نه د خپل ځان او نه د بل كړي سړى
مينــه رسـوا مينـه پاګل كـړي سړى
...................................
يوداسي چل دى چې په چا هم وسي
چې كله نـه و داسي تـل كـړي سړى
......................................
زنـدګـي وميـنځـي او رنـګ واړوي
بېخـي تنهـا بېخـي بدل كـړي سړى
.........................................
نور نو په ژوند كې بل څه پاته نه سي
بس په يو يـون په يو تكل كړي سړى
........................................
د هوسونو كلـى پـرېـږدي بار سـي
د اسوېلو د كاروان مـل كـړي سړى
...........................................
بـې بهـا يوسـي بېـش بهـا خوبونـه
د شوګيرو د كهلـه خپل كـړي سړى
.............................................
چې دي قسمت د بدو نه وي نو بيا
ويده په سوري د اوربل كړي سړى
...........................................
څومره خوږه ده بـوريـوالــه مينه
نغمه نغمه غـزل غـزل كـړي سړى