يوتن ډېر په پابندۍ سره جومات ته تلى او يو لمونځ يې هم بې جوماته نه كاو.د كلي خلك د هغه له دې ادت څخه خورا متاثره و. يوه ورځ يوه كس هغه وليد چې ډېر په عاجزي يې لمونځ كاو نو هغه تن خپل ملګري ته اويل   :

 ( هغه تن ته ګوره چې لمونځ كوي ياره دا ډېر متقي او له بدو لري سړى دى ).

هغه لمونځګزاره سړي چې د دوي خبرو ته يې په لمانځه كې غوږ نيولى و بې له سلام ګرزولو لمونځ پرېښود او هغوي ته يې اويل   :

                                                  ( زه حاجي هم يم )