دیونان طبعي فلسفې خپل پیل له آئیونیه نامي ښار څخه کړی دی، طالیس، انیکسی مانډر، کلیوس ټراټوس، انیکسی مینیز، زینو فینیز او بیا د اطالیا په جنوب کښې فیثاغورث، دا ټول فیلسوفیان په شپږسوه قبل المسیح شاوخوا کښې تیر شوي دی چې د خپل وخت غوره شاعران هم بلل شوي دی. 
دغو ساینس دانانو هڅه کړی ده چې د کایناتو یوه بشپړه توجه او ارزونه وړاندی کړي، که څه هم دهغوي توجیهات د اوس وخت په نسبت زیات نیمګړي دی خو د عقل پر ضد نشی بلل کیداي، ولی بیا هم ددوي په څرګندونو کښی د ریاضي، فلکیاتو ، جغرافیي ، طبیعیاتو، او طب لومړنې اکتشافات او څرګندونې موندل کیږي.
دیونان دزیاترو مهندسیونو تذکري او مخطوطات تر اوسه هم خوندي دی لکه د اناکارسس، ګلوکوس، کرسیفرون او کنسوس او داسی نورو.
دطالیس د زیږیدنې نیټه ۶۲۴ قبل المیلاد ښودل شوي ده، هغه دهندسی دعلم بنسټ ایښی دی دده په نظریاتو کښې دا هم شته چې د کایناتو اصل اوبه دي د مقناطیسې ډبری موندل او دفطرت د قوانینو لومړنې کشف هم ده ته منسوب دي.
انیکسې مانډر په ۶۱۰ قبل المیلاد کښې سترګې غړولې دی ویل کیږی چې هغه د حرارت د ساعت لومړنې ایجاد ګر دي.
دهغه له نظریاتو یو داده چې دده په اند یو غیر معین اپیرون دهر شی اصل دي.
کلیوس ټراټوس بیا یو فلکیاتې نظم لیکلی دی او همدا سړی د سیمو دعلاماتو او دالبروج او کبیسات د اته کلنې دور رواج ایښودونکې دی.
انیکسې مینیس واېې چې دهرشی اصل دهغه شې پر کثافت او یا لطافت ایښودل شوي دی.
هغه دا هم ویلې دی چې سیارګانو ته هوا تکیه ورکړی ده او خپله رڼا له لمر او سپوږمې نه تر لاسه کوي.
زینوفینیس دا نظریه وړاندې کړی وه چې د ځمکه وچه برخه کله ناکله د اوبو تر سطحې لاندي پاته شوې ده او همدارنګه د وحدت (وحدت الوجود) د فلسفې موجد هم دغه کس بلل شوي دی
مشهور فلسفې فیثاغورث د ریاضې او هندسې ماهر ګڼل کیږی او په هندسه کښې یې یو لړ اکتشافات کړي دی هغه هم دا رنګه د اعدادو د نظریې، د صوتیاتو د ریاضیاتې مطالعې بانې هم ګڼل کیږی، دځمکې دکروي تصور لومړنې بانې هم فیثاغورث بلل شوی دی.
تیوډوروس فلسفې د تعمیراتو ماهر هندسی عالم او ایجادګر بلل شوي دی هغه د ظرف جوړونې او په تعمیراتو کښې د موادو د سختولو د ترکیبونو بانې هم ګڼل شوی دی.
یپالې نوس د ابو د تیرولو لپاره دنل جوړونې بانې بلل شوي دی