غزل
ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړه
ستا په خاطر مې د خپل سر قاتل ته وينه ورکړه
منې ! اوبو هم ترې تصوير ستا د ځوانۍ وغوښته
ما چې چينې ته ستا په نوم هينداره سپينه ورکړه
نن خو سکڼي ماښام ته ډېر خېر پېښوې ملګرو
جانان د سرو شونډو وعده له ماسپښينه ورکړه
د کايناتو د ښکلا اينې ژباړمه اوس
چې تخيل ته مې رڼا ستا له جبينه ورکړه
جلانه ! دومره اسان نه دي پسرلي د څڼو
مونږه يې سيوريو ته هم غېږې غېږې مينه ورکړه
سید جیلاني جلان
12.09.2009
- سمیع الله تړون
سويتزر لينډ
مازيګر او د سيند سپينې اوبه دواړهلکه ژيړه مرينه زما په غاړه ترنم د څپو شور پرې د چرچڼو د فطرت د سندريزو نغمو ژباړه
له بارانه پس رنګين کمان د مني اوه رنګونه لکه اوه واړه جنته د نوروز د اوه رنګه ميوو د حسن تصويرونه لکه اوه واړه جنته
شنه شنه غرونه معطر د خدای له مينې...
14.09.2009
- سمیع الله تړون
غزل
ځکه مې ټول بدن له وېرې رپېده جانانه
ستا په مړوند مې دخوبونو خوب ليده جانانه
کلي کې شور و اوازې دې دراتلو وې اشنا
د زړه په للمه مې باران راورېده جانانه
زه تر سهاره ستا په مخ درنجو خال ته ناست اوم
که مې هر څومره جوړاوه خو ورانېده جانانه
ستا د ښکلا ستا د ښايست کيسه مې دومره وکړه
چې ستا تصوير يي راژوندی که ګډېده جانانه
ما دې د ياد د درد په غېږه کې څو شپې تېرې کړې
لکه د مار رانه چاپېره تاوېده جانانه
د چم بې...