دانسانی جسم دخلیاتو له مطالعی څخه څرګنده شوه چی خلیه که دهډوکی وی او که د مینی ، اعصابو ، غدودو ، نوکانو اویاوېښتانو وی په هره خلیه کښی دننه د ډی این ای د کرموسومز او جنین دجوهری ساخت یو ډول وی .

دا حقیقت هسی هم ښکاره دی چی د جنسی تخم ریزی پر وخت دسپرمز او دهیضی د یوځای کیدلو څخه خلیه منځ ته راځی هغه خلیه دخوراک په شتون سره له یوه دوه او له دوو د څلورو د زیږولو په تناسب سره دتخلیق پر مهال دځان په څیر خپل نقلونه تیاروی .

په لومړنی خلیه کښي نه هډوکی وی ، نه وینه ، نه اعصاب او نه ویښتان نو بیا سوال دادی چی د خود افزودګی په دوران کښی داهرڅه ولی جوړ شی ؟ ځواب دادی چه دخپل ځان د ژغورنی په موخه هرڅوک مختلف نوعه دفاعی قوتونه جوړوی دروزی دتخلیق کولو لپاره هم باید متنوع حرکات پکار واچول شی او ددفاع لپاره هم باید هرسړی کلکه وړتیا ولری .

لومړنې ډی این اې دخپلی مرستی لپاره بله ډی این ای تخلیق کړه او بیا هری ډی این ای بله ملګری تخلیق کړه ، د افزایش پدی شرح کښی مایع ډی این ای دخپلو فوځونو په کنټرول کښی له صلاحیتونو څخه بی برخی کیدی شی نو له دی کبله دمقابلی دمجبوریتونو او هم دخپلو مشقونو په نتیجه کښی د ډی این ای دیوی برخی له ځواکونو څخه دهډوکو له بلی برخی څخه دخوراک د تقسیم او له ځینو څخه د اعصابو او د جزباتو د تخلیق لپاره ټول پر هارمونی غدودو وویشل شول . 

دتنوع دا تشریح نفسیاتی بڼه لری ددی شاته د فزکس او کمسټری کاروبار تر غور لاندی ندی نیول شوی ترڅو چه د ډی این ای د کار او خاصیت ژباړه په فزکس او کمیسټری کښی ونه شی تر هغی دی ته حقیقی ساینس نشی ویلی کیدلی .

دفزکس او کمسټری د اصولو په رڼاکښی د ژوند تخلیق د طبی او کیمیاوی قوتونو له برکته دی .

په دی ډی این ای کښی د تنوع (بیلابیل والی) لاملونه ټول مادی قوتونه دی لکه کشش تقل ، برقناطیسی قوتونه ، ټیمپریچر (دهوا درجه) او نور دبیلګی په توګه کولا د کاربڼ یوه بڼه ده کله چی ورباندی د ثقل او تودوښی درجه (انډول) زیات کړل شی نودا په جواهراتو بدلیدی شی د کولا او جواهرو ساخت توپیر نه لری خو په ښکاره ډول د دواړو د خاصیتونو تر منځ ډیات توپیر شتون لری .

همداسی دژوند دپیل دپړاو لومړنی خلیه (ژوه کی) دفزکس او ریاضی له ډیرو قوانینو تیریږی لکه دزمان او مکان قونین ، دکشش ثقل ، دخوراک دعناصرو کیمیاوی قوانین ، د میټابولیزم او کیټابولیزم قوانین او داسی نور .

کله چی لومړنی خلیه خوراک ترلاسه کوی او غوړیږی نو دخوراکی توکیو سره د خپلو اړیکو په غرض هغه دخپلی صطحی رقبه پکار اچوی .

هغه خوراک د خپلی سطحی درقبی په اندازه ترلاسه کوی او غټوالی کوی . دخپل حجم له مخی ترغوړیدو وړاندی یی درقبی مقدار زیات وی ، او ترغوړیدو وروسته بیا دحجم مقدار پخپله زیاتیږی .

څنګه چی حجم تر رقبی زیات شی سمدلاسه خلیه دخوراک سره داړیکو په موخه خپل ځان دوی ټوټی کړی او خپل حجم له رقبی سره یوشانته کړی کنه نو چوی او له چاودنی سره دخلیی مرګ رامنځ ته شی .

له بل لوری کله چی خلیه له یو څخه دوه او له دوو څخه د څلورو په شمیر ډیرښت کوی نو د یوی هواری سطحی په بڼه غوړیږی خو هغه خانه ډیره لنډه ده چی خلیه ورکښی غټوالی کوی . اوس یو سوال دادی چی کله موږ حساب ولګوو چی خلیات چی له یوڅخه دوه له دوو څخه د څلور په حساب زیاتیږ نو داخوبه د انچ نه د فټ او دفټ د ګز په لوری باالاخره له مځکی تر اسمان لویه شی ؟ خو اصلا په عملی توګه داسی کیږی نه چی ددی مخه ځانګړی خلیاتی جنین نیسی جنین پخپله د څلورو خلیو له رغیدلو نه وروسته یوه خلیه له منځه وړی او په اتو خلیو کښی دری خرابوی .

د انسان دبدن د ارتقا پر مهال د میټابولیزم (رغاونی) تګ تر کیټابلولزم (تحلیل) ګړندی وی د ځوانی پر مهال دا کار بشپړ شی ولی وروسته له دی خبره چپه شی د کیټابولزم عمل تر بیارغونی کړندی کیږی خو ددی هرڅه پیښوخپل مادی او ساینسی لاملونه شته .