تر تاریخ دوړاندې دور چی تقریبا ۱۵۰۰ قبل مسیح شاوخوا کیږی یواځې درګ وید هندې مذهبی کتاب شته دی چی دا دسندرو په شکل کښی دانسان د تاریخ لومړنی یوه تاریخی مجموعه ده چی مونږ ته د پښتنو دځینو قبیلو ، سیندونو او سیمو نومونه راښیی . له دې نه وړاندې دانسان دغاری ژوند یعنی دښکاری دور بیلګې د هندوکش او بامیانو دغرونو په سمڅو کښي موندل شوی دی . له دی هم وروړاندې دور چی د لکونو کلونو دانسانی ژوندون بهیر په بر کښی نیسی ددی لا تراوسه موږ کوم درک نه دی موندلې او تش پر قیاسونو مبنی نظریات دی چی تکیه ورباندی کیږی . د انحطاط نظریه او مذهبی عقاید په دی باور لرې چی لومړنی انسان په علمی ، عملی او تهذیبی توګه بشپړ وو او دوخت په تیریدو سره په انسانی اخلاقو او معاشرت کښی انزوا رامنځ ته شوی ده په دی اساس اوسنی دور تر ټولو بد دور بلل کیږی . ولې د ارتقا نظریه چی ډاروین ددی نظریی په بانیانو کښي شمیرل کیږی په دی باور دی چی انسانی ژوند تر حیوانې ژوند وروسته پیل شوی دی او انسان دهغو بیزوګانو اولاد دی چی د اوسنی انسانانو ډیر مشابه وو ، اواوس یی نسل له منځ تللی دی او په انسانانو اوښتی دی . ددوی په باور چی د یوی لویی زمانی په تیریدلو انسانی ژوند په ډیر ورو ورو د تهذیب او تمدن جامه اغوستې ده او داسانی شرف مقام یی حاصل کړی دی لومړنی انسان وحشی ظالم او درنده صفته وو ولی وروسته انسان اصلاح شوی دی او تر اوسه پوری لاهم له انسان څخه دحیوانیت د جینیټک اثراتو له امله داسی غیر انسانی افعال صادیږی چی بربریت او ظلم ترسره کوی خو ولې اوسنی دور تر ټولو وړاندی دورونو په تهذیبی توګه دانسان د پرمختګ دور دی . لومړني انسان له حیواناتو زیات توپیر نه درلود ولې وروسته یی دخپل عقلی قوت په زور دښکاری ژوند نه زرعی ژوند ته پرمختګ کړی دی د نباتاتو او میوو غلو له خوراک سره یی عادت نیولی دی . ټولنیز ژوند یی اختیار کړی دی او دغرونو له سمڅو څخه راوتلۍ اود ابی زخیرو ترڅنګ یی وژوند کولو ته ادامه ورکړی ده له عقلی پرمختګ سره سره انسانی جسمانی بڼی تغیر او پرمختګ هم ورو ورو په تدریج سره کړې ده . د انسان دعقلی پرمختیا راز دده په وړاندې دتجربی او مشاهدی پر بنسټ د څیزونو دکیمیت او کیفیت له پرتله کولو څخه دعلم په شکل کښی په لاس راوړې دی چی دمربوطو نتایجو نه یی علمی لړی په ذهن کښی ځای کړی ده .
او په دی کار کښی د انسان سره بنسټیز رول دده لاسونو هم لوبولې دې که چیری دانسان دلاسونو ساخت په دی ډول نه وای نو انسان علمی او پرتلیز علمی پرمختګ نشو کولای . همدا رنګه دانسانی دماغ ساخت له نورو حیواناتی دماغې سسټم څخه ډیر خوندې ، متنوع او طاقتور دی دانسان د دماغې خلیاتو د هوا (ټیمپریچر) څرنګوالې او ددماغې خلیاتو ارتباتی اړیکی چی د تنفس او تغزیی په ډګر کښی یی یوه خلیه له بلې سره لری د تنوع له امله د حیواناتی دماغی سیسټمونو څخه بیل دی اودا تنوع دښه والې توپیر لری .
