ټپه اييزې
چغې کړم یار له خوبه پاڅم
ښه په تلوار له خوبه پاڅم
خمار خمار له خوبه پاڅم
په انتظار له خوبه پاڅم
زه چې سهار له خوبه پاڅم
اول سلام د کبرجن جانان کومه
یار چې په ټوکو کې خفه کړم
په ځان مې جوړه زلزله کړم
داته چې وایی زه يي نه کړم
هسې په خوله به درته ښه کړم
له ټولو بدو به توبه کړم
جانانه ستا له مينې نه توبه کومه
یاره سهار دی راپاڅېږه
راولاړېږه روانېږه
لاس راکه مه رانه شرمېږه
روژه ده مه رانېژدې کېږه
بند په بند مه رانه تاوېږه
که مسافر شوم بیا به نه درځي خوبونه
نظامي / اسداباد
09.09.2009
- سمیع الله تړون
دتهجد لمونځ او ګټې يي
دحديثو پوهانو د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه ښوولى، دا لمونځ د الله تعالی په وړاندي ډير ارزښت لري اوپه نفلي لمونځونوکې تر ټولو زيات ثواب لري ( مسلم ، ترمذي، ابو داود )
په قرآنكريم كيْ د تهجدو په هكله الله تعالى فرمايې :
بې له شكه د الله تعالى څخه ويريدونکې به په باغونو او چينو كې وي او...
09.09.2009
- سمیع الله تړون
غزل
چاراتړلي دي ترغاړې زمونږ خپل لاسونه
زخمي زخمي په وينوسره لکه دګل لاسونه
خدايه زما دمينې يار پکې ژوندی وساته
دښکلا چم ته راتېر کړي عزرا...