كاكــــړۍ غـــــاړي
ته يو څو كاكړۍ وكه !
يادونه ! كاكړۍ غاړي د پښتو اولسي ادب يوه داسي په زړه پوري څانګه ده چي د ژوند د هري برخې انځورګري په كې سوې ده .دا لاندينۍ يو څو كاكړۍ غاړي مي ستاسو دپاره د سيدخيرمحمدعارف له څېړنيز اثر ( د غاړو ادبي څېړنه ) څخه را اخيستې دي په دې هيله چې خوښي به مو سي . بوريوال كاكړ كاكړۍ غاړي اندېښنې به نه كوېپرتوكل به د خدائ ځې اندېښنو كم درپه درګورم داستا
كاكړۍ غاړي !
غاړي د پښتو د فوكلوري شاعرۍ هغه په زړه پوري صنف دى چې له مدو مدو راهسي يې د سهېلي پښتونخوا په غرونو او رغونو كې ازانګې راپورته كيږي . د پښتو شاعرۍ په اولسي څانګه كې كاكړۍ غاړي له ټپو وروسته دويم صنف دى چې په يوه ډېره پراخه سيمه كې دوام او شهرت لري . د پښتو فوكلوري شاعرۍ دا صنف په عمومي ډول په دو نومونو سره خاص شهرت لري.لومړى غاړي يا كاكړۍ غاړي او دويم له بوري او ږوب څخه لري خلك ورته لنډۍ هم وايي .زما په خيال كاكړۍ غاړي په داسوب ورته وايي چې په پيل كې د پښتوفوكلوري شاعرۍ دې صن