دانسانی ژوند کیفیت له پیل څخه تر راوروسته دور پوری یعنی دغار د ښکاری ژوند تردور پوری له قیاساتو نه اخستل شوی دی .د حضرت ادم یاپه بله اصطلاح حضرت لومړنې انسان په اړوندکه څوک دعوی کولای شی نوهغه پښتانه داویلای شی چی هغه زمونږ له ټاټوبی ژوند پيل کړی دی . دلومړنې ژوند اثار لکه د ورک شوو حیواناتو مثلا ډاینوسار هډوکې زمونږ له پښتنې وطن نه ترلاسه شوی دی د قرآن په تفاسیرو کښی چی زیاتره پکښي له تاریخ نه استفاده شوی ده دادم ع له جنته دراکښته کیدلو ځای سرهند یا مالدیپ ښیی ولی دا خبره قرین قیاس نه ده ځکه چی دلومړنې انسان دسرپناه لپاره چی له نورو حیواناتواو ژوو نه دپټنځای ولری ددی لپاره ښه پټنځاې دغورستان او هندوکش غرونه وو همدارنګه دښکارې دور د انسان دژوند ټول اثرات دلته موندل شوی دی نه په هغه ځمکو کښی چی تفسیرونه یی د تاریخو پر بنسټ وینا کوی هغه دپښتنو ټاټوبۍ ده .
همدارنګه دارتقایی نظریی پر بنسټ دلومړنی انسان د سواحل سمندر نه دژوند پیل هم له دی خاوری او لوړی سطحی څخه ممکن وو ځکه چی دهند لویه وچه د جغرافیی دعالمانو له قوله په اوبو کښی ډوبه وه همدارنګه که کومه ژبه د نورو ژبو دمور دعوا کولای شی نو هم هغه دعواهم پښتو کولای شی ځکه چی انسانی نسل د مهاجرتونو ، سفرونو ، او لښکرونو په شکل کښی له همدی ټاټوبی کوچیدلی دی اریایان که وروسته راغلې او فتوحات یی کړی دی نو سوال دادی چی جنګ یی له چاسره یی کړی دی دپښتنو د بنی اسرایل توب خو سوال نه پیداکیږی ځکه کومه قیصه چی پښتون دښمنه لیکوالانو دمغولو او انګریزانو او بیا دهغو د وارثانو پنجابی استعمارګرو په خوښه لیکلې ده دا افسانه په تورات کښی هیڅ ذکر نلری او نه هم د پهټان او بتحان په لفظ کښی څه هغه حقیقت شته کوم چی دوی یی بیانوی . هندیان ځکه پښتنو ته پهټان وایی چی پښتانه لومړی دهندپه پتیانه کښی اوسیدل هندیانو لومړی پتیانان او بیا پټانان وبلل نور څه ددی خبری اصل نشته او کومه خبر چی په خالد پسی تړلی شوی ده نو داهم مطلق زیاتوب دی خالد چی غور دعوتونه لیږل نوولې یی لومړی د مدینی بنی اسرایلو ته دعوت نه ورکاوه چی اسلام ته واوړی ، دنبی داوینا چی پښتو یی یووار ددوزخ ژبه بللی او بیا یی بیرته تلفظ پری کړی دی هم په نبی پسی یوه افترا اوخندا ده . او تر ټولو اهمه دا چی په نبوی حدیثو او اثارو کښی ددی واقعی هیڅ ذکر نشته او حال داچی دا دومره غټه خبره پیښه شوی وه . نه دبخت نصر په حالاتوکښي د تورات دواقعاتو دبیان له مخی داسی څه ثبوت شته چی بنی اسرایل دی له بخت نصر نه تښتیدلی وی او په غور کی دی پناه اخستی وی .
