د ښځینه حقوقو په اړه د ابن رشد نظر
په بشری او اسلامی ټولنه کښی د ښځو د ارزښت په اړه ابن رشد وایی چی ، ښځی د نارینه سره دخدای له لوری د افرینش له نظره اختلاف نلری اما په ځینو جهاتو ( وظایفو ) کښی ددوی په منځ کښی فرق شته چی دا فرق په حقیقت کی یو پر بل باندی د برتری معنی نلری ځکه چی خدای واضح فرمایی : ان اکرمکم عندالله التقی کم (سورت حجرات) یعنی غوره والی یواځی په تقوا سره دی .
اسلامی ټولنه به هغه وخت ترقی وکړی چی دښځو وزرونه (لکه د بندی مرغی) خلاص کړی او هغه قیود چی دهغو د ازادی مانع دی لمنځه وباسی ، دی وایی :
زمونږ اجتماعی وضع ددی اجازه نه راکوی چی د ټولو هغو منافعو (استعدادونو) څخه چی د ښځو څخه ومونږ ته حاصلیږی مفصل بحث وکړو په ظاهره (مونږ فکر کوو) چی ښځی د دوو کارونو دپاره پیدا شوی دی چی یو یی زیږونه او بل یی روزنه ده .
ابن رشد نوموړی موضوع ته ادامه ورکوی وایی چی : کومه وضعه چی مونږ د ښځو د مینځیتوب (غلامی) ایجاد کړی ده مونږ یی دزیاتو فایدو د حاصلولو څخه ( په اجتماعی ژوند کښی ) محروم کړی یو . اودا دهغو دعقلی قوت د تباهی سبب هم ګرځیدلی دی . دښځی ژوند (په افسوس سره ) دیوه نبات په ډول ختمیږی او دوی تل دخپلو نارینه وو د غاړو بار وی چی دغه چال چلند د ټولنی دبدبختی او ویجاړتیا سبب ګرځی . ځکه چی د ښځو شمیر تر نارینوو دوچنده زیات دی . یعنی ښځی د مځکی پر مخ د ګردو انسانانو دوه ثلثه جوړوی . اما ددوی ژوند ددی لپاره چی نسی کولای خپل ضروری اړتیاوی ترلاسه کړی لکه مفت خوره موجودات پر دریم ثلث (اقتصادی) بار وی .
مآخذ ، تاریخ الفسلسفه العربیه : تالیف ، الفاخوری و خلیل البحر
نوموړی اسلامی فیلسوف په پنځه سوه شل هجری قمری کال کښی د اندلس اوسنی هسپانیی د قرطبی په ښار کښی زیږیدلی وو .
دهغه وخت دفیلسوفانو زرین اقوال او عالمانه اساسات دنوی ساینس او اخلاقیاتو ماخذ (بنسټ) دی خو افسوس چی دلته نه بلکه په مغرب کښی .
نن ساینس په تجربی او مشاهدی سره ددی عالمانو داخبری ثابتی کړی چی د اناټومی دعلم پر اساس د نر او ښځی بدن دوه سوه شپږ هډوکو او متعددو عضلاتو څخه په مساوی ډول جوړ شوی دی . ښځه په جسمانی ساخت کښی باالقوه له نره کمه نه ده او باالفعل هم تر نر زیات دژوند مشقت اوچتوی چی نژدی بیلګه یی د اولاد تولد دی چی ددغسی نهه میاشتی تکلیف د زغملو نارینه تصور هم نشی کولای .
دا خبری اوس اوقیانوسی ثابتی شوی چی ښځه له چپه پښتی پیدا شوی ده او یوه پښتی یی کمه ده ، ددی هیڅ حقیقت نشته او نه ددی خبری حقیقت شته چی ښځه په شاقه او سختو کارونو کښی د خپل جسمانی ساخت له امله له نر سره مسابقه نشی کولای ، کله چی ښځه سالم تربیت ووینی په هر ډګر کښی دنارینه وو سره برابره ده حتی په جنګ او پهلوانی کښی هم له نارینه وو سره مقابله کولای شی .