غزل
چاراتړلي دي ترغاړې زمونږ خپل لاسونه
زخمي زخمي په وينوسره لکه دګل لاسونه
خدايه زما دمينې يار پکې ژوندی وساته
دښکلا چم ته راتېر کړي عزرايل لاسونه
والله که کېږي پرې تسل دميرات شوي زړګي
تابوت کې راوړي پېښورته له کابل لاسونه
لپه دې راکړه داوبو ښه دې دخدای سره دي
ما دې په خوب کې خوږه ياره ښکلول لاسونه
مظلوم ګرېوان ته مې جانان داسې په شنه کې ناست دی
لکه اوږده کړي فلسطين ته اسرائل لاسونه
بيا دشاعرې ښاپېرۍ په لاره پل اخلمه
تړونه ځکه ښکلومه دغزل لاسونه
تړون / اسداباد
09.09.2009
- سمیع الله تړون
ټپه اييزې
چغې کړم یار له خوبه پاڅم
ښه په تلوار له خوبه پاڅم
خمار خمار له خوبه پاڅم
په انتظار له خوبه پاڅم
زه چې سهار له خوبه پاڅم
اول سلام د کبرجن جانان کومه
یار چې په ټوکو کې خفه کړم
په ځان مې جوړه زلزله کړم
داته چې وایی زه يي نه کړم...
09.09.2009
- سمیع الله تړون
د کندوز وروستۍ خونړۍ پېښې ته
کندوزه ! بيا څنګه په سرو وينو کې ولمبېدې بيا دې د کوم يزيد د ظلم انتها کې وينم ؟لکه پرې شوي ګلابونه له ډنډره پراته مړه ماشومان دې په څه نوې کربلا کې وينم
د بګولان د قتل عام يادونه بيا تازه شول د مور د غېږې ماشومان دې بل تيمور ووژل تر پښتانه غرور دې جارشمه ،سدکه دې شمهد وخت مغل بس په همدغه...