د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دالمان د بايرن ايالت کې دكولتوري ټولنې اعلاميه

د جرمني په بايرن ايالت كې دافغانانو د كولتوري ټولنې مشرتابه هيت 21.05.2008 01:42

گرانوهيواد والو!
لكه څنگــه چې تاسو زموږ د يو شمېر هغو بې رحمو گاونډيانو د ناوړو هڅو شاهد ياست كوم چې، غواړي خپل كرغېړن اومرموز پلانونه زموږ په خاوره كې پلې كړي دادى اوس له نېكه مرغه دهغوى داتورې نقشې لا پسې بربنډې شوې چې، يوه هم له هغوڅخه د بې وخته اوغيرلازمې سرشمېرنې مسله ده، هغوى غواړي چې د كور په دننه كې زموږ د ړستوني د مارانو په مرسـته دا ناوړه دسيسه وكاروي ترڅو زموږ د گران هيواد، اصيل توكــم داځل د ډليزې وژنې(ژنوسايد) په څنگ كې لاپه ژوندپه نېست كې وشماري خودابه هيڅوك ورسره ونه مني چې، ژوندى دې يم او په شمار كې دې نه راځم؟ ياخوداچې، ولې به په پردي توكم كې شمېرل كېږم؟
گرانـوخويندو اووروڼو!
كه تاسې دهغو ميلنونو ارمنيانوله وژنې څخه كوم چې، تركانو په ډليزه توگه ووژل خبرياست،نواوس زموږ داپه ژوند وژنه هم له هغې ډليزې وژنې سره يو برابر وگڼئ، دا چې وژل كېږو نو ولې پاڅېږو نه ؟
راځئ چې د نړيوالواصولواوقوانينو په چوكاټ كې خپل ژوندته نجات وركړو اود دې تورې بلا مخه په خپل افغاني همت پخپله ونيسو،  ځكه خو د همــدې ملي ماتم او ناورين د مخنيوي لپاره د جرمني په بايرن ايالت كې د افغـــانانو كولتوري ټولنه له تاسو باتوروهېوادوالوڅخه جدي هيله كوي چې چوپ پاته نه شئ راځئ چې،دسوليزولارينونواوغونډوپه مرسته زموږ دغه په ملامات اوبې كيفايته دولت دې ته اړباسوترڅو، د دې سرشمېرني(سرغوڅونې) مخه ونيسي .

    د جرمني په بايرن ايالت كې دافغانانو د كولتوري ټولنې مشرتابه هيت