دیونانې طبیعیاتو تاریخ،(لومړنۍ برخه طب او جغرافیه)
ویل کیږې چې دبایبل فلکیات دومره لرغوني دې چې زمانه یې دعیسې علیه سلام تر زیږیدنې هم دری زره کاله وړاندې اټکل شوی ده، د اونې د اوو ورځو ټاکل او د شواروز په دولسو دولسو ساعتونو تقسیمول هم د بایبل د علماوو ایجاد بلل شوی چې دلمر او زهره سیاری د ختلو او لویدلو له حساب نه یې ترتیب کړی وو.
دا علوم بیا په کوم وخت کښې یونان ته نقل شوي دې او یا له بایبل نه قدیم مصرته او بیا له هغه ځایه یونان ته؟ خو اټکل دې چې دا کار په یوځلي نه وې شوی او په اوږده زمانه کښې به ترسره شوي دی، البته د یوناني علومو لومړنی اساس هیومر ایښی دی، دده وخت د عیسی علیه سلام تر زیږیدنې ۹۰۰ کاله وړاندې اټکل شوی دی، دده اثار چې عبارت دی له طبې او جغرافیایي علومو څخه، په منظوم شکل کښې لیکل شوي دي، دده اثار په لومړی ځل په ۱۷۹۵ قبل المیلاد کښی فریډرش اوګسټ د هیومر د مقدمي په نوم په یوه تصنیف کښې راټول کړي دي.
افلاطون هغه ته د یونان د معلیم لقب ورکړي دي، په معاصرو لیکوالانو کښې جارج سارټن د ساینس دتاریخ په مقدمه نومي کتاب کښې هغه د علم با الحواس بانې نومولی دی، د سټوري آف سیولایزیشن مصنف ول ډیورانټ چې کله د خپل نوي کتاب (د انساني تاریخ تر ټولو عظیم ترین ذهن او نظریات) باب بندي کوله نو لومړي یې لس عظیم شاعران لیکلي دي او په هغو کښې یې لومړنی مقام هیومر ته د هغه په اشعارو کښې دغوره مطالبو او غوره علمي نوښت له امله ورکړي دی.
هم دارنګه دانسانې تاریخ تر ټولو لرغونی مذهبې کتاب مهابهارت چې په ویدونو کښې تقسیم دې هم په غزلیاتو کښې لیکل شوی دي، همدا رنګه مقدس کتاب زبور هم په شاعرانه اسلوب کښې نازل شوی یا لیکل شوی دی.
دلرغوني مصر د تمدن لرغونتوب تر یویان زوړ دي خو د پیل د زماني اټکل یې نه دي شوي، زموږ د دین اسلام او عیسویت له نظره خو لومړنی انسان حضرت بابا آدم علیه سلام دي او هم هغه د توحید د عقیدی بانې دي ولي معاصر لیکوالان د اسرایلو عموص پیغمبر د توحید د عقیدی بانې ښیی.
تر هیومر وړاندی یونانې تصنیفات هم داسرایلو په څیر د نصیحتونو او مذهبې وړاندوینو مجموعی دی، د عیسی علیه سلام د یوه ولې یا رسول (پولوس) په قول چې یهود د ایاتونو غوښتونکي وو او یونانیان د حکمت غوښتونکې، د یونانیانو دلچسپې په اثباتې علومو کښې وه او د بنی اسرایلو په الهامي او اخلاقي علومو کښی.د مصري او یونانې حکمت پیل:
دساینس او حکمت تاریخ:
لومړی برخه، (یونانې طبیعیاتو تاریخ)
که څه هم د یونانې علومو لړي له بایبل سره تړاؤ لري خو دا جوته نه ده چې په حقیقت کښې به د مصري علومو څومره برخه یونان ته نقل شوی وي البته د یوناني علومو لومړنی اساس هیومر ایښی دی، دده وخت د عیسی علیه سلام تر زیږیدنې ۹۰۰ کاله وړاندې اټکل شوی دی، دده اثار چې عبارت دی له طبې او جغرافیایي علومو څخه، په منظوم شکل کښې لیکل شوي دي، دده اثار په لومړی ځل په ۱۷۹۵ قبل المیلاد کښی فریډرش اوګسټ د هیومر د مقدمي په نوم په یوه تصنیف کښې راټول کړي دي.
افلاطون هغه ته د یونان د معلیم لقب ورکړي دي، په معاصرو لیکوالانو کښې جارج سارټن د ساینس دتاریخ په مقدمه نومي کتاب کښې هغه د علم با الحواس بانې نومولی دی، د سټوري آف سیولایزیشن مصنف ول ډیورانټ چې کله د خپل نوي کتاب (د انساني تاریخ تر ټولو عظیم ترین ذهن او نظریات) باب بندي کوله نو لومړي یې لس عظیم شاعران لیکلي دي او په هغو کښې یې لومړنی مقام هیومر ته د هغه په اشعارو کښې دغوره مطالبو او غوره علمي نوښت له امله ورکړي دی.
هم دارنګه دانسانې تاریخ تر ټولو لرغونی مذهب کتاب مهابهارت چې په ویدونو کښې تقسیم دې هم په غزلیاتو کښې لیکل شوی دي، همدا رنګه مقدس کتاب زبور هم په شاعرانه اسلوب کښې نازل شوی یا لیکل شوی دی.
دلرغوني مصر د تمدن لرغونتوب تر یویان زوړ دي خو د پیل د زماني اټکل یې نه دي شوي، زموږ د دین اسلام او عیسویت له نظره خو لومړنی انسان حضرت بابا آدم علیه سلام دي او هم هغه د توحید د عقیدی بانې دي ولي معاصر لیکوالان د اسرایلو عموص پیغمبر د توحید د عقیدی بانې ښیی.
تر هیومر وړاندی یونانې تصنیفات هم داسرایلو په څیر د نصیحتونو او مذهبې وړاندوینو مجموعی دی، د عیسی علیه سلام د یوه ولې یا رسول (پولوس) په قول چې یهود د ایاتونو غوښتونکي وو او یونانیان د حکمت غوښتونکې، د یونانیانو دلچسپې په اثباتې علومو کښې وه او د بنی اسرایلو په الهامي او اخلاقي علومو کښی.
02.02.2011
- حليم شملزی
زموږ پښت پو هان او نسب پيژندونکي د شملزيو يا شمولزيو دقبيلې خلک غلجي پښتا نه او دتو خو دقبيلې يو ښاخ ګڼي٠ د شملزيو دقبيلې خلک دزابل ولايت د شملزيوپه ولسوالۍ ، دغزني په ولايت ، دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې چې زرمله يې هم بولي او دنيمروز ولايت دکنګ په ولسوالۍ کې استو ګنه لري٠ (١)
دزابل ولا...
20.08.2012
- حليم شملزی
دیونانې طبیعیاتو تاریخ (دوهمه برخه، قانون او موسیقي)...