لار دشیرشاه یم له کابله تر ډیلي رسیږم

افغان وطن یم له واخانه ترسوي رسیږم

 

راځم په بل وړه ونړی ته نوی زیری راوړم

نن هغه نه یم نن دنن ورځی تر ځي رسیږم

 

چیغه دوخت شومه دهر سړي تر غوږه لاړم

خپلوان لا څه کوي ترغوږه د پردي رسیږم

 

ماته یي تار وو دکچکول دپړی هار پیلي

بیاهغه خان یم د خانانو ترخاني رسیږم

 

زه شملزی تل د تورسرو د لمن تور وینځم

سوزیمه دښته کي وشپون ته په شپيلي رسیږم

 

بله غزل

 

دزړه انځور کی دی تصویر نه لرم

ځکه ضمیر ګرځم ظاهر نه لرم

 

دژوند په درس کی بی مفهومه پاتې

افغان جهاد یمه تفسیر نه لرم

 

زه ددی خاوري کړیدلی اولس

دهوسایني هیڅ تقدیر نه لرم

 

زما دقسمت ستوري به ځکه چورلي

چی دتړلو یي ځنځیر نه لرم

 

حلیمه ننګ غیرت مړانه لرو

غم دتدبیردی بل څه ویر نه لرم