د زابل ولایت د جنوبي پښتونخوا سره پر پوله پروت هغه ولایت دي چی اکثریت وګړی یې د توخو او هوتکو په پښتني قبیلو پوري تړاو لري ، ددي دوو قبیلو ترڅنګ نوری پښتني قبیلي لکه ناصر ، سلیمانخیل، خروټي ، کاکړ او نیازي هم اوسیږی همدارنګه  د دراني پښتنو ځیني قبیلي هم ددي ولایت له کندهار سره پر پوله پرته سیمه ښار صفا کښي اوسیږی، په دی ولایت کښي ډ‌یر لرغوني ټاټوبی او مخور تاریخي پښتانه مشران او اتلان تیر شوی دي . زابل ولایت هم دغرنی ولایتونو په کتار کښي راځي چي ددوو مشهورو سیندونو ترنک او ارغنداب درلودلو سره سره  زراعتي اوبه او ځمکي کمي لری، ارغنداب هغه رود او سیمه ده چي یادونه ېې د رګوید په غزلو کښي هم شوي ده او ددي سیند پر غاړو د اریایانو د یوه لوي جنګ قیصه په رګوید راغلي ده . دوګړو روزګار یي په مالداري او کرهڼي پوري تړلي دي ددی ولایت ځیني کسان د ژمي په یخنیو کښي د کارونو دنشتوالي له کبله ګاونډی ولایتونو او هیوادونو ته هم ځي.

دلوبو په ډګر کښی ددي ولایت تر ټولو په زړه پوري دغیږنیوني لوبه ده چی هر کال ورته له ګاونډی هیوادونو او ولایتونو څخه پهلوانان او سیلانیان راځی. په دي وروستیو کښي کرکټ او فوټبال هم مینه وال پیدا کړي دي. ددی ځاي د اوسیدونکي رسم ورواج د ګاونډیو ولایتونو له دودونو او رواجو سره زیات توپیر نه لري دلته دکال دهر موسم سره خلګ خپل ژوند په لږ څه بدلون سره پر مخ بیایي او غواړي چی دهر موسم له میوو دانو او دلمر له وړانګو او شنو سایو څخه خوند واخلي.

د مني په ورځو کښي دژمي لپاره دخاشاکو د راټولولو ترڅنګ خلګ د لاندي دود هم تر سره کوي تر څو دژمي په سړو ورځو کښي له وچو غوښو څخه خپل د بدن غذایي اړتیا پوره کړي په ځینو سیمو کښي د واورینو ورځو په جریان کښي د تازیانو په وسیله دښکار رواج هم شته.

په ژمي کښي چي کوم کسان پر کورونو پاتي وي هغوي په لري پرتو سیمو کښي یو بل ته دمیلمستیاوو ترڅنګ دقیصو او میلو محفلونه هم نیسي ، دپسرلي په رارسیدلو سره خلګ خپلي د اوسیدلو کوټی پاکوی او رنګوي یي چي دعصري رنګ دنشتوالي په صورت کښي له سپیني خاوري څخه هم کار اخلي، دپسرلي په ورځو کښي د مالدارو او کروندګرو  کارونه زیاتیږی د ژمي له اوږدي هوسایني وروسته د کارونو د پیلیدا سره سره دمستو ، شیدو او کوچو پریماني وی او هم د شنو دښتي سابو تر څنګ ځیني میوی هم له نورو ګرمو سیمو څخه رارسیږی د پسرلي په موسم کښي ترټولو سخت کار د ویالو پاکول دي.

ددوبي پر غرمو کښي خلګ د ارام او ویدلو په وخت کښي دسړو خونو او شنو سایو انتخاب کوي او د شپی له لوري پر وړو بامونو او تنګاچو باندي کښينی او ویدیږي.  ددوبی سخت کارونه لکه اوبه لګول او لو کول دي په دوبی کښي دخلګو اقتصاد او دمیوو دانو دشتون اندازه زیاتیږی، دمني په رارسیدلو سره خلګ دبادامو او کشمیشو حاصلات خرڅوي چی ددوي دکال نقدي سرمایه پوره کوي او همدارنګه د غنمو د اوړه کولو سره هغه خوندي کوي په دي وخت کښي په ځینو سیمو کښي باراني غنم او پالیزونه هم کرل کیږي او همدا دمني اړین کارونه دي چي باید وشي ، ددي ترڅنګ ځیني خلګ په کلو او ښارونو کښي تجارت او کاروبار هم کوي چي عمده کاروبار یی د کالیو او خوراکي توکو پلورل دي په دي ولایت کښي د برق د نه شتول له کبله صنعت نه دي رواج شوي یواځي په مرکزي ښار قلات کښي اوس څه ناڅه برق شته، ددي ولایت ځیني وګړي عربي هیوادونو ته هم دمزدوري له پاره ځي ددي ترڅنګ ټکټرواني او موټرواني هم د ځینو روزګار دي . دځمکو داخستلو او خرڅولو دود په ښارونو کښي زیات دي خوپه کلیوالو سیمو کښي بیا پلرني ځمکه خرڅول عیب بلل کیږي چي باید بی له سختو اړتیاوو پرته ونه پلورل شي .

