راشه او مل مي شه يكړ د ځان په وس نه يم زه
و دومره غم ته په يوه سر باندي بس نه يم زه
ستا په لټون مي خپلي ټولي لاري وراني كړلې
له تا راغبرګ شوم خو و ځان ته راواپس نه يم زه
راشه علت مي كه معلوم چې په ما څه شوي دي
ياران واي زياته د يارانو د مجلس نه يم زه
د خپل تكميل احساس تر داسي انتها راوستم
لكه تر تا پوري چي يم له تا راپس نه يم زه
فهيمه ! ما د شوګيرو هنر له ستورو زده كړئ
  بېداره يم خو په فرياد لكه جرس نه يم زه