رنګه لسس ډراټوس هم هغه لومړی کس وو چې د انسانې څیری او بڼې مصنوعې پوښښ یی ایجاد کړی وو.
دارسطو پلار د مقدونیه د بادشاه طبیب وو، دهغه د مکتب و فکر ته مشائیت ویل کیږی،هغه په لومړی ځل دعلم او حکمت صنف بندی وکړه، ارسطاطالیس ته د منطق بانې هم ویل کیږی، د ځمکې د حجم د معلومولو لومړنې هڅه هم ارسطو کړی ده، هغه په عناصر اربعه کښې د یوه بل جوهر ،،ایثر،، زیاتوالې راووست،هغه د ارتقا پر نظریه هم رڼا اچولې ده، ارسطو ته په منسوبو لیکنو لیکنو کښې د غوره نظریاتو تر څنګ دنورو متقدمینو په څیر هغه نظریات هم لیدل کیږی چې اوسنې ساینس هغه نظریات غلط ثابت کړی دې لکه دغور او فکر مرکز زړه بلل، او په نباتاتو کښې د جنسیت نفې کول.
تر کومه چې افلاطون ژوندی وو ارسطو په اکاډیمې کښې شل کاله وخت تیر کړ بیا مقدونیی ته ولاړ او هلته ېې د سکندر روزنه پیل کړه او وروسته له هغه چې سکندر د باچاهې په چارو بوخت شو ارسطو راغې اتن ته او هلته یې بیل مکتب د لیسن په سیمه کښې د لیسې په نوم پرانست، په افغانستان کې اوس هم علمې مرکزونو ته دلیسې په نوم ویل کیږی چې تاریخی لامیولونه یې شته،ویل کیږې چې ارسطو سکندر ته هغه وخت ولیکل کله چې هغه د افغانې سیمو په جنګ بوخت وو چې دختیځ دسیمو مشران او امیران سره تیت وپرک کړه، او دهغه سیمو اولس پر طایفو او خیلو سره وویشه، د ارسطو له نظره له یونانې نژاده خلګو پرته نور انسانان د حیواناتو درجه لري، هغه د خپل استاد افلاطون پر خلاف د غلامې د دود ملاتړی وو او دغلامانو د مساویانه حقوقو سرسخته مخالف وو، هغه د کل مقام لومړنې او دفرد مقام ثانوي باله څکه ېې فرد د دولت تابع ګاڼه او ددولت د اتوریټې د سخت حاکمیت ملګری وو، هغه د افلاطون د هغه ډیموکراسې تائید نه دی کړي چې د دولت په چارو کښې دې د عامه اولس رایه او ونډه څرګنده شې.
دارسطو دځینو ناوړه تعلیماتو اثر وو چې سکندر ته ځان اشرف المخلوقات ښکاره کیده او باالاخره یې دخدایې دعوه هم وکړه، که له یو لوري زموږ په سیمه کښې تر ننه لوړ مکتب ته د اکاډمې (دافلاطونې فکر د مکتب نوم) پر ځای لیسه ویل کیږی نو دا اغیز ي هم تراوسه په پښتنو کښې شتون لري چې پر طایفه بازی او خیل پالني بې ځایه فخر، فساد، جنګ او جګړي کیږی، دا خبره له لیدلو او تجربې اوس هم جوتیدای شې چې که کله له یوه نابلده پښتون څخه د هغه د شناخت پوښتنه دهغه داوسیدنې د سیمه له درکه وکړي نو هغه یو ډول خوشحالې څرګنده کړي او خپله سیمه په ډیره مینه درته وښئ چې زه د پلانۍ سیمي اوسیدونکی یم خو چې کله ورنه دهغه د خېل او پښې تپوس وکړي نو هغه محافظه کاره شې او په خورا احتیاط به درته د خپل خیل په اړه درک او مالومات درکړي او دا هم هغه اثرات دې چې تر ننه زموږ ټولنه ورنه کړیږې او زموږ غلیمانو ورنه ناوړه ګټي پورته کړی دی، مشهور افغان حکمران شیرشاه سوري د خپل دربار په یوه څنډه کښې لیکلې وو چې زما په مخ کښې د قبایلیت خبری مه کوئ او د یوه ملت جوړونې فکر وکړئ.