دتهجد لمونځ او ګټې يي
دحديثو پوهانو د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه ښوولى، دا لمونځ د الله تعالی په وړاندي ډير ارزښت لري اوپه نفلي لمونځونوکې تر ټولو زيات ثواب لري ( مسلم ، ترمذي، ابو داود )
په قرآنكريم كيْ د تهجدو په هكله الله تعالى فرمايې :
بې له شكه د الله تعالى څخه ويريدونکې به په باغونو او چينو كې وي او هغه ( نعمت ) به واخلي چې ددوي رب يې دوي ته وركوي ، بې له شكه دوي له دى وړاندې دخير كاركونکې و، په شپه كې دوي ډير كم ويده كيدل او دشپي په وروستۍ برخى كې به يې د الله تعالى نه دخپلو ګناهونو بښنه غوښتله ( الذاريات ۱۸ – ۱۵ )
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
حضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې الله تعالى پر هغه شخص رحم كوي چې په نيمه شپه كې بيداريږي او د تهجد لمونځ ادا كوي او خپله ميرمن هم بيداروي او هغه هم دتهجد لمونځ ادا كوي او كه هغه نه رابيداريږي نو ( له ډيرى مينى ٍيې ) پر مخ اوبه ورشيندي او الله تعالى هغې ميرمنې ته هم درحم وكرم په نظر ګوري ، چې په شپه كې تهجد كوي او خپل خاوند هم دتهجدو لپاره بيداروي او كه هغه نه بيداريږي نو ( په مينې يې ) مخ ته اوبه ورشيندى ( ابو داود و نسائى ) په جنت كې داسى شفاف قصرونه دي چې دننه نه به ترى بيرون او د بيرون نه به ترى دننه هرڅه ښكاريږي ، دا ماڼۍ الله تعالى دهغه انسانانو لپاره تيارى كړيدى چې په نرمه لهجه خبرى كوي ، بې وزلانو ته ډوډۍ وركوي، زياتره روژه وي او په داسى حال كې د شپي لمونځ ( تهجد) كوي چې خلك ويده وي . ( ترمذى او بيهقى )
حضرت ابو هريره رضى الله تعالى عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا حديث رانقل كړيدى چې كله دشپي دريمه برخه پاتې شي نو الله تعالى ړومبي آسمان ته نزول وكړى ( څرنګه نزول چې دهغه شان سره لايق وي) او وفرمايې داسې څوك شته چې دعا وكړى اوزه يې قبوله كړم ؟ داسې څوك شته چې زما نه څه وغواړى او زه يې وركړم ؟ داسى څوك شته چې رانه بښنه وغواړى او زه يې وبښم ؟
وروستيو ساينسى څيړنو اوس دا ثابته كړي ده چې دشپى په وروستۍ برخه كې د خوب نه د رابيداريدلو پر مهال د انسان ديادښت قوت ډير ځواكمن وي چې له امله يې انسان خپل ګناهونه ځانته په اسانه رايادولاى او ترى توبه ويستلاى شي .
كومې صحي ګټې چې د نورو لمونځونو سره تړلى دي مثلاً دبندونو او پلو مناسب ضرورى او ګټور ورزش ، دسجدى له امله دمخ په مساماتو ( ) کې دوينى زيات چلښت ، دبلغمو بيرون كيدل اوعصابو ته د زياتى وينى رسيدل چې له امله يې اعصاب زيات رشد او نمو كوي، دا او نورې صحي ګټې دتهجد لمونځ هم لري خو ددې ترڅنګ يې پوهانو د يولړ نورو صحى ګټو يادونه هم كړيده مثلاً دتهجدو لپاره دوختى پاڅيدوله بركته دجسم نه دفضله موادو د ژر وتلو چانس زيات وي چې په بدن كې دزيات پاتى كيدو له امله يې په سګو فشار زياتيږي او نور ډول ډول ضررونه بدن ته رسوي .
په ۲۴ ساعتونوكې دشپي په وروستۍ برخه كې په هوا كې تاز ګې او اكسيجن تربل هروخت نه زيات وي نو څوك چې دتهجدو ته دشپي په وروستۍ برخه كې بيداريږي د اكسيجن نه ډكې او تازه هوا دتنفس كولو نه به زيات برخمن وي چې له بركته به يې شوشونو او دماغوته زياته ګټه رسيږى او د نورو په نسبت به زيات توانمندوي .
