عقيدوي لارښوونې
ليکوال: قاضي عبدالرحمن
٣- د رسول الله (ص) د حکم اطاعت:
الله(ج) فرمايي، ژباړه: قسم ستا په رب، چې تر هغه به کامل مومنان نه شئ چې تا حکم (فيصله) کوونکى ونه ټاکئ، په هغو مسايلو کې چې د دوى ترمنځ پېښېږي.
٤- خپل ورور ته هغه څه خوښوه، چې خپل ځان ته يې خوښوې،
رسول الله(ص) فرمايي، ژباړه: تر هغه به يو له تاسو کامل مومن نه شي چې خپل ورور ته هغه څه خوښ کړي، چې ځان ته يې خوښوي.
٥- د الله(ج) لپاره دوستي او دښمني کول:
رسول الله(ص) فرمايي، ژباړه: چا چې د الله لپاره مينه وکړه او د الله لپاره يې بغض (عداوت) وکړ، يقيناً چې د ده ايمان بشپړ شو.
٦- له مومنانو سره مينه:
په حديث شريف کې راځي، ژباړه: تر هغه به جنت ته داخل نه شئ چې ايمان رانه وړئ او تر هغو پورې به بشپړ مومنان نه شئ چې مو په خپلو کې مينه نه وي ټينګه کړې.
٧- له ګاونډيانو سره ښه کول:
رسول الله(ص) فرمايي، ژباړه: تر هغه به يو له تاسو بشپړ مومن نه شي چې يې ګاونډيان له زيان او ضرر څخه په امان نه وي.
٨- شتمن سړي ته، د ده د بډايتوب له کبله عاجزي نه کول:
رسول الله(ص) فرمايي، ژباړه: څوک چې غني (بډاى) ته د ده د بډايۍ له کبله تواضع وکړي، دوه ثلثه(دوې برخې) ايمان يې ترې ځي.
٩- حضرت محمد(ص) فرمايلي دي، ژباړه: تر هغه وخته پورې به ايمان د يوه له تاسو اکمل نه شي چې خلک درته لېونى ونه وايي.
١٠- يقين حاصلول دي:
الله تعالى فرمايي، ژباړه: کامل مومنان هغه دي چې پر الله او رسول يې ايمان راوړى او شک يې ونه کړ.
١١- الله(ج) (کامل حقاني) مومنان هغه کسان دي چې کله يې الله(ج) په ياد شي، نو د هغوى زړونه وډار شي، کله چې د الله(ج) ايتونه پرې ولوستل شي، ايمان يې قوي شي او پر خپل رب توکل کوي.(انفال، ٢:٨)
د ايمان د کمال خبره ځکه ضرور ده، چې شى کامل نه وي، په هغه مطلوبه نتيجه نه مرتب کېږي، لکه په لمانځه کې چې قرائت، رکوع، سجده، قومه او جلسه او داسې نور شيان سم نه شي او په مطلوب شکل ادا نه شي، په هغې کومه نتيجه نه مرتب کېږي، دا ځکه چې د رسول الله(ص) په مخکې يو چا ناقص لمونځ ادا کړ، هغه مبارک ورته وويل: ته لمونځ بيا وکړه، تا لمونځ نه دى کړى.
دويم مثال: يو موټر فرض کوو، که چېرې له موږ سره يوازې يو ټاير وي، په هغه موټر نه روانېږي، يا د موټر باډۍ راسره وي، خو ټاير نه وي، بيا هم خالي وسپنې په سړک نه روانېږي، يا خو دا چې د موټر ټولې پرزې وي، خو تېل يې نه وي، بيا هم خالي وسپنې نه روانېږي.
له بوست جريدې څخه په مننې