زابلستان

 

ليکوال شهسوار سنګروال


 كه چېرې ددې سيمې اولسي او پلكوريكو كيسو ته سر ورښكاره كړو وبه ګورو چې رښتيا زابل، زاول، زابلستان، زاولستان په لرغونو او زړو متونو كې وار وار راغلى دى. كله كله زابل ( زاول ) له كابل ( كاول – كوبها ) سره جوخت ياد شوى دى . د بېلګې په توګه كه د يفتليانو د مهال ځنې نومونه را واخلو لكه " بيني ني زار " يعنې بيني حسار ، زابل ( زاول = زوبل ) پخپله كابل (كاول ) او نور يادولاى شو
د سبتګين له واكمنۍ دمخه پښتانه لويكان ( لاويك = لويك ) چې د زابلي كورنۍ په نوم هم كله كله په تاريخونو كې راغلي دي چې " زابل شا يې " راوزويل " باله. پخپله لاويك او يا لويك يفتلي نومونه دي چې د " يفتلي زاولي " ( زابلي ) په نوم هم ځاى ځاى ياد شوي دى . هغه وخت چې يفتليان هلمند ته ورسېدل او دكندهار په سيمه كې د " د اور ښار" ( زمينداور ) ونيو نو د "كابل زابل " نوم پراخ شو . د فرانسې نامتو ختيز پوه " ماركورات " په 1973 ز كال د ختيزې او لويديزې مهالنۍ په لومړۍ او دويمه ګڼه كې د زابل د سرو زرو تاج په اړه كښلي دي چې د زابل واكمنۍ په كندهار او هېر مند ( هلمند ) كې پراختيا او پرمختيا ومونده .

 

همدا راز په پلكوريكو داستانونو او كيسو كې هم د زابل د نوم يادونه شوې ده ، د ساري په توګه په شاهنامه كې د رستم زابلي جنګونه چې له اسفنديار سره يې كړي دي ياد شوي دي په تېره هغه جګړه چې په هلمند كې پېښه شوې ده. له زړو متونو نه داسې سړى انګېري چې هلمند، د اور (زمينداور) او دسيستان ځنې سيمې د زابلستان او كابلستان سرحدي كرښې دي او داچې د اسفنديار له نوم سره يو ځاى د اسفنديار بلخي ذكر كيږي نو جوتېداى شي چې بلخ د رستم زابلي له سيال اسفنديار سره وو
له ذكر شوې لنډې يادونې نه ښكاري چې زابل له يفتلي زابلي نه پخوا هم مشهور وو لكه چې په ځنو لرغونو او پلكوريكو متونو كې لولو. فرانسوي نامتو تاريخپوه ډار مستر د " زند اوستا " په ژباړه كې كاږلي دي : " ګرشاسب يا غرغښت د كابل له نامتو اتلانو څخه ګڼل كېده او په كابلستان، زابلستان، ګندهارا، ننګرهار، كندهار، ارغنداب، پښين او كاكړستان، لوګر، ګرديز، غزني، سيستان او زمينداور كې يې سيال او مخى نه درلود . دلته ګورو چې د اوسني افغانستان د مشهورو ولايتونو په لړ كې د زابل نوم راغلى دى نو له دې څخه ښكاري چې زابل د تاريخ په اوږدو كې يو مشهور او لرغونى ولايت دى چې د كندهار اوغزني په لويه لار پروت دى ارغنداب، داې چوپان، شاه جوى، سيوري او ځنې نورې سيمې ، اولسوالۍ او علاقه دارۍ يې مهمې دي خو په دغه لړ كې د شاه جوى ولسوالۍ لرغونى شهرت د پام وړ دى ځكه چې په زړو متونو كې ډېر ځله ددې سيمې نوم تر سترګو كيږي : شاوا (شاه جوى)، رنګا (كلات)، درنګيانا ( د ترنګ ناوه ) او نور د بېلګې په توګه يادولاى شو. د شاجوى د هغه سپين ږيري برهمني كيسه ډېره مشهوره ده چې په شاجوى كې استوګن و.