يوه مشهور امريكايې ساينس پوه په خپل كتاب كې ليكلي دي چې دشپي ژر بيده كيدل او دسهار وختى بيداريدل انسان د زياتى روغتيا مالدارۍ او عقل مندۍ نه برخمن كوي .
امريكن كينسر سوسايټى نومى څيړونکې ادارى د ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۸۸ پورې ديو ميليون نه د زياتو انسانانو د ويده كيدلو معمول او دصحت په هكله يوه ساينسي سروي ترسره كړي وه پدې سروي دشاملو انسانانو عمرونه د ۳۰ نه تر ۱۰۲ پوري و، دې سروې جوته كړي وه چې كوم انسان هره ورځ د ۸ ساعتونو نه زيات خوب كوي دهغوي دمړينى فيصدى يو پردرى دهغوي نه زياته وه، چې هره ورځ ۸ ساعته يا د ۸ ساعتونو نه لږكم بيده كيدل ، همدا راز كوم انسان چې د هره ورځ ۱۰ ساعتونه يا د ۱۰ ساعتونو نه زيات بيده كيدل دمړينى فيصدى يې د چاقو انسانانو برابره وه ( خودا پرته له كوچنيانو ) ددي څيړنى مشر ساينس پوه ډاكټر كربك ويلى و چې درو غتيا لپاره په
ساعتونو كې ۸ ساعته خوب څه ضرورى ندى ببلکې ۶ يا ۷
ساعتونو كې ۸ ساعته خوب څه ضرورى ندى ببلکې ۶ يا ۷ ساعتونه خوب هم دصحت لپاره بسياکوي.
په ۲۰۰۳ كې x دصحت په بخش كې په امريكاكې چاپ او خپور شوي كتاب كې راغلى دې چې كوم انسانان چې دكمپيوټريا تلويزون تيزو وړانګو ته دشپي تر ناوخته مخامخ ناست وي او دروځى دلمر ختلو نه پس بيدار يږي نو په جسم كې د ننه دهورمونو نظام به يې ګډوډۍ ښكار كيږي او په جسم كې د فشار دمخنيوي، دوزن دكمولواو دعضلاتو د ترميم خدايې اتوماتيك نظام ته ډير تاوان رسيږي چې له امله يې د وخت په تېرېدو سره د انسان په صحت ډيرى ناوړه اغيزى پريوځى
دنورو انبياو په څير پر رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د تهجد لمونځ واجب و، اود امت عامو افرادو لپاره دنفل درجه لري خو كوم مسلمان وروڼه او خويندې چې ددين په ۳ مهمو څانګو يانې دعوت ، جهاد او د ديني علومو تدريس كې بوخت وي او ياد كوم اسلامي حرکت سره تړاو لري نو دهغوي لپاره د تهجد لمونځ ډير زيات ګټور او تريو حده ضروري دى او داځكه چې درى واړه څانګې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مبارك ژوند خلاصه وه نو پدې درى واړو يا د درى ونه په يوي څانګې كې خدمت كول پيغمبري كار مخ په وړاندې بو تلل دي نو دشپي په وروستۍ برخه كې رابيداريدلو او د خواږه خوب پريښودلو له امله ددې كار په هكله په عزم كې ډير مضبوطوالى راځي ، دتهجد داعبادت دورځې دعبادت په پرتله په انسان زيات دروند وي او ډير مشقت ته اړتيا لري نو ځكه يې د التزام په صورت كې په سړى كې ډيره ثابت قدمى پيداكيږي ، د الله تعالى په لار كې په لوړ مورال كار كولى شي او پرنړۍ دحق دعوت دغالبولو لپاره په لويه حوصله هڅې كولى شي .
دتهجدو له بركته مسلمان شخصيت ته الله تعالى ډير و قا روربه برخه كوي لكه په يو حديث كې چې راغلى دى چې ((جاء جبرئيل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال يا محمد اعلم ان شرف المومن قيام الليل و عزته الا ستغناء عن الناس )) رواه طبرانى فى الاوسط )
حضرت سهل بن سعد فرمايلى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته حضرت جبرئيل راغلو او ورته يې وويل چې يا محمده ! پدى خبره پوه شه چې دمومن عزت او وقار دتهجد په لمانځه كې دى اوعظمت يې دخلكو نه په څه نه غوښتلو كې دي .