بلکه بخت نصر بنی اسراییل ډیر زیات وژلی وو . بل که باالفرض څوک تښتیدلی او مهاجر دپښتنو سیمو ته راغلی هم وی نو چا ته یی پناه راوړی وه ؟ دلته څوک وو چی دوی ته یی امان ورکړی وو ؟ داسی خبری تش دپښتنو دخپل اصلیت نه دګمراه کولو په غرض کیږی نور څه نشته . که څه هم د پښتنو تاریخی محقیقینو په آند پښتنه سیمه تر اریایانو پخوا هم د انسانی استوګنی مرکز او بنسټ وو ځکه چی اوسنی یورپ او هند په هغه وخت کښی یعنی تر تاریخ په زرګونه کاله وړاندی تر اوبو لاندی وو . دهندوانو دعقیدی پر بنسټ لومړنې انسان برهما وو چی دانسانانو د ښواخلاقو د ذده کړی لپاره یی خپل اولاد ته مهابهارت په نوم کتاب ولیکلو او بیا ډیره موده وروسته د مهاربهارت نه څلور ویدونه جوړ کړل شول او رګوید چی د اریایانو مذهبی تصورات او کلتوری ژوند ژواک یی منعکس کړی دی دعیسی ع له پیدایښت څخه ۱۴۰۰ سوه یا ۱۵۰۰ کاله مخته ترتیب شوی دی که چیری رګوید د برهما دکتاب شرح یا لنډیز وی بیا خویی تاریخ زرګونه کاله تر تاریخ وړاندی اټکل کیدای شی . د ډیرو عالمانو په اند ددی وید زیاتره سندری دهندوکش په لمنو کښی ویل شوی دی . رګ وید پښتانه د اریایی قبیلو په لړ کښی د پکتها او پکته په نومونو یادکړی دی او دهغوی درب النوع نه یی بحث کړی دی . همدا رنګه رګ وید دیوه مشهور جنګ قیصه هم کوی چی دارغنداب د رود پر غاړه شوی وه اود لسو ملکانو دجنګ په نوم یادیږی چی په هغه کښی یو لورته بهاراته اودهغو ملګری قبیلی وی چی مشری یی سوداس باچا کوله او بل لور ته پنکه جانا او دهغو اتحادی قبایل وو چی مشری یی د وسومترا په نوم یو مذهبی پیشوا کوله چی د سوداس نه مرور شوی وو اوبیا له سوداس سره دمقابلی لپاره دپښتنو قبیلو ته ننواتی ورغلی وو او بیا یی دغه قبیلی پرځان راټولې کړی وی. پکتها (پښتانه) په دی دور کښی د کرومو او ګوماتی درو اوسیدونکې بلل شوی دی .
دغه لومړی ځل دی چی مونږ د پښتنو د جګړې تاریخی ثبوت په لاس راځی . په رګوید کښی باختری ارین (دافغانستان شمالې برخه باختر بلل کیده) په پارسوا بلل شوی دی ددوی پخوانی ژبه یی اوستا(اویستا د رزتشتی مذهب کتاب دی چی د ډیرو عالمانو په نزد د زرتشت د زرکړی ځای بلخ دی او همدا بلخ د پښتنو دلرغونو ټاټوبو څخه یو ټاټوبی ګڼل کیږی او تاریخ مذاهب عالم لیکلې دی چی زرتشت دوخت پیغمبر وو نو په دی اساس به لومړنې معلوم الحال دپښتنی سیمی پیغمبر زرتشت وی ) وه په هغه کښی پښتون د بخدی په نوم یاد شوی دی چی بلخ ددوی د استوګنې لرغونی ټاټوبی وو . او بیا په تاریخی دور کښی چی ۵۵۰ کاله ترمسیح وړاندې پیل کیږی او دهخامنشیانو (دشمالې برخو اوسیدونکي) دور دی ، په دی دور کښی یونانی مورخینو پښتانه د پکتویس او پکتوان په نوم یاد کړی دی . هخامنشیانو په ۲۸ ملکونو حکومت کړی دی چی پښتنې سیمي هم ددوی په قلم رو کښی وی . سایرس دهخامنشیانو لومړنی باچاوو همدارنګه دارایوش هم ددوی ډیر معتبر باچاوو ده د خپل رب النوع اهورامزدا صفات او ثنا بیان کړی ده هیرډوټس ددی دور یونانی مورخ دی ، دي په پکتیکا کښی دڅلورو قبیلو ذکر کوی چی ګندهاریان ( پیښوریان او بیا کندهاریان) اپارتی ( اپریدی) ستاګیدی (خټک) او دادیکی (چی اوس هم په دغه نوم شتون لری ) دی . په اوستاژبه کښی د دارایوش ډبر لیکونه شته چی په میخی خط لیکل شوی دی په هغو کښی دری د پښتو مصری هم شته چی هره مصره یی شپږ بنده لری . ژباړه یی داسی ده : ۱ـ نه اړیکه وم ۲ـ نه دروه جن وم ۳ـ نه ځوکړونۍ وم .
