لومړنی خلیه چی کله دیوی هواری سطحی په بڼه وده مومی نو دمکان دمجبوریتونو له کبله دری کاته (غبرګه) مروړلی د ټوپ په بڼه ځان رانغاړی . لومړنی پوړ ته یی ایکټوډرم ، منځنی پوړ ته یی میسوډرم ، او دننی پوړ ته یی د اینډوډرم نوم ورکول کیږی . له ایکټوډرم څخه ددماغ ، ملاتیر، اعصاب ، سترګی ، غوږونه ، پوزه او د پوستکی لوړه برخه تشکیلیږی .
له میسوډرم څخه پلی ، دوینی دجریان نظام ، دفضلاتو د اخراج سیستم او د پوستکی دننی برخه تشکیلیږی او له اینډوډرم څخه کولمی ، ځګر ، سږې ، خصیات ، او داسی نور جوړیږی . که چیری دا دری پوړونه د ارتقا په دوران کښی سره بیل کړل شی نوبیا به هم ددوی ډی این ای ګانی ژوندی پاتی شی او دخپلی خپلی برخی نظام به تیار کړی .
له تجربو په ډاګه شوی ده چی که دا نظامونه په بیل بیل ډول تر ارتقایی عمل لاندی ونیول شی نو هره برخه به یی ځانله اعصابی نظام او دغدودو نظام په وجود راوړی .
دانوښت په لومړی ځل شپی مونکی ساینسدان تر تجربی لاندی ونیو ده په ډیری وړتیا سره د ایمبرو ټوپ دری واړه پوړونه سره بیل کړل او بیا یی دا جوته کړه چی څرنګه هر پوړ پر یو او بل باندی فزیکل او ریاضیاتی اغیزی شیندی .
دی ته په انګریزی کښی د ایمبریانک انډکشن وایی . دخلیاتو په هییت کښي وضعی تنوع پيداکوونکی نور عوامل له زمانیت سره تړاو لری . د ابتدایی خلیاتو څادر چی کله لومړی د ټوپ بڼه غوره کوی نو د ټوپ دننه دحرارت درجه او دثقل قوه له دباندی څخه توپیر لری او همدا دواړه عوامل د ریاضیاتی مرکباتو په ترتیب کښی لوی لاس لری او له همدغه حرارتی او دثقل د قوی له توپیر او تنوع څخه دخلیاتو په وصفی تنوع کښی توپير رامنځ ته کیږی .
لدی امله یو ډول خلیی او له یو ډول جنین څخه مختلیف ډوله اعضا لکه هډوکی ، وینه پوستکی او نور جوړیږی .
ډی این ای دخوراک د ترلاسه کولو لپاره ډول ډول لاری چاری پیداکوی ، یو تخلیق یی هم د سیکس ایجاد دی چی موخه یی دنورو جنینو څخه مالومات اخستل او مقابلی ته ځان تیارول دی بله چاره یی داده چی دخپلو فوځونو انتظام او ښه والی منځ ته راولی د مقابلی د ګټلو لپاره دښه عضلاتو تخلیق هم د جنینو کار دی چی د دماغ تر تخلیقه پوری داعمل غزوی .
د ډی این ای ارتقایی عمل په ښکاره نفسیاتی ښکاری ولی په حقیقت کښی دا دفزکس او کمسټری له قوتونو څخه د انټراکشن په نتیجه کښی منځ ته راځی . خلیه او د هغی د چارو سمونوال ډی این ای د فزیکی او ریاضیاتی فشار له امله د ژوند پر لاره تګ پیل کوی . هیڅ ډی این ای مرګ نه خوښوی دژوند دغزولو لپاره چی کله خلیاتو د سیکسی طریقه تولید لاره خپله کړه او ورسره یی دژوند دبقالپاره دماغ تشکیل کړو نو لدی سره یی دخپل خواهش باالعکس مرګ او بوډاتوب په ټیکه واخیست .
لکه مخکی چی وویل شول د خلیی دبلا سیکس تخلیق څخه مرګ او بوډاوالی هغی ته نشی نژدی کیدلای دخلیاتو او ژوند په واحدانی نظام ( یونیسیلور) کښی د خلیاتو له تقسیم څخه هره خلیه تل نوی وی . ددوی په ویش کښی د نسب شجره مور وپلار ، اولاد او جدامجد نشی ویشل کیدلای ولی دخلیاتو په متنوع شکل کښی ( ملټی سیلولر) کښی دا تشکیلات ځای لری او پکښی خلیه ولد خلیه لړی سره له زمانی او مکانی شرطونو موجوده وی .
پر زړو خلیاتو باندی مرګ او زوړوالی دواړه راتلای شی دا هم ډیره زړه راښکونکی خبره ده چی کله د تخلیق بذریعه سیکس په جریان کښی خلیی څیری کړل شی په کروموسومز او هګیو کښی سره وویشل شی نو بیا ددی له یو ځای کیدلو څخه چی کومی خلیی ژوند پیل کوی په هغو کښی بیرته ماشوموالی راځی چی له دی څرګندیږې چی دزوړوالی عنصر ددې په سرښت کښی نغښتی وو چی سیکسی اپرسټس هغه پاک کړو او دباندی یی وایستو . د بوډاوالی او مرګ عنصورونه په خلیی کښی د خوراک دسټور (سایټوپلازم ) له لاری په ډی این ای کښی داخلیږی .
بیا نوله سیکس کاری څخه را پیدا شوی تنوع کاری ، او له هغه څخه پیداشوۍ د ډی این ای جسم چی مرګ نه غواړی په یوه لطیف مرګونی خوب ویده کوی .