مرګ او بوډاوالی څه دی ؟ (ساینس څه وایی)
(لومړنی برخه)
په لومړی سر کښی ساینسدانانو فکرکاوه چی روح له جسم څخه بیل کوم شی ده چی کله له جسم څخه بیل شی هغه بدن مری ارسطو هم روح له بدن څخه یو الوتونکی څیز ګڼلو.
ولی وروسته چی بیا کله چی بیالوجی د مشاهداتو ، تجربو ، او د تکنیک پر بنسټ د یو مستقل ساینس بڼه غوره کړه بیا څرګنده شوه چی ژوند له دباندی نه را نازیلیږی بلکه ددی سیاق او سباق له وړاندی نه په کومه خلیه کښي شتون درلود .
خلیه خپل ارتقایی وړاندی تګ کوی نور نوی خلیات زیږوی او بیا دځانګړو حالاتو له کبله دخلیاتو دا ټول سیستم له منځه ځی چی لومړی د بوډاوالی اوبیا دمرګ سبب جوړیږی.
زوړوالی هم اصلا دخولیاتو تدریجی مرګ دی د ژوند ټول حیاتی نظام په خلیاتو کښی د ډی این ای پر کیمیاوی تعاملاتو دارومدار لری . په عمومی توګه د ډی این ای خپل یو ځانګړی سیستم تل د نورو سیستمونو سره په مسابقه کښی وی لکه دانسان ډی این ای چی تل دنباتاتو اوحیواناتو ډی این ای ګانی خپله غذا جوړوی .
او پدی شکل د بیکټریا او وایرس ډی این ای بیا له نباتاتو اوحیواناتو سره سره د انسانانو ډی این ای ګانی له منځه وړی دارنګه هر ډی این ای سیسټم دبل تر ګواښ لاندی وی ځکه نو د ډی این ای جنیاتی پروګرام تل ستړی ژوند تیروی او همدا اړی ګړی د ژوند دزوال سبب ګرځی .
ډی این ای په خپل ذات کښی یوه داسی کارخانه ده چی خپل نقلونه (فوټوسټیټ) تیاره وی او د ژوند دمقابلی لپاره خپل فوځونه تل زیاتوی .
هره ډی این ای له یوه دوه له دوو نه د څلور دزیږولو په تناسب خپل افراد زیاتوی . په دی ډګر کښی د ډی این ای د خپلو کافیانو دزیاتولو دوی لاری چاری دی .
یو ټکنک دادی چی کله یوه ډی این ای خپله فوټو کافی تیاره کړی نودا خپله تری بیله شی د ژوند دتخلیق ځانته هره ډی این ای بیل بیل عمل پیل کړی پدې طریقه کښی جنسی طریقه تولید (سیکس) نه دی شامل . د سیکس په عمل کښی د ډی این ای یوه سپرم د مخالف لوری له سپرم سره یوځای کیږی دیوبل دجنینو د تخلیقاتی ، معاشیاتی . او د دفاعی معلوماتو څخه په ګډه کار اخلی او دخپل ژوند د تکنیک هڅی پرمخ بیایی .
له سیکسه پرته دانسانی تخلیق له عمل نه پیداکیدونکی انسان بیا نه زړیږی او نه ورباندی قدرتی مرګ راځی (دمصنوعی انسان (کلوننګ والا انسان) دحادثاتی مرګ دمخنیوی لپاره هم ساینسدانانو تیوریکل پریکټس پیل کړی دی او پدی موخه ځینی فلمونه هم جوړ شوی دی ) مثلا امیبه یو کوچنی ابی مخلوق دی ددی حیوان په خلیو کښي هډوکی ، وینه ، اعصابی رشتی ، نشته او دا دخلیاتو یو واحدانی نظام لری چی کله امیبه پرمنځ دوی ټوټی کړل شی نو هره برخه یی ځانته بیله بشپړه امیبه تشکیلوی .
په دی عمل کښی پلار څوک دی او زوی څوک دی ؟ دا نه جوتیږی دتقسیم له دی لاری هره خلیه تل نوی تازه وی نه پکښی مرګ او نه زوړوالی راځی .
دا بیله خبره ده چی د امیبه د حادثاتی مرګ لپاره دهغی د ښکار په موخه په زرګونه ډول نور ابی حیوانات موجود وی . لنډه داچی هغه لکه انسان په داسی طبعی مرګ نه مری چی بوډا شی او فنا شی .
د تخلیق انسانی بالسکس او تخلیق انسانی بلا سیکس څخه دا قیاس منځ ته راځی چی انسان خپل زوړوالی او مرګ له سیکس سره دځان په سودا کښی ترلاسه کړی دی .
ځکه له سیکس څخه تخلیق شوی هر ژوندی به د مرګ کندی ته لویږی . دبیله سیکس نه د ژوند لویه کمزوری بیا داوی چی خپل دفاعی نظام یی دومره کمزوری وی چی د سیکس له لاری تخلیق شوی ژوی یی دخپلو معلومات دزیاتوالی له کبله په ډیره اسانی سره ښکار کولای شی .
لکه امیبیه او پرامیسیا چینچی چی تل دنورو خوراک وی . انسانی ډی این ای پخپله هیڅ کله مرګ نه غواړی ولی بیا هم مرګونی عمل تل ورباندی مسلط وی .
په انسانی جسم کښي د خلیاتو دماتیدو راماتیدو عمل تل جریان لری لکه کله چی انسان کار کوی نو په دی سره هم دهغه دبدن زیات شمیر خلیات له منځه ځی چی دی ته د میټابولزم د عمل برعکس د کیټابولزم عمل ویل کیږی لدی امله وروسته دانسان پر بدن بیلا بیلی دانی راخیږی او مړی شوی خلیی د زوو او نو په بڼه له بدنه خروج کوی .
په سیکسی اپرټس کی د میټاسز برعکس دمیسیاسز دعمل له لاری خلیات سره مروړل کیږی او بیا په سپرم بدلیږی .
په بوډاوالی کښی دخلیاتو دله منځه وړلو عمل ډیر په تیزی سره روان وی . دوینی خلیات هم ډیر په چټکی سره مصرفیږی او بیره په دغومره بیړه سره تولیدیږی .
د ناروغی پر مهال چی وایرس بدن ته داخل شی دهغه له امله هم زیات شمیر خلیات بربادیږی .
دارنګه موږ ویلای شو چی په انسانی ژوند کښی لا پر خلیاتو مرګونه واریدیږی .