رضیه سلطانه دهند پر تخت

 

د سلطان رکن الدین له بدو کړنو وروسته د سلطان التمش دوخت مخور لکه تاج الدین ، ملک محمد ، بهاوالدین حسن ، کریم الدین ، ضیاالملک ، خواجه رشید او امیرفخرالدین له شاهی فوځ نه بیل شول او ډیلی ته راغلل او په اتفاق سره یی د سلطان التمش مشره لور رضیه سلطانه د هند پر تخت کښینوله . دې په لومړی سره کښی شاترکان بندی کړ کله چی رکن الدین ددی له فرمانروایی خبر شو نو له یوه لوی لښکر سره کیلو کری ته راورسید دده دمقابلی لپاره رضیی یو لوی جرار شاهی لښکر تیار کړ او دجنګ ډګر ته پخپله راغله دجګړی په ترڅ کښي رکن الدین ماته وخوړه او دا کامیابه ډیلی ته راسته شوه .

رضیی دباچایی کولو ټول استعدادونه درلودل ددی عقل او سیاسی حسن تدبیر ته ډیر ځوانان نشو رسیدلی .

لکه دهری ښځی په شان په سنتی ټولنو کښی یواځی نسوانیت (ښځینه توب) ددی کمزوری وه .

دا دسلطان التمش لور وه د سلطان شهاب الدین غوری له مرګه وروسته دهندتخت له غوری غیورو پښتنو څخه ترکی غلام بچه ګانو ته پلاس ورغی .

چی لومړی دغوریان غلام باچا سلطان قطب الدین ایبک وو وروسته بیا سلطان تاج الدین ېلدوز ، بهاوالدین طغرل ، آرام شاه بن قطب الدین ایبک او ورپسی شمس الدین التمش وو .

له ده وروسته دده نااهله زوی رکن الدین فیروزشاه بادشاه شو چی رضیی وشړلو التمش په خپل ژوند کښی د سلطنت په کړکیچنو مسلو کښی له رضیی سره مشوری کولی د ګوالیار له نیولو وروسته ده دخپلو امراوو او دوستان په وړاندی دخپل سلطنت وصیت د رضیی په هکله وکړ کله چی یو امیر ددی لامل وپوښت نو سلطان دخپلو زامنو د بداخلاقیو ذکر وکړ چی دده په ژوند کښی لا هغوی په عیش او عیشرت او خرمستیو اخته دی .

رضیه په ۶۳۴ هجری کښی پر تخت کښیناسته دې پرده پریښوده او شاهی لباس یی په تن کړو . د خپل پلار ټولی پالیسی او کړه وړه یی تعقیب کړل سخا ، انصاف او غیرت یی خپل شعار وګرځاوه .

ددی په سلطنتی دوره کښی نظام الملک محمدجنیدي ، علاوالدین شیرخاني ، او ملک سیف الدین یو په بل پسی بغاوتونه وکړه چی دتوریالې رضیی له لوری وځپل شول .

دې خپل لښکر رنتنبور ته هم ولیږو او هغه مسلمان بندیان یی را ازاد کړل چی دالتمش له دور څخه دهندوانو سره بندیان وو . ددې د سلطنت په وروستیو کښی چهل ګانی ترکانې غلامانو بغاوت وکړ چی په نتیجه کښي یی دا د حاکم الملک التونیه په لاس قیدی شوه ، دحراست په دوران کښی دی پخپله له نوموړی سره واده وکړ .

بیا چی کله معزالدین بهرام شاه ډیلی ونیو رضیی له خپل میړه سره په خورا مړانی یوپه بل پسی پر ډیلی څو حملې وکړی ولی کامیابی یی نصیب نشوه وروسته بهرام شاه دوی دواړه په یوه فریب د کلیوالو په واسطه ونېول او په قتل یی ورسول په دی سره دا ښځینه شاهی ستوری دتل لپاره ولوید .