دسیند په خاوره کی زمریان اوسی
دپښتون قام لوی مشران اوسی
دلته شیرشاه او میوه شاه راغلی
شاهی سید او حکیم خان اوسی
چی دغلیم مخی ته سپر ولاړ دی
یوغورغشتی بل بشیرجان اوسی
چی دقلم په څوکه ژبه پالی
لکه ساګر زمونږ شاعران اوسی
ریاض تسنیم می دپښتو شاعر دی
حمزه مروت پښتون افغان اوسی
پښتو په تا باندی به سر ورکوی
دشملزي غوندی ځوانان اوسی
02.11.2009
- حليم شملزی
لیوني دی تیاره دوران کښی ارتقا غواړي
دتورو زلفو په تیاره شپه کښی رڼا غواړی
بدو ناخوالو زورولی دا په زغرده وایی
دازادې ناوې ته سره ډولی صبا غواړي
دوینو سوړ بوی د وطن له سردرو راخیژی
دبل دربار ته دورورسرراوړي جزاغواړي
پښتون لالی په زړه ساده دی پښتنې روزلی
په هر ډکر کښی ترعشق زیاته انتها...
05.11.2009
- حليم شملزی
دمحمد بن قاسم عبرت ناکه مرګ
ویل کیږی چی د هند څخه تراسلام پخوا هر کال ځینی هندوان دمذهبی مراسمو لپاره مکې ته تلل چی دځینو مورخینو په اند سومنات بت هم له مکی څخه و هندوستان ته وړل شوی وو . په هند کی دسراندیپ خلک ډیر مکی ته تلل او ځکه نو داسلام له ظهور سره سم د سراندیپ راجه په هند کی تر ټولو لومړی مسلمان شو . کله چی راجه غوښتل د سمندر له لاری دخلیفه ولید بن عبدالملک دربار ته تحفی ، وینځی ولیږی نو ه...