ګناه پيژندنه:
ژباړه او لنډيز مرستيال څيړونکي
محمد حامد حليمي
د ګناه کورنۍ زمينه برابرونکي
يو له هغه زمينه برابرونکو فکتورونو څخه چې دګناه لورته دانسان په سوق کولو کې رغنده رول لري دکورنۍ دچال چلند بد او ناوړه اړخونه دي. حال دا چې دکورنۍ ښه او مثبت اړخونه له ګناه څخه په مخنيوي کې ډيرې ښې اغيزې درلودلي شي.
د اسلام سپيڅلي دين چې يو ډير جامع او جوړونکي دين دي ددې له پاره چې د کورنۍ بنسټ پر سمه توګه کيښودل شي او زيږنده يې هم سالمه او روغه وي نوله هماغه لومړيو څخه يې يو لړ لارښونې کړي دي چې که چيرې په سمه توګه عملي شي ډيرې غوره او روښانه پايلې به رامينځ ته کړي . له هغې ډلې څخه :
۲-۱- د وراثت قانون :
نن ورځ روښانه ده، همغه شان چې اولادونه په جسمي توګه له خپلو پلرونو او ميندو څخه ځانګړتياوې په ميراث وړي، په معنوي او روحي حالتونو کې هم ددوي خواص په ارث وړي.
دبيلګې په توګه که چيرې مور او پلار زړور،پاک لمنې ، دينداره او د کلکې ارادې خاوندان وي نو خپلو اولادونو ته ددغه صفاتو په ليږدولو کې ډيره ونډه لري او برعکس که چيرې مور او پلار ډارن،ناولې،سست اراده او بې بندوباره وي نو پرته له شک څخه چې په خپلو اولادونو کې به هم دغه صفتونو ته لاره هواره وي.
په قران عظيم الشان کې لولو چې نوح (ع) دخپل ګنهکاره قوم په هکله داسې ښيرا وکړي:
ژباړه : پروردګاره! له دوي څخه يو هم دځمکي په سر ژوندۍ مه پريږده ،ځکه چې که هغوي ژوندې پريږدي نو بنده ګان دې ګمراه کوي او پرته له فاجر او کافر نسل څخه بل څه نه رامينځ ته کوي.
دغه آيت د وراثت قانو ن ته اشاره کوي چې ناوړه پلار او مور د ناپاک اولاد د رامينځ ته کيدو لامل ګرځي.
پيغمبر (ص) فرمايي:
ژباړه : بدبخته انسان دمور په رحم کې هم بد بخته دي او سعادتمند(نيکمرغه) انسان دمور په رحم کې سعادتمند(نيکمرغه) دي.
يعني اولاد له خپل مور او پلار څخه نيکمرغي او بدبختي په ميراث وړي.
په پايله کې دا چې د وراثت قانون د اسلامي او علمي اصولو له ډلې څخه دي چې که پر ناسم بنسټ وي نو دګناه لورې ته د ميل مهمه زمينه برابروي.
۲-۲- واده :
واده او دکورنۍ جوړول د ټولنې او کورنۍ له بنسټيزو غوښتنو څخه شميرل کيږي چې داسلام سپيڅلي دين په دې هکله ډيره سپارښتنه کړي ده .
داسلام په سپيڅلي دين کې ډير تاکيد شوي دي چې د ميرمنې په غوره کولو کې يو لړ امور رعايت کړي . ښه ميرمن د نيکو اولادونو دروزلو له پاره لاره برابروي او بايد پوه شو چې ناصالحه ميرمنې دګناه او انحراف له زمينه برابرونکو څخه شميرل کيږي.
په دې هکله دغه روايت ته پاملرنه وکړي:
پيغمبر (ص) په يوه ټولنه کې خلکو ته وفرمايل :
ژباړه : اي خلکو له هغه سابو څخه چې له ککړو ځايونو(زمينه)څخه راشنه کيږي لري والي وکړي . يو کس وپوښتل دا سابه څه شي دي؟ ويې فرمايل ښايسته ښځه چې له بد خاندان څخه پيدا شوي وي.
