غزل، حلیم شملزی کابل

 

دلته رڼاوی وژل کیږی دتیارو دلاسه

بیا په جنت اور لګیدلی د پردو دلاسه

 

داچی په وران ګود کی نه وینم دپیغلوپلونه

اوبه له پاسه خړی شوی دزلمو دلاسه

 

بورا تکل دالووت نه کوی ناهیلی ښکاری

دګل خصلت دی بدل شوی د ازغو دلاسه

 

په تخیل کی می انځور ستا دښایست ماتیدو

سپینی پنډی وی ستر شوی د پایڅو دلاسه

 

نن په حرم کی بیاژوندی بت په ګدی کښیناستو

حلیمه اور سهی کعبه د اسمانو د لاسه