سويتزر لينډ

مازيګر او د سيند سپينې اوبه دواړه
لکه ژيړه مرينه زما په غاړه
ترنم د څپو شور پرې د چرچڼو
د فطرت د سندريزو نغمو ژباړه

له بارانه پس رنګين کمان د مني
اوه رنګونه لکه اوه واړه جنته
د نوروز د اوه رنګه ميوو د حسن
تصويرونه لکه اوه واړه جنته

شنه شنه غرونه معطر د خدای له مينې
د جنت خوشبو لمنو کې رانغاړي
د مرغانو اوازونه مست سازونه
څانګې څانګې چنارونه سندرغاړي

د ماښام تياره د هسک د شملې سيوری
ځنګلونه وريښمينې ګېډۍ څڼې
مينه دين ګڼي ، په دې سيمه کې نشته
مسلمانې او بې دينې ګېډۍ څڼې

د رباب ترنګ په دېرو او زيارتونو
ماښامونه لکه شوخ شوخ اخترونه
خنداګانې ، مرکې په دېوالونو
لمبه کيږي په سندرو تنورونه

د جنت د دې شهکارو انځورونو
نندارې ته سيلانيان ، ګوته په غاښ دي
شنې درې د محبت له هستۍ ډکې
نړيوال ورته حيران ګوته په غاښ دي

سوات

د فطرت زړه په خنجر وهلی پروت دی
د شين سترګو خړ نظر وهلی پروت دی
د پيغلاټو د اوربل ګل مړاوی مړاوی
لکه سره غرمه کې لمر وهلی پروت دی

په دې خلکو باران رحم نه ، عذاب دی
دېوالونه شته خو چت يې په سر نه شته
خلک دوه وخته ډوډۍ له خدايه غواړي
غم د ژوند او د جنت يې په سر نه شته

د باروت لوګي خواره دي په هوا کې
ستونی بند شو د ځنګل د سندرغاړي
د ټوپک د ډزو ډار وهلې ، ريږدي
توتکۍ د ماشومانو په شان ژاړي

ژيړې ، ژيړې پاڼې ، ماتې ماتې څانګې
کايېناتو رنګ بايللی د ښکلا دی
هر سړي کډه تړلې ، ترې روان دی
که امي دی ، که ملنګ دی که ملا دی

د جګړو لمبو سېزلي ربابونه
زيارتونه دي بې شرنګه ، بې سروره
بې سندرو ، بې بنګړيو مړوندونه
تنورونه دي بې شرنګه ، بې سروره

دا دره په هديره بدله شوې
کډه شوي ورنه واړه سيلانيان دي
يو ورور پاڅېږي د بل مرۍ کړي غوڅه
نړيوال ناست لاس تر زنې دي حيران دي

نبيله غزل ، پيښور
12/09/2009