همدرانګه يو کس د پيغمبر (ص) حضورته راغي او د نکاح په هکله يې له ده څخه مشوره وغوښته رسول اکرم (ص) هغه ته وفرمايل:
ژباړه : واده وکړه او پرتاده چې له دينداره ښځې سره واده وکړي.
۳-۲-د اولاد روزنه:
داسلام د سپيڅلي دين له لارښونوڅخه داده چې اولادونه دمستقيمي لارې پربنسټ وروزل شي اوکه چيرې په ناسمه توګه يې روزنه وشي نو ګناه کولو ته لاره هواروي او اسلام په دې هکله ډير تاکيد کړي دي.
هماغه شان چې مليار يا باغبان يو نيالګۍ کينيوي او ورت لازمه د ه تر څو د هغې په روزنه کې کوشش وکړي او هغه له هر ډول زيانونو څخه وژغوري تر څو يوه پرثمره ونه شي ، پلار اومور هم بايد د خپل اولاد په روزنه کې کوښښ وکړي ځکه چې ډيره لږه نه پاملرنه د انحراف لامل ګرځيدلي شي.
له واده څخه وروسته هيڅ څيز د خاوند ،اولادونو او کور څخه ميرمنې ته مهم ندي او که چيرې دکورميرمن دغه دري ستر مسووليتونه په بشپړه او سمه توګه ترسره کړي نو د ګډ ژوندانه ټولې ستونزې به يې هواري شي او هوسا ژوند به ولري.که چيرې دغه دري مسووليتونه په سمه توګه ترسره شي نو د اولادونو د ښووني او روزني په برخه کې به ستر ګام اخيستل شوي وي. خاوند ته هم لازمه ده ترڅودتوان تربريده له خپلې ميرمنې سره ددغه مسووليتونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
که څه هم مور اوپلار دواړه د اولادونو په روزلو کې مسووليت لري خو د مور مسووليت په دې برخه دروند دي، ځکه چې هغه اولادونو ته ډيره نژدي وي او له هغوي سره ډير سرو کار لري. پيغمبر (ص) فرمايي :
ژباړه : هر نوي زيږيدلي ماشوم د اسلام له فطرت سره ، له شرک او کفر څخه لري زيږيږي، او مور او پلار دي چې هغه ته يهودي اويا نصراني کوي.
او همدارنګه فرمايي :
ژباړه : خداي (ج) دې رحمت کړي هغه بنده چې خپل اولاد يې په نيکۍ او سعادت کې مرسته کړي او له هغه سره نيکې وکړي او له هغه سره مينه او انس پيدا کړي او هغه ته ښوونه او روزنه ورکړي.
بيا يې وفرمايل : خداي (ج) دې رحمت کړي هغه مور او پلار چې له خپل اولاد سره دنيکمرغۍ په لاره کې مرسته کوي.
دکورنۍ دچاپيريال تود ساتل :
د ښې ښوونې او روزنې په ډګر کې هيڅ شي د مينې او دکور د چاپيريال د تود ساتلو څخه ډير اغيزمن ندي .
پيغمبر (ص) فرمايي:
ژباړه : له تاسو څخه بهتره هغه څوک دي چې له خپلې کورنۍ سره نيک چلند وکړي او زه همداسې يم.
يو کس د رسول اکرم (ص) حضور ته راغي او ويې ويل ما کله هم ماشوم نه دي ښکل کړي. کله چې هغه لاړ پيغمبر (ص) وفرمايل : دا هغه سړي دي چې زما په نزد د دوزخ اهل دي.
نو لدې کبله په نتيجه کې ويلي شو په سمه لار او بنسټ دماشوم روزنه دهغه په بدن کې ارزښتونو ته او برعکس په سمه توګه دهغې نه روزنه لاره ګناه او انحراف ته هواروي.
