لیوني دی تیاره دوران کښی ارتقا غواړي

دتورو زلفو په تیاره شپه کښی رڼا غواړی

 

بدو ناخوالو زورولی دا په زغرده وایی

دازادې ناوې ته سره ډولی صبا غواړي

 

دوینو سوړ بوی د وطن له سردرو راخیژی

دبل دربار ته دورورسرراوړي جزاغواړي

 

پښتون لالی په زړه ساده دی پښتنې روزلی

په هر ډکر کښی ترعشق زیاته انتها غواړي

 

حلیم ته هغه دوصال ورځ نوی ژوند ورکړی

د وصل شپه شوخی مستی دغه دی بیا غواړي