دری سوه قبل المسیح دور هم د علم او پرمختګ ځلانده دور دی، اقلیدس ددې دور ستوری دي، اقلیدس په هندسه کښې نوښتونه منځ ته راوړل چې اوس مهال هم د اقلیدس او هندسې نومونه د یوبل مترادف بلل کیږی.
پر ارسټې لوس او ټمرکرس سربیره ارسټاکورس د لمر د مرکزیت نظریه وړاندی کړه، ددغه دور یو بل مشهور ادیب او هیئت دان په هیئت او جویاتو کښې یو نظم ویلې دې چې تر ننه مشهوره دي، د اقلیدس او ارسټاکورس د طبیعیاتو لړی له نظریاتو څخه و بصریاتو ته ورسیده.
اقلیدس د رواقې ډلې فعاله غړی وو، رواقې لفظ له رواق نه اخستل شوی دی او رواق شنې ګومبتې ته وایې ، د افلاطون شاګردان به تر دی شنې ګومبتې لاندې ناست وو، او همدارنګه د ارسطو شاګردانو ته مشائیان ویل کیږی چې دا ټکی له مښآ څخه اخستل شوي دی او مشآ ملګری ته واېې دا ځکه چې ارسطو د افلاطون ملګري او شاګرد وو.هغوي پر ریاضې او هیئیت سربیره په هندسې بصریاتو کښې بنسټیز اساسات منضبط کړی دی.
ددې دور یوه بل مفکر سوس ټراسوس د اسکندریې ښار د رڼا کولو لپاره یو لوي منار تعمیر کړ،هیرونیلوس حاکم له بطلیموس نه متاثر او تر بقراط او جالینوس حاکم وروسته په حکمت کې تر بل هر چا زیات مشهوره دی،هغه د انسانې اشراح مفصل بابونه لیکلې دی هغه د مقدم، مآخر او اغشیه دماغ تشریحات وړاندی کړی دی.
دغه حاکم د سترګو د پړدو بحث په خورا دقت سره بیان کړی دی، هغه په لومړی ځل د شریان او ورید توپیر څرګند کړ او هغه نظریه یې رد کړه چې ګواکې په وریدونو کښې د وینې پر ځاي هوا چلیږی.
د مکعب مساواتو د اصول بانې مشهور فیلسوف ارشمیدش هم په دی دور کښې تیر شوی دی،له دی دور وروسته د دوه سوه قبل المسیح دور پیل کیږی ددی دور مشهورترین شخص کیټو المحتسب دی، المحتسب له دی کبله ورته وایې چې دده او دده د کړوسې دنومونو توپیر رامنځ ته شې ولې چې هغه هم کیټو نومیږی او دوخت ماهر حاکم بلل کیږی،کیټو المحتسب په زراعت کښې لیکنې کړی دی، دکرهڼې او باغوانې تر څنګ یې د میوو او غلو دانو د ودې په موخه زرعې اصلاحات بیان کړی دی، المحتسب د روما اوسیدونکې وو او په دې وخت کښې روما هڅه کوله چې د یونان له تسلطه او غلبې ځان خلاص کړې نو له دې کبله المحتسب هم دیونانې فلسفې او طب سخت مخالف وو،هغه د ماشوم د اخلاقې ودی په موخه هم یو وصیت لیکلې دې، کیټو المحتسب د غوره اخلاقې معیارونو د خورولو او خپلولو ملګری وو.
ددې دور یوبل فیلسوف کټیس بیوس د یونان په اسکندریه کښې اوسیده او په لومړي ځل یې آبې او میکانیکې الات ایجاد کړل.
په دې دور کښې د روما د سلطنت او چین تر منځ د وریښمو تجارت د اسیا له لاري پیل شوی وو چې د مغرب او مشرق د اړیکو لومړنې تجارتې تړاو ثابتوي. پاټې ټیوس رواقې فلسفې وو، هغه هڅه کوله چې یونانې علوم او فلسفه په روما کښې ترویج کړی، یوبل فیلسوف هیپاکوس په دغه دور کښې اسمانې کوره تشکیل کړه او داسې الات یې ایجاد کړل ټول دوایر یې په ۳۶۰ درجو کښې وویشل.
اټالوس یو بل نباتاتې عالم او فیلسوف وو چې دزهرجنو بوټو د څیړنې په پایله کښې یې د انسان په تاریخ کښې په لومړي ځل زهر ایجاد کړل.