دزابل اوسیدونکي ډیری له ښاره په لري سیمو کښي اوسي ددي ولایت د واده او کوژدني دود داسي دي چي هلک او جنکيو ته په کم عمر ودونه کوي چی له شپاړسو کلونو نیولي تر شلو کلونو پوري وي د کوژدني پر وخت د هلک له لوري خپلوان دهلک له خوښي پرته دهغه د میرمني غوراوي لومړي پخپلو قریبانو یا ګاونډیانو کښي کوي او هڅه کوي چي له یوی داسی کورني کښي دوستي وکړي چي اقتصادي وضعه یي له دوي سره مساوي وي خو په ښاري سیمو کښي بیا ځیني خلګ دهلک خوښی ته ګوري او هڅه کوي چی ترځان په اقتصاد کښي مساوي او یا کمو خلګو کښي زوي ته واده وکړي . دنجونو څخه دخپل ژوند دملګري په غوراوي کښي پوښتنه نه کیږي او هڅه کیږي چي خور او لور په داسي کورني واده کړي چي اقتصادي وضعه يي تر دوي ښه وي خو په ښارونو کښي بیا ځیني خلګ تر یو حده د لور خوښي او دهلک وعلمي سویي ته هم ګوري . دوړو جینکیو وده ول او یا په بدو کي د ښځو او وړو جینکیو ورکول اوس تر ډیره بریده ورک شوي دي .

دجینکي د کورني له لوري هڅه کیږي چي خپلی خور او لور ته ډیر ښه او دزیاتو توکو لرونکو کورني سامان چی (کور) ورته ویل کیږی ورکړي. د ولور اندازه د نورو پښتني سیمو په نسبت مناسبه ده ناوي ته دزرو ورکول ډیر کم رواج لري خو داغوستني کالي یي زیات وي . په ښارونو کښي زوم تر واده وروسته د خسر د کورني له لوري تر زیاتي مودي پوري د کال په خاصو ورځو کی په ځانګړو  ډالیو سره نازول کیږي ولي په صحراوو کښي بیا دا دود ډیر کم دي. دطلاق ورکولو دود ډیر لږ لیدل شوي دي او همدارنګه دښځو دوژلو او توهینولو ناوړه دود هم دنه شتون برابردي په ځینو شتمنو کورنیو کښي ددوهم واده رواج هم شته، زیاتره خلګ لویه کورني یعني زیات اولاد خوښوي چي تل په اتفاق کښي واوسي . په کورني کښي دنورو پښتنو سیمو په څیر پلار واکدار وي . د زابل د اولسونو او قومونو ترمنځ د شخړو او صلا مشورو پر وخت اوس هم د جرګو مرکو دود غښتلي دي چي د دوو مخالیفو ډلو اختیار دریم بی طرفه فریق ته ورکول کیږی، په تاوانونو کښي دنقدي پیسو ورکول او د پسونو ور وستل رواج لري . داخترونو په دودونو کښی یو دادي چي ددی سیمي خلګ زیاتره نوي کالي چی خړ او سنګین رنګ ولري اخلي او د اختر دورځو په مراسیمو کښي یواځي یوه جوړه کالي اخیستل کیږي ، عموما په میلمستیاوو کښي وریجي او غوښي پخول کیږي او په دي سره دمیلمستیا دود پوره ګڼل کیږي د ډوډي پروخت دشلومبو څیښل زیات رواج لري په چایو کښی زیاتره شني چاي څیښل کیږي . ددي سیمي خلګ دماښام دډوډی خوړلو وروسته ژر ویدیږي. په اوسني دور کښی د موبایل او تلویزون رواج زیاتره په ښاري سیمو کښي راپیدا شوي دي چی  دخلګو په دودیزو کړو وړو او دجامو په ډولونو کښي ېې توپیرونه راوستلي دي . په کلیوالي سیمو کښی لا اوس هم دپګړي (لنګوټی) تړل رواج دي .اوس هم ددي ولایت په پښتني ټاټوبي کښي دهیواد ساتني او هیواد پالني جزبي شتون لري ددي تر څنګ داسلام داساساتو او ځینو بنسټیزو دودونو په خوندي توب کښي اکثره خلګ زیات حساس دي .