تحقيردګناه لاره هوارونکۍ :
د روزنې او لارښوونې له مهمو لارو څخه يوه هم نورو کسانو او په ځانګړي توګه ماشومانو ته شخصيت ورکول دي. نو له دې کبله يو له هغه مواردو څخه چې بايد دماشومانو په روزنه کې په پام کې ونيول شي دتحقير او د ځان د کم شميرنې احساس دي.
مور،پلار او ښوونکي بايد ماشوم ته تل احترام وکړي او دهغوي غرور و نه ټکوي . يا په بله وينا له ټولو هغه موضوعاتو څخه چې په ماشوم کې د کمۍ احساس رامينځ ته کوي ډډه وکړي . همدارنګه په لويانو کې هم دا خبره بايد په پآم کې ونيول شي ترڅو خلک دکمۍ او حقارت احساس و نه کړي که نه نو دعقدې له مخې ګناه او انحراف ته لاره هواروي.
پايله دا چې انسان نبايد تحقير او خوار وشميرل شي ځکه دا کار د عقدې درامينځ ته کيدو لامل ګرځي او دا عقده ګناه ته لاره هواروي.
پيغمبر (ص) او امامانو د ماشومانو په روزنه کې کله هم د ماشوم شخصيت نه ماتوه بلکه هغې ته يې خاص احترام کاوه او دهغه شخصيت يې نور هم پياوړي کاوه.
رسول اکرم (ص) فرمايي:
ژباړه : خپلو اولادونو ته مو احترام وکړي او دهغوي روزنه په ښه توګه ترسره کړي چې خداي (ج) مو ګناهونه بخښي.
په اسلام کې راغلي چې دخپلو اولادونو ترمينځ تبيعض مه کوي،ددوي ترمينځ مساوات ټينګ کړي او له هغوي سره په نيکۍ خبري وکړي ،په هغوي بد نوم مه ايږدي او هغوي په بدو لقبونو باندې مه يادوي.
د اولادونو عفت ساتنې ته بشپړه پاملرنه:
د مور او پلار له مهمو دندو څخه داده ترڅو د خپلو ماشومان پاک لمنۍ ته پوره پاملرنه وکړي په دې هکله پيغمبر (ص) فرمايي:
ژباړه: ډډه وکړي له جماع څخه په داسې حال کې چې ماشوم تاسو ته له زانګو څخه ګوري.
او دنورد سورې په 59 آيت کې د بالغو اولادونو په هکله فرمايي چې:
ژباړه:او کله چې ستاسو اولادونه دبلوغ سن ته ورسيږي بايد(په هر وخت کې دمور او پلار اطاق ته دننوتو په وخت کې) اجازه واخلي لکه څرنګه چې له دوي څخه ترمخه کسانو اجازه اخيسته.
دا دستور مور اوپلار ته متوجه دي او هغوي بايد دغه احکام خپلو ماشومانو،هلکانو او نجونو ته ور زدګړي.او دغه مواردو ته نه پاملرنه ځيني وخت ددې لامل ګرځي د اخلاقي فساد ،رواني ناروغيو او جنسي ککړتياوو ته لاره هواروي او دهغې لامل ګرځي.
۲-۴-تغذي :
د علم او دين له نظره ثابته ده چې برسيره پردې چې خواړه د انسان دجسم دپياوړي کيدو او تقويت لامل ګرځي،د هغې په روح باندې هم اغيزې ږدي.څرنګه چې زهري يا سمي خواړه انسان مسموموي ،حرام خواړه دانسان روح ککړوي.
د مايدي سورې په دريم آيت کې لولو چې :
ژباړه: مرداره غوښه،مرداره وينه ،دخوګ غوښه او دهغه څارويو غوښه چې د خداي (ج) له نوم څخه پرته ذبح شوي وي ... پرتاسو حرام دي.
کوم خواړه چې اسلام حرام ګرځولي له حکمت څخه خالي ندي.دبيلګې په توګه:
په اسلام کې دحرامو خوړو له ډلې څخه يو هم د خوګ يا خنزير غوښه ده. دخوک غوښه په دنيا کې دود ده او ډير شمير نامسلمان وګړي له هغې څخه دخپلي دخوښې وړ خوړو په توګه ګټه اخلي.