ديمن نامتو دينى عالم امام انور العولکې ليكلى دي چې ددين د دعوت اوتبليغ سره تړلو مسلمانانو ته په ځانګړي توګه د الله تعالى درى خطابونه متوجه دي .
۱ - اقراء باسم ربك الذين خلق ،
۲ - قم الليل الاقليلا
۳ – قم فانذر وربك فكبر ،
يانې د دين د خپراوي لپاره چې څوك هڅې كوي بايد د اقراء (( قم )) او قم فانذر دري صفتونه په ځان كې راولي د اقراء نه مراد دا دي چې ددين علم حاصل كړه او د قم نه مراد دادى چې دتهجدو لمونځ پرځان لازم كړه او دقم فانذر مطلب دا دى چې د اسلام دعوت خلكو ته ورسوه ، هغه زياتوي چې له عبادت
پرته د انسان زړه د تيګې په څير سخت وي نو په تهجدو سره
زړه ډير نرميږي چې ددين د دعوت لپاره دا ډير اهميت لري .
تهجدوته د را پاڅيدلو تدبيرونه :
دشپي د ويده كيدلو پر مهال د تهجدو نيت پكار د ي ځكه چې پدې صورت كې كه سړى تهجدوته په راپاځيدوونه هم توانيږي د رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرمان له مخې به ورته ثواب وركول كيږي ، بل دا چې په مړه خيټه خوراك نه وي پكار هسى هم طب اوس دا وايې چې دشپي له مخې په مړه خيټه خوراك انسان ته تاوان رسوي دامريكا دنيشنل انسټى ټيوټ آف هيلت د څېړونو له مخې د 80% مرضونو لامل خوراك وي ، ډير خوراك د مرضونو مور ده . دغيبت نه ځان ژغورل هم ضروري دي امام غزالى په احياء العلوم كې ديو ولي کيسه راخيستې ده چې يوه ورځ يې د چا غيبت كړى و تر ۲ مياشتو الله تعالى تهجدوته د راپاڅيدلو نه بې برخې كړى و .
همدار راز دوخت ضايع كولو پر ځاى د رسول الله صلى الله عليه وسلم دسنتوسره سم دماخوستن دلمانځه نه سمدستى پس ويده كيدل ضروري وي كه مونږ ترناوخته تلويزون ياانټر نټ ته ناست يو نو څرنګه به تهجدو ته راپاڅيدلاى شو ، امريكايې نامتو دينى عالم شيخ حمزه يوسف ليكلي دي چې پدې پيړۍ كې د انسان دوخت دوه ستر غله يو انټرنيټ اوبل تلويزيون دي ، دې دواړو ته بايد مسلمان ډير متوجې وي ،
دامريكا مشهور طبې ډاكتر جوزف مركولا چې د Total Health Program نومي نوي تداوۍ بنسټ ايښودونکې هم دى هغه دشپې له مخې په ژر ويده كيدو او دسهار له خوا په وختى بيداريدلو ډير تاكيد كوي هغه ليكلي چې په كوم اطاق كې انټرنيټ او تلويزيون وي په هغى كې بيخى ويده كيدل نه وي پكار ځكه چې دا دواړه د فكر سكون او راحت له منځه وړى همدا راز هغه وايې چې دشپى له خوا كوم عشقى ناول هم لوستل نه وي پكار بلکې دشپي دويده كيدلو نه وړاندې كوم روحاني عمل او مذهبې كتاب لوستل پكار وي ځكه چې پدې سره فكر ته ډير ارام اوسكون رسيږي شايد ډاكټر مركو لاته به دا علم نه وي چې داسلام سپيڅلي دين پدې هكله انسانيت ته څومره روښانه او دشفقت نه ډكې لارښوونې راستولي دي ، او د ويده كيدونه وړاندې د آية الكرسى معوذتينو، سوره ملك په شمول يې مسلمان ته د ډيرو ګټورو اذكارو تلقين كړيدى او د ارام او سكون ټول تدابيريې ورښودلى دي خو كاش چې
مسلمانان يې عادت او دخپل عملي ژوند برخه يې وګرځوي .