دارنګه چې دمخه ورته اشاره وشوه د زابل اوسنى نوم هم په ځنې زړو او لرغونو متونو كې  زاو  ، يا  ،زو   ياد شوى دى . لرغونپوه منهاج سراج جوزجاني د هېواد نامتو تاريخپوه په دې اند دى چې ياد شوي نومونه همغه "زاب" دى . پخپله " زاول " يا " زابل " ځنو څېړونكو ( په سر كې پوهاند حبيبي ) د ځاى په نوم ياد كړى دى ( وګورۍ جغرافيه تاريخي 255 مخ ) خو د نامتو كسانو ټاټوبى، د اتلانو ټاټوبى او دا رنګه نور د عزت او درناوي نومونه په دغه ځاى ايښودل شوي دى
دافغانستان په لرغوني تاريخ كې د "زاوليانو" په نوم واكمن هم تېر شوي چې موږ په دې لړ كې يفتليان د بېلګې په توګه يادولاى شو گ كلات چې پخپله يو تاريخي ښار دى (د زابل ولايت پلازمېنه) چې د ملي او تاريخي شخصيتونو ټاټوبى يې بللى شو گ يوه خبره اړينه ده چې د كندهار په اړه هم دلته يوه لنډه څرګندونه ولرو ځكه چې دغه دواړه ولايتونه ( زابل او كندهار ) يو بل ته په تاريخي او جغرافيوي لحاظ نږدې پراته دي گ نو ځكه خو د اراكوزيا له مهمو او مشهورو سيمو څخه يو هم كندهار دى چې د كابل له تاريخي ښار نه وروسته د افغانستان له نامتو ښارونو څخه ګڼل كيږي چې كلتوري برم او تاريخي ارزښت لري
د كندهار د لرغوني او تاريخي نوم په اړه څرګندونې ښيي چې دغې سيمې ته د تاريخ په بيلابيلو پړاونو كې بيلا بيل نو مونه وركړ شوي دي
لرغونپوهان وايي چې كندهار په لومړي سر كې د " الكزاندر " په نوم ياديده . ځنې څېړونكي په دې اند دي چې د كندهار پخوانى نوم " ګاندروا " دى او ښايي چې دا كلمه سنسګرت وي
د اوس نه درې زره كاله د مخه د اوسني كندهار نوم د ځنو تاريخپوهانو په اند " هرخونيش " وو چې د تاريخ پلار هېرودت هغه " هراوتي " بللى او نورو يوناني څېړونكو بيا د " اراكوزيا " يا اراخوزيا په نوم ياد كړى دى
يوه ډله لرغونپوهان وايي چې د اوسني كندهار نوم هغه مهال په لږ توپير شهرت ته ورسېد چې ګنداريان له ګندهارا څخه دې سيمې ته را كډه شول چې عربو بيا " قندهار1 " وباله ، د پيشدانيانو له ماتې وروسته كله چې هخامنشيانو د اريايانو ځنې سيمې لاندې كړې چې په دې كې د اراكوزيا سيمې هم شاملې وې خو هغه مهال چې كوروش ( 529 مخزيږدي كې ) په افغانستان كې ووژل شو د هخامنشيانو واكمنۍ دومره ځواكمنه نه وه چې ددې سيمې بشپړ واك ولري . كله چې لوى داريوش واكمنۍ ته ورسېد د اراكوزيا په شمول يې د اريايانو ځنې سيمې (چې په دغو سيمو كې د زابل او كندهار ځنې سيمې هم راتلې) يو دبل پسې لاندې كړې خو د دريم داريوش په مهال د اريايانو سيمې ( په دې لړ كې زابل او كندهار) خپلواكې شوې چې " بسوس " د اريايانو سلطنتي تاج په باختر كې په سر كړ . دغه وخت د اراكوزيا او درنګيانا مشري د " بارسانيتس " په غاړه وه چې بيا دواړو مشرانو په ګډه او يو د بل په مرسته د دريم داريوش واك د اريايانو په دغه سيمه كې چې زابل او كندهار هم په كې راځي پاى ته ورساوو . كله چې سكندر پارس نه هرات ته راورسيد او د اريايانو له سخت مقاومت سره مخ شو ويې پتېله چې يوه خونړي تيري سره اريايانو ته ماته وركړي نو ځكه خو يې د خپل بري په لړ كې د اراكوزيا سيمې هم يو دبل پسې لاندې كړې او بيا يې د " اراكوزې سكندريه " په نوم د يوې پوځي كلا بنسټ كېښود او د زابل او كندهار له لارې كابل او له هغه لارې پروان ته را ورسېد
