غزل (حلیم شملزی کابل)
دفنا لوبه د بقا مستی ده
په منځ اره یم داشنا مستی ده
دونو څانګو رارویان رابلل
نژدی خبر شول دهوامستی ده
لاس می ترشاکه دغه وخت تړلی
ولاړ په دار یم دا دچامستی ده ؟
دژوند ګړنګ ته چا دیکه راکړی
دامی دپلار که دبابا مستی ده
دۍ ودطن پرهر خاموشه ګویا
امریکا ستا که دمولا مستی ده
دغزل مستو څپو یووړو حلیم
ترشراب تنده دوینا مستی ده
27.11.2009
- حليم شملزی
لوی اختره
ای دخوښیو ډکه لوی اختره
ماته راځی دوینو بوی اختره
ډیرو په لاسو دی نکریزی ایښی
پښتنی څاری لار دزوی اختره
څوک به دیوبل کره ځی دورځی
مونږ مسافر به کړو سلګی اختره
ده...
23.01.2010
- حليم شملزی
غزل، حلیم شملزی کابل
دلته رڼاوی وژل کیږی دتیارو دلاسه
بیا په جنت اور لګیدلی د پردو دلاسه
داچی په وران ګود کی نه وینم دپیغلوپلونه
اوبه له پاسه خړی شوی دزلمو دلاسه
بورا تکل دالووت نه کوی ناهیلی ښکاری
دګل خصلت دی بدل شوی د ازغو دلاسه...