دیونانې طبیعیاتو تاریخ (دوهمه برخه، قانون او موسیقي)
دعیسې علیه سلام تر ږیدیدنې اووه سوه کاله وړاندې دلس بوس اوسیدونکی ټیر پانډر د یونان موسیقي ته پرمختګ ورکړ، دیونان په اسپارټا ښار کښې یې د موسیقي د زده کړي په موخه یو مکتب پرانست چې د موسیقې لپاره دا دانساني تاریخ لومړنی مکتب وو، د موسیقې د فن دغه بابا آدم په موسیقې کښې یو لړ لوي اصلاحات راوستل چې دهغي له جملي څخه یو هم قیثاره وه چې له وړاندې یې لا اته تاره درلودل.
هغه د پیماني په اخر کښې یوه پړده بله ور اضافه کړه او بیا یې له لوړي څخه دریمه یعنې د یوي پړدي پریښودلو وروسته یې سپتک پکښې پیدا کړ، ټیرپانډر همدارنګه له قیثاري سره سره د غزل ویلو فن ته هم پرمختګ ورکړ او دهغه لپاره یې څه اصول هم ولیکل.
همدارنګه دیونان دقوانینو لومړنې ټولګه هغه ده چې لایې کرګس په لومړی ځل د یونان په اسپارټا کښې نافذ کړي وو د روایاتو تر مخه ددی قوانینو د ایجاد نیټه اته سو اته څلویښت قبل المیلاد ښودل شوي ده، د اسپارټا دغه قوانین غیر مکتوب وو، ولې چې دلای کرګس دا حکم وو چې باید دغه قونین قلم بند نه کړل شی.
دغه قوانینو د یوه بشپړی قانونې تحریری ضابطی شکل هله غوره کړ کله چې په اوومه قبل المیلاد پیړی کښې زلي کوس دجنوبې اټالیا د ښار لوکری آپزپراي لپاره په لومړی سر کښې د قوانینو یوه مجموعه ترتیب کړه چې ددی هیواد پر ځینو سیمو تر پنځمې قبل المیلاد پیړی پوری نافذ وو، د قریطش ډیر پخوانې مکتوبات هم شاید په دی وخت لیکل شوی وی همدا ډول د ثانوي قوانینو تر ټولو غټه ضابطه هغه ده چې د په ۶۲۱ قبل المیلاد کښې د ډراکون په نوم شایع سوي ده.
د یونانې قانون لپاره تر ټولو غټ مآخذ زموږ لپاره د ارسطو کتاب د ایثنه دستور دي، چې لومړنې نسخه یې په کال ۱۸۹۱ عیسوي کښې ایف جې نویان له لندنه خپره کړی ده.
ساينس