هغه مهال چې د اسلام لښكرو ايران چار واكو ته ماتې وركړه او بيا يې افغانستان ته مخه كړه نو د ليږدي په 23 كال يې سيستان لاندې كړ او په 44 هـ كال يې كندهار ونيوه او له زابل نه تر غزني پورې راورسېدل
چينايي لرغونپوه هيوان څنګ چې كله بيرته له هند نه ( 24 هـ ) او سني افغانستان ته راستون شو د كاپيسا 23 ميله سهيل لورته د " ارونا " پر غره يې (اروڼا بابا د لغمان په الينګار كې يو زيارت دى) د اسماني اروا ( سونا ) مزدك ليدلى وو او انګېرلې يې وه چې دا مزدك د " زابل " سونا ګير ته وړل شوى وو . چې دا هماغه د " داور زمين " (زمينداور) د سرو زرو بت وو چې سترګې يې د ياقوتو دي او لسګونو كيلو ګرامو په كچه دروند وو كوم چې د زور (سور) په غره كې د سمره زوى عبدالرحمن تر لاسه كړى وو
ښايي چې ددې لامل دا وي چې زابلي رتبيلانو په دغه مهال چې لا د اسلام لښكرې سيمې ته نه وې راغلې له غزني نه نيولې تر سيستانه پورې حكومت كاوو او دوى د كابل شاهانو سره خېښي خپلوي لرله چې دغه كهول بيا له كابله تر پنجابه پورې ځمكي ولكه كړې وې . خو د اسلام لښكرو چې كابل ونيو دوي ټكسلا ته كډه شول
دلته به بې ځايه نه وي چې له زابل نه تر غزني او له غزني نه تر ګردېزه پورې د پښتنو لويكانو او له سيستانه تر غور او مروې پورې د سوري ماهوي (35 هـ) كورنۍ واكمني ياده كړو . چې بيا وروسته شنسبيانو يعنى " خرنګ " زوى شنسب ( 130 هـ ) يو نامتو واكمن وو او له هغه وروسته امير پولاد (139 هـ) او ورپسې د هغه زوى امير كروړ واك ته رسيږي
كله چې "ربيع الحارثي" د سيستان والي وټاكل شو ( 47 هـ ) د زابلستان واكمن " رتبيل " ته يې ماتې وركړه ولې بيا همدغه كورنۍ په بشپړه توګه تسليم نه شوه او له امويانو نه راواخله تر عباسيانو پورې په دغه سيمه او دافغانستان په نورو برخو كې خال خال د عربانو په وړاندې مقاومت روان وو چې په پاى كې د رتبيل زوم ماونديا" ماويد " ونيو او بندي يې بغداد ته واستوو
طاهريانو، صفاريانو او سامانيانو هم په دغه سيمه كې ډېرې ستونزې وګاللې تر هغه چې پښتانه واكمن له غور نه تر كلاته (زابل) پورې د واك چارې په لاس كې ونيوې
د سړبن زوى خرښبون د سليمان له غره نه راواخله د كلات تر غلزيو پورې واكمن او روحاني مشر وو گ سلطان محمود زابلي هم ددې سيمې يو شمېر غلجيان د ځان ملګري كړل او په هندوستان يې تېرۍ وكړ گ غوريانو، سلجوقيانو، خوارزمشاهانو، چنګېزيانو، تېموريانو، ابداليانو (چې علامه حبيبي اپتل او هپتالي بللي دي) اّن تر هوتكيانو پورې كورنيو او بهرنيو واكمنانو په دغه سيمه حكومت كړى دى. پښتنو مشرانو له ميرويس خان نه د مخه د كندهار له جلد كه تر زابل او غزني پورې او د غلجيو ټبرونو په سر كې سلطان ملخي توخي په دغه ارته سيمه واكمن وو . چې په پاى كې ميرويس خان نيكه او احمد شاه بابا له دغې سيمې څخه را پورته شول او له تهران نه تر كشمير او ډيلي پورې ورسيدل.
