لوی اختره
ای دخوښیو ډکه لوی اختره
ماته راځی دوینو بوی اختره
ډیرو په لاسو دی نکریزی ایښی
پښتنی څاری لار دزوی اختره
څوک به دیوبل کره ځی دورځی
مونږ مسافر به کړو سلګی اختره
ده چی نیولی د کعبی پړده ده
توره بلا ده توریی خوی اختره
حلیمه هغه ورځ به لوی اختر وی
چی شی نصیب موسوکالی اختره
16.11.2009
- حليم شملزی
تر تاریخ دوړاندې دور چی تقریبا ۱۵۰۰ قبل مسیح شاوخوا کیږی یواځې درګ وید هندې مذهبی کتاب شته دی چی دا دسندرو په شکل کښی دانسان د تاریخ لومړنی یوه تاریخی مجموعه ده چی مونږ ته د پښتنو دځینو قبیلو ، سیندونو او سیمو نومونه راښیی . له دې نه وړاندې دانسان دغاری ژوند یعنی دښکاری دور بیلګې د هندوکش او بامیانو دغرونو په سمڅو کښي موندل شوی دی . له دی هم وروړاندې دور چی د لکونو کلونو دانسانی ژوندون بهیر په بر کښی نیسی ددی لا تراوسه موږ کوم درک ن...
14.01.2010
- حليم شملزی
غزل (حلیم شملزی کابل)
دفنا لوبه د بقا مستی ده
په منځ اره یم داشنا مستی ده
دونو څانګو رارویان رابلل
نژدی خبر شول دهوامستی ده
لاس می ترشاکه دغه وخت تړلی
ولاړ په دار یم دا دچامستی ده ؟
دژوند ګړنګ ته چا دی...