د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ریدي ګل کې یارانه پلل کیده

غمی 17.05.2008 16:20

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
د ریدي ګل مشاعرې ته ټول پښتانه شاعران او لیکوالان په ډیر شوق ورغلي وو.
دټولو فرهنګیانو سره دا مینه وه چې یو خو به شمالي ولایتونو ته په چکر باندې ولاړشي بل به د شمال د پښتنو شاعرانو او لیکوالانو سره وویني ،وپیژني ، کیني او پاڅي .
له ولایتونو نه راغلي فرهنګیان کابل ته د افغان ادبي بهیر د غونډو ځای ته د پنجشنې په ورځ ټول راغلل . چا د ورځې په لسو بجو چا په یولسو او چا هم په دولسو بجو له کابله د کندوز په لور حرکت وکړ. همدارنګې کندوز ولایت ته هم څوک وختي او څوک ناوخت ورسیدل . د کندوز پښتنه ورورڼه لارو ته راوتلي وو . د ورغلو میلمانو شاعرانو او لیکوالانو هر کلی یې وکړ . د شپې ۹ بجې (د ریدیو شپه او څو غزلې ) په نوم مشاعره پیل شوه . د مشاعرې په منځ کې ښاغلي ذبیح الله احساس وویل . له ټولو راغلو شاعرانو نه هیله کیږي . چې اوس یا سبا سهار وړاندې له ورځنۍ مشاعرې یانې د ریدي ګل څخه مونږ ته خپل شعرونه راوسپاري . ترڅو دوی یې له نظر تیر کړي او بیا د ویلو اجازه ورکړه . په ظاهره خود دغې خبرې په اړه چا څه ونه ویل . مګر شاعرانو دا خبره د ځان لپاره ښه نه احساسوله . چې شعرونه یې دې وړاندې نه و ړاندې د کتلو کمیسون ته ورکړل شي .
د ښاغلی احساس دلیل دا وو . چې ګنې دلته به خلک افلتې ووایي چې په اینده کې به دوی ته او ددوی فرهنګي فعالیتونو ته تاوان ورسیږي .
لنډه دا چې شپه تیره شوه . سبا سهار د غونډې ځای ته خلک ولاړل . هلته بیا د شعرونو د راټولو او د دوی له نظره د تیریدو خبره وشوه . ډیرو شاعرانو شعرونه ورکړل .
دا سمه ده چې د شمال پښتنو ورورڼو به ستونزې لرلې . له همدې امله یې د شعرونو وړاندې نه وړاندې د ټولو هڅه وکړه . خو دا یې هم باید په پام کې نیولی وای . چې هغه شاعران چې شعاري شعرونه وايي او کنځلې کوي . هغوی خو ټولو ته معلوم دی . چې څوک دي ؟ دوی باید له همغو شاعرانو نه شعرونه په یو ډول نه یو ډول اخیستي وای . خو له هنري شاعرانو نه باید دوی داغوښته نه وای کړې . ځکه چې هنري شاعران هم ټول معلوم دی چې هغه د ناروا شهرت او بې غزتۍ لپاره شاعري نه کوي .
هغوی په رښتوني ډول د ټولنې درد په شعر کې راوړي او بیا یې ټولنې ته وړاندې کوي . خو په هر صورت له دې به هم تیر شو . رابه شو دې ته . چې اوس مهال په داسې لویو غونډو کې چې د هیواد په کچه خلک ورته رابلل کیږي او خلک ورته راځي . ولې هنر پالنه نشته دوستي پالنه یا په اصطلاح شخصي پالنه ده . کله چې د ریدي ګل مشاعره دسهار له مخې پیل شوه . ښه په ګرمو ولو او چکچکو بدرګه کیده . مونږ ګمان کاوه . چې ګنې مشاعرې به ډیره په زړه پورې وي او په هیواد کې به دنورو مشاعرو نه هم خوندوره وي . خو بدبختانه ! کله چې ښاغلی ذبیح اله احساس د سټیج په سر ودریدو . او ورسره یو بل کس چې د نیازمن په نوم یادیده . د سټیج چارې یې دواړو پر مخ وړې . په ظاهره یې د سټیج په سر ویل چې مونږ د لیست له مخې شاعران راغوړو. خو احساس به چې دسټیج سر ته راپاڅیدو . داسې ځیر ځیر به یې په شاعرانو کې یو خپل ملګری شاعر لټوه . ته به ویل کومې هوسۍ نه خپل بچی ورک دی . د لوړ کمر پر سر ولاړه ده اوتر اوتر ګوري . ښاغلي احساس خپل ټول ملګري چې شخصي اړیکې یې ورسره لرلې په ګرمو ګرمو بیتونو راوغوښتل . خو دې ته یې فکر نه کاوه چې په دې ناستو خلکو کې داسې شاعران هم شته چې اوس مهال په پښتو شعر کې حساب پرې کیږي . ښاغلی احساس هغه ګلالي او هنري شاعران یا خو له سره راونه غوښتل او که ځینې یې راوهم غوښتل په داسې وخت کې یې رواغوښتل چې غونډې اصلې هویت دلاسه ورکړی وو . له کابله ځیني راغلي استادان لیکوالان په پټه له غوڼدې ووتل او د کابل په لور یې حرکت وکړو . او ډیرو شاعران د غونډې له تالاره بهر ووتل په خپلو کې یې خبرې کولې . هسې شاعران له ناکامه ناست وو . ګنې ښآغلی احساس ددې کړو وړو خوند نه ورکاوه .
مونږ داسې نه وایو . چې ګنې مونږ د کندوز له مشاعرې یانې له ریدي ګل نه بده خاطره لرو . دریدي ګل مشاعره د پښتنو او په ځانګړي ډول دشمال پښتنو ورورڼو لپاره یو ویاړ وو . مونږ هر وخت دداسې غونډو نه ملاتړ کوو . خو په کندوز کې ښاغلي ذبیح اله احساس او په پکتیا کې له ښاغلي ډاکټر حماس او خوږمن ځاځي او همداسې نورو شاعرانو لیکوالانو نه په کلکه داغوښتنه کوو . چې دوی دې دا چا حق خوري . ټولو ته دې په یوه سترګه وګوري . او د سټیج له سر نه دې شخصي ملکیت نه جوړوي .شخصي یارانه دې نه پالي . ګنې نتیجه به یې دا وي چې په اینده کې به داسې غونډو ته هیڅوک نه ورځي . او د ا به خپل پښتني ادب او کلتور ته لوی زیان وړي . په هر صورت ټول ورغلي شاعران دکندوز ولایت له خلکو اوله میلما پالنې ډيره مننه کوي . خدای دې نور هم توفق ورکړي چې په اینده کې د خپل کلتور او دخپلې ژبې له بډایانې لپاره نوره هلې ځلې هم وکړي . د لوی خدای ج څخه ورته د لابریالیتوب هیله کوو.
په پښتنه مینه