غرجستان غرشستان، غرستان
دغه سيمه د افغانستان په تاريخ كې وړ ځاى لري چې د لويو واكمنو ټاټوبى او پلازمينه وه او له دې سيمې نه تر لېرې هېوادو پورې د دوى واكمني غوځېدلې وه
دغو واكمنو په بيلابيلو وختونو كې په خراسان ، سيستان ، هندوستان حكومت كړى او همدارنګه په مروه ، بلخ ، تخارستان او اّن د پامير او چترال تر غرونو پورې پرتې سيمې او ولايتونه د دوى تر ولكې او واكمنۍ لاندې وو گ يو انګرېز پوځي "توماس هولديچ Clonel Sir Thomas Holdich " وايي چې د غور نوم په اورېدو د انسان سترګو ته يوه داسې لويه او پراخه ځمكه دريږي چې له هند نه را واخله تر ايرانه او له اّمو نه تر هرمز پورې غزېدلې وه
د دغې لرغونې سيمې څلور خواويې په دې ډول دي : لويديځ پلو ته هرات او مرو ، ختيز ته پخپله غور، شمال لوري ته مېمنه او د مروې يوه برخه، سهيل ته غزني او د غور ولايت پروت دى گ د مقدسي او ياقوت د څېړنو له مخې غرج (غرش) يې د غره په مانا ذكر كړى دى او واكمن يې د " غرج الشار" (ملك الغرجه ) په نوم نومولي دي گ د " البشاري " په نوم څېړونكي د " غرج الشار" سيمه د غزني هېواد په نوم ياده كړې ده
يو شمېر تاريخپوهانو او څېړونكو پخپلو ليكنو كې دغه سيمه د " غرستان " په نوم نومولې ده. د بېلګې په توګه " طبقات ناصري " او منهاج السراج هم د غرستان نوم وركړى دى . د عربي ژبې ځنې جغرافيه ليكونكو هم د غرستان كلمه په خپلو متونو كې ياده كړې ده له ليكوالو او څېړونكو سر بېره اولسي خلكو هم د غرجستان په ځاى غرستان پخپلو خبرو اترو كې ځاى ځاى راوړى دى . له دې سره جوخت د " شار " تورى هم استعمال شوى دى .د ساري په توګه "ماركورات" د "شار"، "شير"، "شاه " او " ښار " كليمې د " كشتريه " له ريښې څخه ګڼي
د غور د غرني هېواد ( ملوك الجبال ) اوسيدونكي واكمن د "شنسب " د ټبر غړي وو چې په بيلابيلو وختو كې واك ته رسېدلي دي . ددې سيمې جغرافيوي جوړښت داسې دى چې د بهرنيو تيري كونكو ګواښ يې په ډېرې اسانۍ په شا تمبولى شو ځكه چې لوړو او هڅكو غرونو يې داسې ځانګړى جوړښت خپل كړى چې د هر واكمن له پاره د پام وړ وو
د غور غرونه شمال ته د بابا غره او دباميانو په سيمې ، سهيل ته " د هراووت " او زمينداور ، لويديځ لور ته فراه ، بادغيس او هرات او ختيز پلو ته په غزني او اجرستان ( تاريخي وجيرستان ) پورې نښتي دى . نو ځكه خو ډېرو څېړونكو دغه سيمه د " شاران غرستان " په نوم ياده كړې ده
د غزنويانو او سامانيانو په پېر كې هم دغه نوم مشهور وو . العتبي ( تاريخ يمني كي)، ګرديزي ابوالفضل بيهقي، حدودالعالم ، موسى خورني ( په ارمني جغرافيه كې ) او ياقوت هم ياد كړى دى گ دارنګه نامتو تاريخپوه ارتولد دوه ټبرونه چې په غرستان كې واكمن وو يو يې هوتكي غلزيان او بل يې غوريان دي داسې پرتله كوي : "د اولسمې پېړۍ په پاى او داتلسمې پېړۍ په سركې هغه مهال چې صفويانو ماتي وخوړه نو بيا د هوتكيانو واكمني دومره پراخه شوه لكه څنګه چې غوريانو په دولسمه پېړۍ كې ترقي كړې وه … " رښتيا هم د غوريانو د واكمني په مهال د غور له نامه سره ډېر وروستاړي وتړل شول چې په ځنې ځايو كې سيمې او ټبرونه هم په