وطن

 

زمونږ ذهنونو باندی ویر تیریږی

نن چی غلیم مو په پامیر تیریږی

 

غازی بابا چی له دیاره درومی

وطن تیاره شوهغه میر تیریږی

 

هغه سنګسار شی چی رڼاخوروی

دوخت سیتم دی دا بهیر تیریږی

 

دملنګی ژوند هر افغان خپل کړی

کچکول په لاس کی مړضمیر تیریږی

 

ځان سره راوړی په جولو کی کاڼی

په دغه لاره چی جابر تیریږی

 

دېار د درنه بينوا ستون شوې
مين ته ګوره نن زهير تيرېګې

 

دژوند ناخوالی دی ازغنی لاری

حلیم دعلم په تدبیر تیریږی

 

 

 

 

 

 

 

 

وطنه 

 

ستا په درو کی دکارغانوشور دی

نن غم راغلی دلته کور په کور دی

 

بلبل په چیغو ګلستان نه درومی

دلته راوړی خپل پردیو اور دی

 

وزیریستان که کندهار ته ځیر شم

زمونږ ټاټوبې کی غوبل دتور دی

 

نن دخپل تیرننګ وغیرت په ویر یم

ماتر سرهنده ښکاره کړی زور دی

 

پښتون تر اوسه پښتون شوی نه دی

چاته په ژوند چاته په مرګ پیغور دی

 

دوی دوجدان پیالو کی زهر راکړل

دحلیم مخ ته دغه جام نسکور دی