د کندوز وروستۍ خونړۍ پېښې ته
کندوزه ! بيا څنګه په سرو وينو کې ولمبېدې
بيا دې د کوم يزيد د ظلم انتها کې وينم ؟
لکه پرې شوي ګلابونه له ډنډره پراته
مړه ماشومان دې په څه نوې کربلا کې وينم
د بګولان د قتل عام يادونه بيا تازه شول
د مور د غېږې ماشومان دې بل تيمور ووژل
تر پښتانه غرور دې جارشمه ،سدکه دې شمه
د وخت مغل بس په همدغه يو قصور ووژل
يوازې ته نه يې د تېلو قرباني کندوزه !
زما د لوی وطن هر ګل سوزي د تېلو په جنګ
زما هلمند او باجوړ د اور پر کرښه ولاړ
ګل پيښور سوزي ، کابل سوزي د تيلو په جنګ
د انسانيت دعوه لرونکي داسې چوپ ولې دي
د انساني کرامت ننګ ورته ودريږي که نه ؟
چې د ماشوم د حق نعرې وهي په ټوله دنيا
په سوزېدلو ماشومانو دې درديږي که نه
کندوزه ! خير دی که دنيا ړنده شوه، ته ړوند مه شې
په خپل پرهر به يې ليکې چې درنه هېرې نه شي
د ګلابونو رژېدل دې ښه په ياد وساته
دا اوروريني تماشې چې درنه هېرې نه شي
نبيله غزل ، پيښور