بل به شي د ميني څراغونه څه هلاكه ده   
رڼه به شي دغه د ژوند خونه څه هلاكه ده
دي كږې وږې ټولي كوڅې د ميني پام كوه
اخله لږ په پام ته قدمونه څه هلاكه ده
بس په دې امېد تېروم ژوند له اندېښنو سره
تېر به شي اخر واړه غمونه څه هلاكه ده
تېښته له مرګ نشته خو ته هم تازيله مه كوه
لږ صبر لا وكړه اې ژوندونه څه هلاكه ده
مه شكوه غوټۍ ته د سپرلي په پيل كې مه شكوه
دا غوټۍ به پاي شي سره ګلونه څه هلاكه ده
مينه مو تا زه ده دومره زر مو بېلوې ولي
څو ورځي مو پرېږده اې بېلتونه څه هلاكه ده
لوظ يې دى كړى تبسمه ! درته را به شي
ګرزې داسي ولي بې سكونه څه هلاكه ده