دعیسې علیه سلام تر زیږدنې وړاندي د څلورم قرن نیمایې دانسانې تارېخ یو داسې پړاؤ دي چې تر ننه یې دانسان د ټولنیز او سیاسې ژوند برخلیک ټاکلې دی په دی دور کښې د انسانې تارېخ ستر شخصیات له سقراطه وروسته افلاطون او ارسطو تیر شوي دې چې ددوي نظریات تر ننه نړي ته دفلسفې په ډګر کښې تل پاته لارښودني کړی دی، افلاطون د سرقراط شاګر دي سقراط په ۴۶۹ کښې ژوند پیل کړی دی، هغه په خپلو نظریاتو کښې د ریالیټک یعنې حقیقې ژوند ملګری وو دچا په هکله چې ویل کیږی چې ده فلسفه له اسمانه ځمکې ته راکوزه کړه. هغه په قناعت بخشه ژوند خوشحاله وو، دهغه د فلسفې لنډیز انسان پیژندنه وه، هغه کاینات هم له انسان سره پرتله کول او ویل یې چې د انسانې وجود په څیر په کایناتو کښې هم دعقل قوه شته، هغه شخصې او فردی سعادت له ټولنیز ي نیمرغې نه پرته  ناشونې بللی دی، د انسانې عقل د حق پسندی د اعتراف په ډول دهغه مقوله تر ننه مشهوره ده چې زه په دی پوه شوم چې زه نه پوهیږم، یعنې په رشتیا چې د یوه لامحدود کایناتې نظام پر وړاندی د انسان علم محدود او  جهل ېې بسیط دی.

دسقراط په فکر دولت  د يو خپلواکې ټولني څخه عبارت دی چې افراد یې په ازاد ډول ورنه بهر او ورته را دننه کیدای شې، هغه په سیاسې نظامونو کښې دغوره اخلاقې معیارونو په رامنځ ته کولو سره د ارتوکراسې او اشرافیت د نظام غوښتونکې وو، هغه په فلسفه کښې یواځې سیاست او اخلاقیات شامل بلل.

افلاطون  یا ارستوکلس په ۴۲۱ قبل المسیح کښې وزیږید، هغه داسې نظریات وړاندی کړل چې نن یې هم مقابله کول اسانه کار نه دی، افلاطون ماهر په ریاضې کښې وو خو مشهور په سیاسې علوم کښې  دی ، په ریاضې کښې هغه د دداسی مربع اعدادو دمالومولو نوي اصول وکښل چې د دوو مربعاتو حاصل جمعه وي،د دوو مربع عددونو په منځ کې یو اوسطی متناسب عدد وي، په افلاطونې اشکالو کښې راغلی دی چې: د دوو مکعب اعدادو په منځ کې دوه متوازی زوایا مجسمات دی چې په تعداد کښې پنځه دی

.افلاطون  دجهان اصغر او جهان اکبر د تصور سره سره د روح وابدیت ته هم قایله وو، هغه په نجوم او موسیقی کښې هم مهارت درلود، دهغه دنظریاتو مکتب ته اکادیمیا یا اکاډمې ویل کیدل چې تر نهه سوه کاله زیات یې پایښت وکړ (په هغه هیوادونو کښې چې دده نظریاتو ته احترام پکښې کیږی تر اوسه تعلیمې ادارو ته داکاډیمې نوم ورکول کیږی) هغه د اټوکراسې (دڅو کسیزو واکمنې) پر ځای د ډیموکراسې (دخلکو حکومت، دخلکو لپاره) ملګری وو، دده تر ټولو مشهور کتاب ربپبلیک دې چې پر سیاسې علومو یې بحثونه کړی دی، هغه د حکومت د اتوریټی یعنې واکمنې تر دې حده ملګری وو چې په کورنې ژوند کښې یی د دولت مداخلت ته جواز ورکاوه، هغه د یوه هیواد د سوکالې په موخه د نړی د نورو هیوادونو سره دسیاسې اړیکو د ساتلو مخالف وو چې په دی توګه د هیوادونو د یوه اوبل په چارو کښې د ګوت وهنې ریښه وایستل سې. هغه د فردی ملکیت هم په محدوده او مشروطه توګه حامې وو.د افلاطون پر فلسفه د تجربیت پر ځای د استخراج رنګ غالب وو.