حضرت امام اعظم رحمت الله علیه د زابل قلات اوسیدونکی وو ؟
دحنیفی فقی بانی امام ابو حنیفه د کوم ځای وو ؟ په دی اړه څو روایاته دی . د امام صاحب سلسله نسب داسی ده چی ابو حنیفه نعمان بن ثابت بن زوطی بن ماه (ماهله ساکن زابل قلات) او یا ابوحنیفه نعمان بن ثابت بن نعمان بن مرزبان ، دمام صاحب دولادت نیټه دولادت نیټه یی ۸۰ هجری ده امام صاحبی په تابعینو کښی راځی . دروایات ترمخه زوطی چی د امام صاحب نیکه ووله کابل شاه سره د جګړو پر مهال له انبار څخه دغلام په توګه دبنی تمیم له لوری و کوفی ته راوستل شو د ښو اخلاقو له امله دی دلته ازاد کړل شو هم دلته دده زوی ثابت پیدا شو، د امام صاحب ولادت هم په کوفه کښی شوه ده . د تواریخ حافظ رحمت خانی په حواشی کښی لیکل شوی دی چی په پښتنو کښي غلجی لویه پښه ده چی یو ښاخ یی ماهی خیل (میخیل یا ماهله) هم ده ، دا قبیله له قندهار څخه شپیته اویا میله لری د غلزی قلات په سیمه کښی اوسی ( چی داوسنی زابل ولایت مرکز قلات ښار دی ) . او هم دا ماهله د امام صاحب مورث اعلی دی .
23.10.2009
- حليم شملزی
لکه څنګه چی کولا (کویله) د مارفاسز له عمل څخه داسی ګرځی لکه هیره (جواهر) دغه رنګه د ملا په تیر باندی رازرغون شوی دماغ ته د خوراک رسیدنه ډیر په باالواسطه توګه رسیږی . دخوراکی توکیو د رسیدلو دلاین د اوږدوالی په سبب د دماغ په لری پرتو خلیاتو کښی هغه انزایم ډیر کمزوری کیږی چی دنده یی له خوراک څخه اجزاوی را ایستل دی ترڅو ډی این ای ورباندی مرمت او سازه کړی او داشی د ډی این ای لپاره زښت زیات اړین دی . دخوراک دشرایطو مطابق د ډی این ای هغه خود تخلیقی او خود مرمتی عمل تکا...
31.10.2009
- حليم شملزی
د ښځینه حقوقو په اړه د ابن رشد نظر
په بشری او اسلامی ټولنه کښی د ښځو د ارزښت په اړه ابن رشد وایی چی ، ښځی د نارینه سره دخدای له لوری د افرینش له نظره اختلاف نلری اما په ځینو جهاتو ( وظایفو ) کښی ددوی په منځ کښی فرق شته چی دا فرق په حقیقت کی یو پر بل باندی د برتری معنی نلری ځکه چی خدای واضح فرمایی : ان اکرمکم عندالله التقی کم (سورت حجرات) یعنی غوره والی یواځی په تقوا سره دی .
اسلامی ټولنه به هغه وخت ترق...