دمحمد بن قاسم عبرت ناکه مرګ

 

ویل کیږی چی د هند څخه تراسلام پخوا هر کال ځینی هندوان دمذهبی مراسمو لپاره مکې ته تلل چی دځینو مورخینو په اند سومنات بت هم له مکی څخه و هندوستان ته وړل شوی وو . په هند کی دسراندیپ خلک ډیر مکی ته تلل او ځکه نو داسلام له ظهور سره سم د سراندیپ راجه په هند کی تر ټولو لومړی مسلمان شو . کله چی راجه غوښتل د سمندر له لاری دخلیفه ولید بن عبدالملک دربار ته تحفی ، وینځی ولیږی نو هغه کښتی په سمندر کی ځینو غلو ولوټله او ځینی هغه مسلمانی ښځی یی هم بوتلی چی دحج په نیت مکی ته روانی وی .کله چی داخبر حجاج بن یوسف ته ورسید نو هغه د سیند و راجه داهر ته لیک واستاوه چی ستاسی په سمندری حدودو کښي دا پیښه شوی ده او عاملین یی ونیسه . راجه داهر ورته وویل چی دا کار له ما نه کیږی ځکه چی هغه غله ډیر زورور دی .

له دی سره حجاج یو لوی لښکر دخلیفه په حکم سیند ته واستاوه ولی د اسلامی لښکر مشر محمدهارون په جنګ کښی ژوند له لاسه ورکړ . وروسته حجاج خپل د تره زوی او زوم محمدبن قاسم له زرګونه عربو سره پر سیند دیرغل لپاره واستاوه . محمد بن قاسم له سخت مقاومت سره مخ شو تردی چی یوه کلا دویبل مندر په نوم سخت مقاومت کاوه ده ته چا وویل چی دلته جادویی اثر دی ته فلاني بیرغ ونړوه دا کلا به فتحه شی بن قاسم همداسی وکړل او کلا یی فتحه کړه .

هلیسه د راجه داهر زوی ډیر په مړانه وجنګید راجه داهر هم پخپله وجنګید او ژوند یی له لاسه ورکړ دده میرمن او زوی د ازور په کلاکښی بند شول او دفاعی موقف یی اختیار کړ .خو باالاخر کلا داسلامی عربی لښکر له لوری فتحه شوه نارینه سیندیان ووژل شول او یا هغوی په خپله ځانونه اورته واچول .د راجه داهر دوی لوڼی  سرلادیوی او پرمل دیوی د بن قاسم له لوری ونیول شوی او حجاج ته واستول شوی کله چی حجاج دا دواړی شهزاده ګانې د خلیفه  ولید بن عبدالملک دربار ته واستولی نو دده سرلادیوی ډیره خوښه شوه او هغی ته یی امر وکړ چی دده حرم سرای ته داخله شی ، هوښیاری شهزادګې خلیفه ته وویل چی زما سره محمدبن قاسم دری شپی تیری کړی دی په تاسی کښی داسی څرنګه رواج دی چی لومړی نوکر وار تیروی او بیا خلیفه او بادشاه ته هغه نجونی لیږل کیږی ؟ کله چی مفتون خلیفه دا واوریدل سخت غوسه شو او امر یی وکړ چی بن قاسم دی دغوایی په پوست کی پوښلې ده ته راوړل شی ، محمدبن قاسم ته چی داخبر راغی هغه بیچاره خپله دا حکم وکړ چی ما دغوایی په پوست کی وپیچی او بیا می په صندوق کښی بند خلیفه ته یوسی کله چی د بن قاسم مړ جسد خلیفه ته راوړل شو نو ده په ډیر فخر سیندی شهزادګی ته وویل چی وګوره مونږ له غدارانو سره داسی کړه کوو .شهزادګی ځواب ورکړ چی تاته مناسبه نه ده چی بی پوښتنی او بی تحقیقه د یو بی ګناه انسان قتل وکړی او تور په جرم واړوی .بن قاسم زه داسی ساتلم لکه خپله خور ، ما دخپل وطن او خپل خاندان وار دهغه نه واخست ولی ته ما ته ډیر بی عقل او جاهل ښکاره شوی چی یواځی دخدای په نوم حکومت کوی او کوپړی دی تشه ده له دی خبری اوریدلو سره خلیفه ډیر شرمنده او پښیمانه شو ولی اوس دی خبرو ګټه نه کوله .