غاړي د پښتو د فوكلوري شاعرۍ هغه په زړه پوري صنف دى چې له مدو مدو راهسي يې د سهېلي پښتونخوا په غرونو او رغونو كې ازانګې راپورته كيږي . د پښتو شاعرۍ په اولسي څانګه كې كاكړۍ غاړي له ټپو وروسته دويم صنف دى چې په يوه ډېره پراخه سيمه كې دوام او شهرت لري .
د پښتو فوكلوري شاعرۍ دا صنف په عمومي ډول په دو نومونو سره خاص شهرت لري.لومړى غاړي يا كاكړۍ غاړي او دويم له بوري او ږوب څخه لري خلك ورته لنډۍ هم وايي .زما په خيال كاكړۍ غاړي په داسوب ورته وايي چې په پيل كې د پښتوفوكلوري شاعرۍ دې صنف يوازي په كاكړانو پوري اړه لرله خو وروسته چې دا صنف و نورو پښتني سيمو ته ورسېدى نوهغوي د ټپې په څېر غاړو ته هم د لنډۍ نوم وركړ.
كاكړۍ غاړي له دو مصرعو څخه جوړي وي چې هره مصرعه يې اته اته سېلابه لري چې ټول شپاړس سېلابه كيږي .خو ځني غاړي بيا اوه اوه سېلابه او ځني اوه او اته سېلابه هم لري .
دا يوڅو كاكړۍ غاړي د بېلګي په توګه
اندېښنو اخسكي زه يم
نن په حال كي د ځان نه يم
....................
اندېښنو كم تكه توره
اوس مه دوګ پر اسمان ګوره
.......................
اندېشنو كم لونۍ
د سپين زيارت به مه كاوۍ
..........................
اور د واخي ګران ځن تللى
ماته بد اېسي دا كلى
.......................
اوس به كډي راوهي
پر مخ بې باد وهي پېكي
......................
ټوله شپه ږغېدى پوست
عجب سړى وى د ګران دوست
...........................
د تورسترګي باړ مه مات كى
اوس جنت غواړم كې راكى
.........................
د پردي ولات سړى
لري د ورور غوندي ګرانى
....................
زياته ځه ګوډى د دروند دى
ستا پېكي په خولې لوند دى
........................
ستاخالونه به مه هېر سي
وخت به ډېر د دنيا تېر سي
.....................
كه مړه نه سوم دق به سم
كه تل بې ګرانه ګرزېدم
....................
ګرانه راسه روغه وكو
اندېښنو دواړه زاړه كو
_______________________________________________________________
د استاد سيد خيرمحمدعارف له كتاب" دغاړوادبي خېړنه" څخه