څلوریزه

 

په خپل نسل کړی فخر زموږ نبی دی

دا تقسیم شوی له اصله ازلی دی

 

حلیم وایی افغانیت نه چی منکر وی

پښتون ندی دادکرخو حرامی دی

 

 

غزل

بیا به راشی په دی لار کاروان دمشکو

غورته درومی به جوپی دهسک ټبار

 

دتاریخ تکرار به بیا شی په دی سیمه

افغانان به بیا غورځنګ ته شی تیار

 

دلاهور له تور تندی له ورایه ښکاری

بیا به کیږی په لاهور زموږ یلغار

 

ړنګوو به برګ مورچل دتورلینګیانو

راپاسی به خیبر شال په یوه وار

 

نه به لروی نه به بر په یو ټبر کی

ټول به غونډ تریو بیرغ وی په لوی ویاړ

 

ای حلیمه شملزی په یو اواز به

په ډلو تر پولی اوړی په تلوار