له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده

شپې ته پنا وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده

په دغه دښته کې شايد د مينې قتل شوی

په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه

د زړه په لپه کې راټوله د دوعا غوندې ده

مينې يي داسې کړم چې ګورم ايينه کې ځانته

وايم چې دا څېره خو څه نا څه اشنا غوندې ده

زه پکې وينم د درد تتې منظرې جلانه

ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا عوندې ده

 

سېد جېلاني جلان