همدارنګه چینایی مشهور سیاح هیون سانګ دکوه سلیمان په لړ کښی د ای ـ پی ـ کان په نامه د ځینو خلکو ذکر کړی دی . د هخامنشیانو دا سلطنت په ۳۳۶ قبل المیلاد کښی د مقدونی یونانی سکندر له لوری دری وړی او قبضه کړل شو . د مخامنشیانو د دور په مقابله کښی د سکندر په حملو کښی چی دپښتنو پر وطن یی کړی دی ډیر تفصیلات او لیکنی شتون لری . دیونانی سکندر ددور تاریخ لیکونکی بطلیموس ، مورخ کورټیس او ګلاریوس دی . یونانیانو دګوګامیلا پر میدان ایرانیانو ته ماته ورکړه یونانی سکندر دمخامنشیانو تر سلطنت لاندی سیمو دنیولو تابیا وکړه په ۳۲۹ قبل المسیح کښی دباختر اندراب ته ورسید په ۳۳۷ ق م کښی هندوکش درو ته راغې دوه کاله وروسته نیکایا ( کابل ) ته ورسید بیا په اباسین واوښت دمومندو له لاری پشکالاوتی (چارسدی ) ته ورسید ، له دی نه وروسته داساکینانو سمی ته ورسید چی اوسنی دیر سوات او بونیر بلل کیږی .دغه رنګه سکندر بازیرا ، اورا ، مساګا ، او اورنوس کلاګانی له سختو خونړیو جنګونو وروسته فتحه کړی د مساګا (سوات) د کلا دنیولو پر مهال یونانی سکندر په خپله سخت ژوبل شو او ده ته اول ځل دا احساس وشو چی زه د مشتری ستوری زوی او دیوتا نه بلکه یو انسان یم او داخبره ده مور ته په یو لیک کښی لیکلې وه ، ده د پښتنو په ننګ او غیرت سخت تعجب ښکاره کړی دی . له دی سیمو ده په زرګونه غواوی او نور حیوانات په غنیمت یووړل چی ددی سیمو دخلکو پر شتمنی دلالت کوی .
له دی زمانې نه وروسته بیا ترعربی تازیانو پوری د پښتنو پر سیمو دی کورنیو بادشاهی کړی ده ،
له سکندره وروسته موریا خاندان راغې چی اشوک ددی خاندان هغه باچاوو چی په لومړې ځل یی بودایی مذهب خپورکړ ، باختریان ، سکا او پارتین خاندان ، کوشانیان وو چی کنشکا ددی خاندا مشهور بادشاه هغه هم دبودا مذهب ډیر مرکزونه جوړ کړل ، ساسانی دوره ، کیداریان ، سپین پوستی هین (یفتالیان یا زاولیان) ارب (تازیان) له تازیانو سره کابل شاهان او شاه رتبیلانو ډیری مبارزی کړی دی ، له دوی وروسته مشهوره سپاری افغان کورنی اقتدار ترلاسه کړ چی یعقوب لیث سپاری هغه مشهور سپاه سالار وو چی دتاریخ پوهان وایی که له هغه سره ژوند وفا کړی واې نو اوس به د بغداد رسمی ژبه پښتو واې ، بیا سامانیان راغلل له ددی سره جوخت په غور کښی دسوریایی پښتنو خپلواکه دولت تشکیل موندلې وو چی دغزنوی دور تر پایه پاتی شو او غزنوی دولت او دغزنی ښار ددی کورنی د یوه بادشاه علاوالدین سوری له لاسه برباد شو او دی وروسته دغزنویانو دور پیل کیږی .