دیونانې طبیعیاتو تاریخ (څلورمه یمه برخه)
د پنځمې قبل المسیح پیړی نامور یونانې شخصیات چې عبارت دې له طبیبانو ، هیيئت دانانو، فلکپوهاندو، او دسروزرو او ارزښتناکه ډبرو د کانونو د موندونکو پوهاندو څخه یو هم انیکساګورس دي، ده په لومړې ځل د نیل پر دریاب باندې د اوبو د څپو دمد وجزر اصول په نښه کړل او کومه ارزونه چې یې کړی وه هغه دومره صحت لرې چې تر اوسه مقبوله ده.
ایپې کارموس دفیثاغورث له فلسفې څخه متاثره دې په ۴۸۴ قبل المسیح شاوخوا کلونو کښې یې ژوند کاوه، ده په یوناني شاعري کښې د تمثیل نوښت کړې دې، دې د یوناني فرحیې د موجد په توګه هم پیژندل شوې دی.
هرا کلیټوس هم ددې دور سړې دی دده په آند دکایناتو اصل اور دي ، هرشې په حرکت کښې دې د څیزونو او واقعاتو د عدم توافق په ژوره کښې یو لوي توافق پټ دې چې ورسره هر تغیر د یوه هر اړخیز قانون سره سم تر سره کیږی.
پارمینډیس هم یو اطالوی فیلسوف او عالم دې، دده له انده دنړې او کایناتو هرشې یو غیر متحریک او په مسلسل شکل کښې موږ موندلې او لیدلي دې، چې تر شاه هېڅ بل علل او معلول نلري، دده دې تفرېطی نظریې د تحقیق تر څنګ د تشکیک فلسفه هم وزیږوله، دی د ځمکې د کورویت هم قایله وو او همدارنګه ېې ځمکه پر پنځو برخو ویشله ګڼلې ده، ده وړاندوینه کړې وه چې دا کاینات دثقل پر یوه مرکز راګرزی او ځمکه ددې تمرکز مرکزه ده.
کله چې انسان د هغه یوه پیر بیلابیلې نظریې وګوري چې اکثره دیو بل په تضاد کښې دی نو دهغه وخت دفکر دتنوع او دهغه وخت دحاکمانو د فکرې نوښتونو دتعدد اندازه تري په ښه توګه کولای شې.
زینوایلیایی د پنڅم قرن قبل المسیح یو بل حکیم دې چې واېې، د تغیر او کثرت له اثبات څخه تعارض منځ ته راځې او دحرکت وعدم حقیقت ته زه قایله یم.
دهیپون په اند بیا دکایناتې اصول اصل رطوبت او لوندوالې دې، ده له دې نظریې په طب کښې هم په پراخه پیمانه کار اخستې دی.
ایکساګورس هم ددې دور شخصیت دې د هغه له نظره په کایناتو او موجوداتو کښې هیڅ یو شې نه څوک موجودوالې شې (لکه په ننې ساینس کښې د مادې د بقا نظریه) او نه هم معدومولاې، دا کاینات د بی شمیره تخمیناتو یوه هیولا ده، ددې تشکیل او ترتیب د ذهن له محوري حرکت نه پیلیږی.
ده د حیواناتو د بدني او عضویاتي اشراح او سپړنې تر څنګ د انسانې دماغ د اشراح په مورد کښې هم لیکنې کړی دی ده په انسانې دماغ کښې د افقې جوفونو انکشافات کړې دې، دده په طبې سپړنو کښې د ژړی او سیاصفرا تشخیص هم موندل کیږی، ده همدارنګه د فلکیاتو په ډګر کښې د کسوف او خسوف هغه نظریه وړاندې کړې ده چې دنن ورځې د ساینسدانانو مشاهده هم کټمټ هم هاغه ده.