د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت د"گندم" پرځاى"كنډوم" وېشي!

عبد الفتاح جواد 13.05.2008 14:22

عبد الفتاح جواد

* ولسمشر كرزي د يوه فرمان په صادرولو سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څارلو په موخه د يوې نوې ادارې د جوړولو اعلان كړى چې دغه اداره به د دولت په ټولو ادارو او سطوحو کې د بډو، رشوتونو او فساد مخه نيسي دا پداسې حال کې ده چې د كرزي اداره په هيواد کې د ننه او بهر د اداري فساد له امله تر سختو نيوكو لاندې ده، د تيرو پنځو كلونو راهيسې دولت د اداري فساد پر ضد كميسيونونه او ادارې جوړوي، لوى څارنوال يې پرضد جهاد هم اعلان كړى دى مګر دغه " وهنې" او " پټونې" ورځ تربلې مخ په زياتيدو دي.

كه څه هم ځينې كارپوهان پدې اند دي چې د دولت د مامورينو د معاشونو كموالى او د بهرنيو مرستو په راجلبولو کې د دولت كمزوري د دغې ستونزې عمده لاملونه دي اما دا هم بايد له ياده ونباسو چې دغه فساد يوازې په ټيټه كچه نه بلکې په لوړه سطحه هم موجود دى، هغه لوړ پوړي چارواكي چې د لوړو معاشونو او حقوقو ترڅنګ د دسترخوان او ميلمه پالنې په نوم هم پيسې اخلي په دغه رنځ اخته دي او ان ځينې كتونكي خو پدې اند دي چې يو شمير ادارې د "مافيا" منګولوته ورغلې دي او هغوى د خپل اداري واك نه په ګټې اخيستلو سره د ولس وينې زبيښي.

 په هر صورت د تير په څير بيا هم تمه نشته چې ولسمشر كرزى دې پدې ماته او ګوډه اداره وتوانيږي د فساد پرضد ګامونه واخلي ځکه چې په دولت کې داسې خلك نه ترسترګو كيږي چې د مسئوليت احساس، د اّخرت ويره او ملت ته د خدمت جذبه ولري، وايي چې په يوه ورځپاڼه کې به  ډيرې زياتې املايي او چاپي غلطۍ وې نولوستونكو به يې چلوونكي ته د تيلفون له لارې شكايتونه كول كله چې تيلفونونه زيات شول نو د ورځپاڼې چلوونكى وارخطا شو او ټول اداري پرسونل او همكاران يې راټول كړل او د املايي غلطيو په اړه يې د خلكو له شكايتونو نه سروټکاوه، نو يوه همكار ورته وړانديزوكړ چې كه د ورځپاڼې د چلوونكي د تيلفون نمره هم غلطه  وليكو نو د لوستونكو له شكايتونو څخه به خلاص شو.

ولسمشر كرزي ته به هم مناسبه داوي چې كه اداري فساد نشي ختمولى نو د " افغانستان اسلامي جمهوريت" نوم" د بډو او رشوتونو په جمهوريت" واړوي.

 

که غله نشته، کنډوم خو شته

د افغانستان د روغتيا وزارت د جنسي اړيكو د خونديتوب، او په ايډز  د وګړو د نه اخته كيدو په موخه په مليونونو كنډومونه ( پوكاڼۍ) بازار ته راويستلې دي څو يې په مناسب او ارزانه نرخ خلك ترلاسه كړي، دغه كنډومونه د نړيوالو روغتيايي ادارو په مرسته رانيول شوې دي، روغتيايي چارواكي وايي چې د پوكاڼۍ نه د ښې ګټې اخيستنې د پوهاوي لپاره بيلابيلو سيموته كاري ډلې استوي، دا پداسې حال کې ده چې د روغتيا د ادارې د څيړنو پر اساس په افغانستان کې د ايډز (3000) پيښې ثبت شوې دي.

ډيره په زړه پورې ده چې په دې وروستيو څو مياشتو کې ولس د خوراكي موادو له كمښت او  نرخونو له دوه او درې چنده لوړيدلو ستونزې سره مخ وو او دا هيله يې لرله چې دولت به پدې اړه ځانګړي او بيړني ګامونه پورته كړي ترڅو نرخونه راښکته شي او د" گندم" " غنمو" له زياتيدو سره به د خوراكي موادو نرخونه هم كنترول شي،خو دولت ددې پرځاى چې" گندم" رازيات كړي او په ارزانه بيه يې بازار ته وړاندې كړي" كاندوم" يې په غټه پيمانه بازار ته راوويست څو په نس وږي خلك ترې د جنسي اړيكو پر مهال ګټه واخلي!.

د دولت دغه كار چې په طبيعي توګه د نړيوالو ادارو د فشار له امله يې كړى د اخلاقي فساد عامولو ته زمينه جوړوي ځکه ددې به معنا داوي چې كه د " كنډوم" په كارولو سره زنا او اخلاقي فساد روان وي نو پروا نلري ځکه چې د ايډز نه خو خوندي دي.

لويديځوال چې د لسيزونه " كنډمونه" استعمالوي مګر بيا هم د ايډز په مخنيوي کې پاتې راغلي دي نو زمونږ په وطن کې چې د انجوګانو له لارې د ښځو او نرو اختلاط او ګډ كار په وسيله  ناروا جنسي اړيكو ته زمينه برابريږي او د رسينيو له لارې ( مبتذلو سريالونو  خپرولو سره د حيا او عفت پردې څيرول كيږي او د رستورانونو او  Guest House   له لارې د چينايي نجونو سودا روانه وي " كنډوم" څه کولى شي.

دولت بايد د خپل ولس د عقيدې، كلتور او ارزښتونو د ساتلو برنامه ولري، نه دا چې د لوېديځ ناولي كلتور ته زمينې جوړوي، ځکه چې دغه ډول كارونه ښې پايلې نه شي لرلى.

* دا ليکنه په ملي اصلاح اوونيزه کې خپره شوې ده.