سوځم كبابېږم د هجران په اور كې اوسمه
بيا هم سلامت يم كه ژوندى په ګور كې اوسمه
ډېره خاموشي شي چې مي زړه ستا په نوم وغورځي
څومره شم يوازي كه څه هم په شور كې اوسمه
مه پټوه سترګي راته خلاصي دروازې كړه ته
زه له ډېره عمره ستا د زړه په كور كې اوسمه
وګرزه ښايست كه دي هرچېري په نظر راغلو
زه به هم هلته د يوچا څنګلور كې اوسمه
ستا مغل ښايست له ازادۍ راګرزولى يم
ځكه خوشحال رنګه په دې رتهنبوركې اوسمه
ژاړي مځكه واي زما سينه چا وچه كړېده
زه دلته د كوم ظالم يزيد په زور كې اوسمه
زه يو تبسم به د چاچا د زړه سكون شمه
زه د چا سكون د چا د سترګو تور كې اوسمه

15.05.2008
- kohar
داسي كېداي شي كه نهدومره ممكن دي كه نهچې د يو خوب په شانيد يو ساعت دپارهيوبل ته غاړه وركړوهغه خلوص ژوندى كړوهغه وختونه ياد كړوملامتياوي پرېږدوشپياني به بيا حسابود يو ساعت دپارهټول نفرتونه هېر كړواو په يو بل كې ورك شويابه مو غم ووېشويابه جهان وژاړويابه په وخت وخاندويا به په ځان وژاړوداسي كېداي شي كه نهد يو ساعت دپارهداسي ممكن دي كه نهبيا دي ستاخپل ماڼى وياو زما خپله هوډه...
16.05.2008
- kohar
راشه او مل مي شه يكړ د ځان په وس نه يم زهو دومره غم ته په يوه سر باندي بس نه يم زهستا په لټون مي خپلي ټولي لاري وراني كړلېله تا راغبرګ شوم خو و ځان ته راواپس نه يم زهراشه علت مي كه معلوم چې په ما څه شوي ديياران واي زياته د يارانو د مجلس نه يم زهد خپل تكميل احساس تر داسي انتها راوستملكه تر تا پوري چي يم له تا راپس نه يم زهفهيمه ! ما د شوګيرو هنر له ستورو زده كړئ بېداره يم خو په فرياد لكه جرس نه يم زه...