داسي كېداي شي كه نه
دومره ممكن دي كه نه
چې د يو خوب په شاني
د يو ساعت دپاره
يوبل ته غاړه وركړو
هغه خلوص ژوندى كړو
هغه وختونه ياد كړو
ملامتياوي پرېږدو
شپياني به بيا حسابو
د يو ساعت دپاره
ټول نفرتونه هېر كړو
او په يو بل كې ورك شو
يابه مو غم ووېشو
يابه جهان وژاړو
يابه په وخت وخاندو
يا به په ځان وژاړو
داسي كېداي شي كه نه
د يو ساعت دپاره
داسي ممكن دي كه نه
بيا دي ستاخپل ماڼى وي
او زما خپله هوډه