غزل

اخستې مې ترې یوځلې بوسه وه ، چې راتله
تراوسه یې په زړه کې تلوسه وه ، چې راتله

لیمې یې لکه توره په هر لورې تاویدې
دې زړه ته له هرلورې وسوسه وه ، چې راتله
بڼو نه یې شنه تورې د غزل راورید ل
ټول کلي کې هم دغه ګونګوسه وه،چې راتله
حاجت یې د ست نه وو، ویمه نه پاتې کیده
اتبار مې ورته هسې یوه پیسه وه ، چې راتله
پردیو ته ، جامونه ډکیدل په تشه خوله
زما په برخه بیا تشه کاسه وه ، چې راتله
خواږه یې د نظر د بل پیالو کې تویول
یو بل ډول حالت و یوه غوسه ، چې راتله
شرره دومره پاک دومره سپیڅلی نه ووم زه
په ما یې نه ، په ځان یې بروسه وه ، چې راتله

 

شرر ساپی