زموږ پر زړګي اوري خو اشنا له خياله و اېستو
خپل چې بېګانه سو نو هر چا له خياله و اېستو
توري شپې زما د نصيب توري خوني وراني كړې
نه راځي انګڼ ته مو سبا له خياله و اېستو
هيڅ ويلائ نه سو خو يوې ګيلې وژلي يو
موږ سره له اوښكو بې پروا له خياله واېستو
څه وسو له ماسره درك يې راته نه لګي
كور مي چاهوار كړ كه دا تا له خياله واېستو
لراوبر منظر د بې وسۍ راسي په سترګو كې
ناست په انتظار يو ساقي بيا له خياله واېستو
دخو درنه لاره د ژوندون ګوره جدا كړله
دا دى بوريوالـــه كه هم تا له خياله واېستو

16.05.2008
- kohar
ژبي څـــــــــکلي ستــــــاله شونډودرښتیاخواږه و تر رګـــه رګــه رسېـــــده ستـــــاد اروا خــــــــواږه و ...
02.06.2008
- kohar
يوتن ډېر په پابندۍ سره جومات ته تلى او يو لمونځ يې هم بې جوماته نه كاو.د كلي خلك د هغه له دې ادت څخه خورا متاثره و. يوه ورځ يوه كس هغه وليد چې ډېر په عاجزي يې لمونځ كاو نو هغه تن خپل ملګري ته اويل :
( هغه تن ته ګوره چې لمونځ كوي ياره دا ډېر متقي او له بدو لري سړى دى ).
هغه لمونځګزاره سړي چې د دوي خبرو ته يې په لمانځه كې غوږ نيولى و بې له سلام ګرزولو لمونځ پرېښود او هغوي ته يې اويل :
&nbs...