لکه څنګه چی کولا (کویله) د مارفاسز له عمل څخه داسی ګرځی لکه هیره (جواهر) دغه رنګه د ملا په تیر باندی رازرغون شوی دماغ ته د خوراک رسیدنه ډیر په باالواسطه توګه رسیږی . دخوراکی توکیو د رسیدلو دلاین د اوږدوالی په سبب د دماغ په لری پرتو خلیاتو کښی هغه انزایم ډیر کمزوری کیږی چی دنده یی له خوراک څخه اجزاوی را ایستل دی ترڅو ډی این ای ورباندی مرمت او سازه کړی او داشی د ډی این ای لپاره زښت زیات اړین دی . دخوراک دشرایطو مطابق د ډی این ای هغه خود تخلیقی او خود مرمتی عمل تکان خوری ، له بل لوری لدی امله په دماغ کښی هم دزړو خلیو پر ځای دنویو خلیو د رغاونی چاری دریږی چی ور سره ددماغ د یادداشت او له یاداشت سره په تړاو کښی ټول عمل له ګواښونو سره مخ کیږی .
لنډه داچی ددماغ ډی ای ای ګانی د خودتخلیقی او خودمرمتی نظام د نشتوالی له امله پخپله دا دماغ د مرګ او بوډاوالی په وړاندی یو بی وسلی خلیاتی نظام دی ، او ترڅو چی پر دماغ مرګ رانشی نور بدن یی مرګ په اسانه نه قبلوی .
په دی اړه دوی ډیری ښی بیلګی وړاندی کیدلای شی چی یوه تجربه پنځلس کاله وړاندی سمیت سونی بارن نومی ساینسدان وکړه هغه دپیرامیسا چی هم وصف یونی سیلولر مخلوق دی ، پر خلیاتو باندی د الټراوایلټ وړانګی وغورځولی چی په نتیجه کښی دهغی ټولی ډی این ای ګانی مړی شوی .
بیا ددی مړو خلیو ماتی شوی ډی این ای ګانی بیارغاونه په تیاره کښی یوانزایم چی متحرک شوی وو بیرته پیل کړه او لږ وروسته هغو بیرته په فعالیت پیل وکړ .
بله مشهوره تجربه پر فینه نامی بیزوګۍ په روس کښی ترسره شوه ، لومړی د بیزوګۍ بدن په دواوو سره بی سده کړی شو بیا په کنګل کښی کښیښودل شوه چی دهغی په جسمانی اجزاوو کښی دکیمیایی او نامیاتی عمل سوستوالی راغی . بیا د ستنی په واسطه دهغی له شریانونو څخه ټوله وینه وایستل شوه په دی سره دهغی تنفس او دزړه حرکت بند شو .
شل دقیقی وروسته یی بیرته وینه ورپمپ کړه او ورسره یی دهغی په اعصابو او زړه کښي ایډرنلن پیچکاری کړو له دی سره دهغی زړه بیرته حرکت پیل کړ د آیرن لنګ ماشین په ذریعه یی دهغی مصنوعی تنفس بیرته پرځای کړ څلور ساعته وروسته هغی خپلی سترګی ورغړولی خو څه یی نه پیژندل نیم ساعت وروسته یی خپل سر راپورته کړ خو بیا هم هغه پوره په سد کی نه وه شپږ ساعته وروسته چی کله په هغی ستنه جګه کړی شوه نو هغی وځغستل ، دبیزوګی وینه چی کله وایستل شوه نو پر هغی باندی طبعی مرګ وارد شو لیکن دماغ یی په کیمیاوی توګه ژوندی وو کله چی ورته بیرته وینه ورکړل شوه نو دهغی طبعی مرګ بیرته ژوند ته راستون شو .
کله چی ددماغ خلیی په کیمیاوی توګه بدلی شی نوبیا دژوند بیرته راګرځیدل ناشونی شی ددی لپاره لا اوس هم د ټیکنک یو لوی سفر ته اړتیا شته .
ددماغ خلیات د بوډاوالی له امله له ډول ډول حوادثو څخه متاثره کیږی او کیمیاوی تغیرات په کښی راځی لکه ناقصه غزاوی ، زهرجن غازونه ، ذرات ، ذهنی صدمی ، دموسمونو تغیرات ، دګرمی او یخنی شدت ، د میټابولزم او کیټابولیزم څخه پیدا شوی فضلات ، په جسم کښی د وایرس د داخیلیدلو له امله جنټک ډس ارډر ، الټرا وایلټ شعاوی او داسی نور ډیر عوامل شته دی چی په دماغی خلیاتو کښی د ناکاری سبب ګرځی چی ددی دکنټرولنګ پاور له کمزورتیا څخه مرګ او بوډاوالی راپیداکیږی .
تراوس محاله پوری پاتی جسم چی چیرته دخلیاتو دتجدید له لاری له ناکاری ، زوړوالی اومرګ سره په جګړه بوخت دی هلته ددماغ ټکنالوجی په دی هڅه کښی ده چی د نوی تکتیکونو له لاری پر مرګ او بوډاوالی بری ومومی .
د ژوند هر ډول (هغه نباتاتی ژوند دی که حیوانی او یا انسانی ژوند) لومړی د خپلی ودی او سمسورتیا لپاره پخپله ژوند دیو خام مال په توګه استعمالوی ددی مقابلی له امله په ژوند کښی د ارتقا عمل راژوندی کیږی یو ژوند د بل ژوندون دمرګ سبب جوړیږی له دی څخه ددغی ارتقا سامان پخپله برابریږی .
د ژوند تنوع او د تنوع مرګ په اصل کښی د ارتقا قوت محرکه دی د ژوندون د خپل منځ جګړه دتنوع د خاتمی رجحان لری . د ارتقا اخری منزل به ددغه تنوع خاتمه وی د ارتقا لومړنی پیل یونی سیلولر وو او انجام به یی یونی پولر وی یعنی د تنوع خاتمه به منځ ته راشی او دژوند وروستنی ډول به خپل خوراک دمادی عناصرو دخودساخته پروټینز څخه لاس ته راوړی ودی مقام ته د رسیدلو لپاره اوس لا ژوند ته دیو لامحدودی ټکنالوجی اړتیا ده د ټیکنالوجی طاقت به د مرګ د تسخیر وروستنی وسله وی .