دغه نوم ونومول شول : غوري، غوربند، غوري زي، غورياخيل، (خليل او مومند دوه ټبرونه ديوه پلار اولاده)، غوريا ، غورني ، غرشين ( كله د شرخبون څانګه هم بلل كيږي ) ، غري ( خټكو ته هم استعمال شوې ) د ساري په توګه يادولى شو گ ښايي ددې لا مل دا وي چې دلته د اسلام نه دمخه او وروسته خپلواك حكومتونه تېر شوي دي . سوري ( زوري ) كورنۍ د اسلام له سپېڅلي دين له خپرېدو نه دمخه د تخارستان، هرات، غور او خراسان په ځمكو كې واكمني چلولې ده او دغرشا په نامه يادېدل چې د غر، غرش، غرز، غلز، غلج، غربند (غوربند) او نور د يوې ريښې ګډ توري دي گ لرغونپوهان په دې اند دي چې سوريانو (سور= زور ) يو لرغونى افسانوي مشر درلود چې د ضحاك په نوم يادېده گ فردوسي يې ضحاك بولي، په سوري تاريخ كې سهاك بلل شوي، په طبري، البيروني او ابن بلخي كې " بيوراسپ ازدهاق "، په مسعودي كې "دهاك" (چې معرب يې ازدهاق دى )، په اوستا كې " دهاكه = اژي دها – اژدهار " دى گ ځنې څېړونكي ضحاك د سهاك په نوم نوموي او ښيي چې دا همغه سكايې ټبر دى چې د هخامنشيانو په ډبرليكونو كې ګورو چې وروسته په ساكزي، سكزي، سيستاني، ساك زايي، اسحاق زايي اوښتي چې موښه ترې " سكا " ټبر دى … پوهاند زيار پخپله هر اړخيزه څېړنه كې كاږلي دي " … په ټبر نومونو او ځاى نومونو كې ساكي فرهنګ پوره ژوندى ساتلى اّن تر دې چې پښتنو ګډ پلار كاس ( معرب قيس ) ورسره هم نوميز ( رسمي ) اړيكې لري همداسې پسې صحاك ( سهاك ) كاسي، كسى غر، ساكزي، ساك خيل، كاسيان … " پښتو او پښتانه د ژبپوهنې … 12 او 13 مخونه
كه چېرې بيلابيل تاريخونه وګورو ډېر داسې نومونه به ومومو چې په رښتنې بڼه له لومړنۍ ريښې سره بيخي پردۍ شوي او ځنې بيا خپله ريښه ساتلې ده د بيلګې په توګه سيست = سيستاني ، سركاڼي = د الكوزي څانګه، شګرزايي = بړيڅان، سكتوى = اور مړ اوساك، ملهي خيل = سليتي خيل، ناغر = وسيتي، غرون = سرك او سركي زايي ، لودي = سوران او سوران خيل = خروټي يادولاى شو
څنګه چې په لرغوني تاريخ كې بخديم د شاهانو د واك پلازمينه وو دغسې په غور كې هم پادشاهان واكمنۍ ته رسېدلي دي . كه چېرې موږ ددغې سيمې د واكمنۍ تاريخ له دوه تنو امير سوري او سام څخه پېل كړو نو ويلى شو چې دوى په هغه مهال د واك او قدرت واكمن وو چې له دوى وروسته د غور او يا د نورو سيمو ټبرونه ورته منسوب شوي دي گ فردوسي د ماهوي سوري او د "زور" د غره مشهور بت يادونه كړې ده چې هيون څنګ ( په 603 م كې ) دغه بت د " شونا " په نوم ياد كړى چې سترګې يې د ياقوتو وې. دسوري ټبر يو بل مشر د خرنك زوى شنسب دى چې د منهاج السراج په روايت د فخرالدين مبارك شاه د "نسب نامې" نومي كتاب په حواله نوموړى د حضرت على (رض) په وړاندې د اسلام سپېڅلي دين ومانه چې بيا خليفه ورته بيرغ وركړ كله به چې دده دكورنۍ غړي واكمن شو بيا به دغه بيرغ هغه ته سپارل كېده خو د اسلام د زمانې د غور لومړنى پادشاه شنسب دى چې تر ده وروسته امير پولاد غوري چې زوى يې امير كروړ نومېده دپښتو ژبې شاعر او اتل ګڼل شوى دى چې په 154 هـ ( 772 م ) د پوشنج (د هرات لويديځ) په جګړو كې مړ شو . د محمد بستي د سوري تاريخ په حواله له ده وروسته دده زوى ناصر يادونه كړېده او منهاج السراج بيا دغوريانو د واكمنې كورنۍ يو بل امير بنجي چې د نهاران شنسبي زوى وو يادونه كړې ده چې دغوري قومندان امير "شيش" ( د بهرام غوري زوى ) سره يو ځاى د هارون رشيد دربار ته تللي وو . له ده وروسته دغور اميران ( 170 هـ 786 م ) د همدې پاچا (بنجي) له اولاد څخه ګڼل كيږي