ځينې دغرب کسان وايي چې د خوک غوښه ولي حرامه ده؟ دا غوښه خو څه زيان نه لري او که دخوک غوښه يواځې د پرازيتو او تريشينوز او نورو لامل ګرځي د علم او تخنيک پرمختګونه دغه اغيزې له مينځه وړي نو لدې کبله کله چې د خوک غوښه جسمي زيان نلري نو ولي حرامه وي؟
خو ددغه پوښتنې ځواب ډيره روښانه دي،هغه کسان چې داپوښتنه کوي د قضيي يو اړخ ته پام کوي فرضا دخوک غوښه جسمي زيان نلري ولي له روحي زيانونو څخه يې انکار نشو کولي.
خوک يو بې بندوباره او ناولې څاروۍ دي هغه حيوان چې خوي يې داسې وي ،په غوښه کې يې هم دا زمينه شته او هر انسان چې د خوک غوښه خوري نو شک نشته چې نوموړۍ هم د خوک په څير دبې بندوبارۍ ،پليدۍ او شهوترانۍ خوي ځان ته اخلي.
په قران عظيم الشان کې يهوديان د(ډير حرام خوړونکو)په نامه ياد شوي دي او دغه تعبير ددې څرګندونه کوي چې هغه کسان چې حرام خوري ديهودانو په څير (شکم پرست)،کارماتونکې او تل د دين دلارې خنډ دي د قانون خلاف خپل معمولي لاره ګڼي.
د حرام خوړلو جسمي،ټولنيز،اقتصادي او سياسي زيانونه پټ ندي ،او له هغه سترو خطرونو څخه ګڼل کيږي چې له فردي او ټولنيز نظره انسان د نابودۍ لورې ته ګواښوي.
په قران عظيم الشان کې لولو چې:
ژباړه : او خپل مالونه په ناحقه سره په خپل مينځ کې مه خوري او دګناه پربنسټ دخلکو د مال دخوړولو په خاطر له هغې څخه قاضيانو ته مه ورکوي ،په داسې حال کې چې پوهيږي.
پيغمبر (ص) فرمايي:
ژباړه : خداي (ج) لعنت کوي د رشوت په اخيستونکي او ورکوونکي باندې او په هغه کس باندې چې ددوي ترمينځ واسطه کيږي.
په قران عظيم الشان کې لولو چې :
ژباړه: هغه کسان چې ديتيمانو حق په ظلم او ستم سره خوري همغه ددوزخ اور خوري او ډير زر ددوزخ په اور کې سوزيږي.
حرام خواړه په رواياتو کې:
پيغمبر(ص) فرمايي:
ژباړه:دري امرونه دي چې دهغې په هکله وروسته له ځان څخه د خپل امت په هکله ورځيني ويريږم:
ګمراهي وروسته له شناخت او د د فتنو له ګمراهيو څخه او د ګيډې او فرج شهوت.
په يوه روايت کې راغلي دي چې موسي (ع) يو کس وليد چې سخت ژاړي او زارۍ کوي او لاسونه يې آسمان ته پورته کړي دي او ډير په خشوع او عاجزۍ سره دعا کوي. دخداي (ج) له لوري نوموړي ته وحي وشوه چې :
ژباړه: که هرڅه وکړي دعايي نه قبليږي.
ځکه چې په خيټه کې يې حرام دي او همدارنګه په شا او کورکې يې حرام دي.
يو کس پيغمبر (ص) ته راغي او عرض يې وکړ :خوښيږي مې چې دعا مې قبوله شي. رسول اکرم (ص) وفرمايل :
ژباړه: خپل خواړه پاک کړه او حرام خواړه (غذا)دې ګيډې ته مه ننباسه.
هغه څوک چې غواړي دعايې قبوله شي بايد خپل خواړه او د درآمد(عايد او ګټه) د لاسته راوړلو لاره پاکه کړي.