د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وين ښار پوهنغونډې راپورتاژ

د افغان ولس کلتوري ټولنه 17.05.2008 14:49

لکه ټاکل شوې چې وه، تېره ورځ (د ۲۰۰۸ کال د مۍ پېنځلسمه د مازيګر پر .۳۰ ۱۸ بجو) په وين ښار کې د افغان ولس کلتوري ټولنې په نوښت د مورنيو ژبو په اړه پوهنغونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې يو شمېر افغانانو او اوتريشيانو برخه درلوده.
دغونډې تخنيکي چارې ښاغلي ذاکر برميال او پېغلې سپوږمۍ ظريف پر مخ بوتلې.
په پیل کې د افغان ولس کلتوري ټولنې مشر ديپلوم انجينر محمد حکيم اګدري پیليزه وينا په پښتو او جرمني ژبو واوروله او د غونډې ويناوالو، مېلمنو او کډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه.
تر دې وروسته ويناوالو ته د وينا اورولو وار ورورسېد.
لومړۍ ويناواله د یونسکو استازې ماستره بېتينه روسبخه وه چې د ژبو د پالنې او ودې په اړه يې د دغه سازمان پر تګلاره رڼا واچوله.
دويم ويناوال د وين پوهنتون د ژبپوهنې استاد ښاغلی رودولف دې سيليا وو چې د ټولنپوهنېزې ژبپوهنې په رڼا کې يې د مورنۍ ژبې د زده کړې په اړه نوې څېړنې څرګندې کړې.
درېيم وار د اوتريش د ښوونې او روزنې، هنر و کلتور وزارت استازې ماسترې ايلفې فلېک ته ورکړل شو. نوموړې په اوتريش کې د مورنيو ژبو په اړه د دولت پر سياست وغږيده او په هېواد کې يې د ټولو مېشتو ژبو د ساتنې، پالنې او ودې په لار کې د وزارت پر تګلار رڼا واچوله.
د پوهنغونډې څلورم ويناوال د وين ښوونځيو پښتو ښوونکی ښاغلی امين الله دريځ وو چې په کلتوري اړيکيو کې يې د مورنۍ ژبې دنده وڅېړله.
د يناوو په ترڅ کې د پوهنغونډې ګډونوالو بېلابېلې پوښتنې وړاندې کړې چې هرې يوې ته يې په ځانګړې برخه کې ځواب وويل شو.
په پای کې د پښتو ژبې زده کوونکې پېغله هيله ظريف د نورو زده کوونکيو په استازيتوب په پښتو او جرمني ژبو وغږېده او څرګنده يې کړه چې په تېرو څو مياشتو کې يې څومره پښتو سم غږېدل او ليکل زده کړي دي او ددغې بريا له امله يې د اوتريش دولت، افغان ولس کلتوري ټولنې او د خپل استاد مننه پر ځای کړه.
پوهنغونډه د شپې تر لسو بجو پورې اوږده شوه چې ويناوالو ته د ډالۍ ويش او په يوه لنډکۍ ماښامنۍ د خوښۍ په څپو کې پای ته ورسېده.
په پام کې ده چې په پوهنغونډه کې د پوهانو له خوا ټولې اورول شوې ويناوې په پښتو او جرمنې دواړو ژبو چاپ او د لوستونکيو تر منځ خپرې شې.
دا دی د همدغه راپورتاژ په ترڅ کې د پوهنغونډې د بېلابېلو څنډو اړوند عکسونه هم ليدلو ته وړاندې کوو.
موږ د ټولو هغو دوستانو مننه کوو چې په نننۍ غونډه کې يې خپلې ونډې او مرستې ونه سپمولې.
په درناوي
افغان ولس کلتوري ټولنه / وين ـ اوتريش
يادونه: همدلته غواړو يادونه وکړو چې موږ ته د پښتو ژبې لوی او پياوړي استاد ښاغلي پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار هم خپله وينا رااستولې وه، د مهال د کموالي له امله مو و نه کړای شول چې په غونډه کې ولوستل شي.موږ د ښاغي پوهاند صاحب ډېر مننونکي يو او نوموړې وينا د همدې ليکنې سره يو ځای د درنو لوستونکيو لپاره خپروو. دغه ليکنه دلته لوستلی شئ