د شنسبيانو دكورنۍ بل پاچا امير سوري وو چې د صفاريانو ( 253 – 967 م) په مهال د غور واكمن وو. ځنې خېړونكي وايي په دغه مهال هم د غور نيم اوسېدونكي لا مسلمان نه وو او هغه وخت چې توركي سبګتګين په غور تېرى وكړ لا د سوري ټبر د غور واكمني ساتلې وه خو امير محمد سوري بيا د اهنګران په كلا كې د غزنوي محمود له خوا ونيول شو ( 405 – 1005 م ) او له زوى (شيش) سره يو ځاى يې غزني ته واستول شو چې دده له خواشينوونكي مرګ شيخ اسعد سوري يوه بې جوړې بولله ويلې چې په "بفنين" كې كښلې شوې وه
د غور واكمنو د خونړيو جګړو په لړ كې بيا هم ددې سيمې نيمه واكمنۍ وساتله چې د امير محمد سوري له وژنې وروسته (كه څه هم ځنې وايي چې پخپله يې زهر وخوړل) دهغه زوى بوعلى د غور په منديش كې د هغه په ځاى كېناست بيا دهغه وراره عباس د شيش زوى د خپل تره واكمنۍ پايته ورسوله او پخپله واكمن شو خو له ده وروسته دده مشر زوى امير محمد د غور واكمن شو او ورپسې دده زوى قطب الدين حسن د غور د پاچاهي په تخت كېناست چې دى د غوري پاچاهانو نيكه او نوميالى وو ( 460 – 1067 ) په پاى كې د غوري ټبر د پاچاهانو يادونه كوو چې له نوموړي نه دمخه يا وروسته واكمنۍ ته رسېدلي دي :
_ شنسب د خرنك زوى ( 40 – 80 هـ )
_ امير پولاد د شنسب زوى ( 130 هـ شاوخوا )
_ امير كروړ د امير پولاد زوى ( 139 – 154 )
_ امير ناصر د كروړ زوى ( 160 هـ شاوخوا )
_ امير بنجي د نهاران زوى ( 170 هـ شاوخوا )
_ امير سوري ( 253 هـ )
_ امير محمد سوري ( 405 هـ )
_ امير بوعلي د محمد سوري زوى ( 425 هـ )
_ عباس د شيش زوى د بو علي وراره ( 450 هـ شاو خوا )
_ امير محمد د عباس زوى ( 450 هـ )
_ قطب الدين حسن د محمد زوى ( 460 )
_ ملك الجبال عزيزالدين حسين قطب الدين حسن زوى ( 510 هـ )
_ قطب الدين محمد د عزيز الدين حسين زوى ( 541 هـ )
_ بهاوالدين سام د عزيز الدين زوى ( 544 – 554 هـ )
_ ملك شهاب الدين خرنك د عزيز الدين زوى ( 550 هـ )
_ ملك شجا الدين د عزيز الدين زوى ( 550 هـ )
_ سلطان علاو الدين حسين د عزيز الدين زوى ( 551 هـ )
_ سلطان سيف الدين ( 543 – 544 هـ )
_ ملك فخر الدين مسعود ( 540 هـ )
_ سيف الدين محمد د علاوالدين غوري زوى ( 551 هـ )
_ سلطان غياث الدين محمد سام ( 558 – 599 هـ )
_ سلطان معزالدين محمد سام (569– 602 هـ )
_ سلطان غياث الدين محمد د غياث الدين محمد زوى ( 599 – 607 هـ
_ سلطان بهاودين سام د محمد زوى ( 670 هـ )
علاوالدين اتسز، علاوالدين په غور كې، ملك ناصر الدين، سلطان شمس الدين، سلطان بهاوالدين، جلال الدين ابوعلى، علاوالدين مسعود، د بهاوالدين سام زوى او علاوالدين مسعود د شمس الدين محمد زوى ( 610

له بهیر ویپ پاڼی نه په مننه .